ازادي اوديموکراسي

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
رفيع الله روشن
مخکې له دې چې ددېموکراسۍ او ازادۍ په اړه خبرې وکړو،ښه به داوي چې دغه دواړه کلمې (ديموکراسي)او(ازادي )وپېژنو چې څه ته وايي ،له کومه شوي  اومنبع يې څه ده.
د ډيموکراسۍ نوم له دوو کليمو څخه جوړ شوی دی اودغه دواړه کليمې د يوناني ژبې دي په يوناني ژبه کې ( ډيمو ) خلکو ته ويل کيږي
او (کريس ) نظام او حکومت ته ، چې له همدې امله د ډيموکراسۍ هماغه تعريف صحيح ګڼل کېږي ،چې په خپله   يونانيانوکړی دی او د يونان له خلکو څخه دهغوي نامتو فيلسوف او د خپل عصر لوي مفکر افلاطون په خپل مشهور سياسی کتاب ريپبلک يعنی ولسواکۍ کې د ډيموکراسۍ تعريف داسی کړی :
: ډيموکراسی د خلکو خپل جوړکړی حکومت ، پر خلکو باندي د خلکو لپاره ، يعنی په ډيموکراسی نظام کې هرڅه د خلکو د اکثريت په خوښه وي،داچې ولې ډيموکراسي لومړى ځل له يونان څخه پيل او وروسته يې نورو هېوادونو ته غزونې وکړې،ځکه چې هغوى لومړني خلک وو چې په دې اړه يې فکر وکړ،سياست يې په خپلوکې رايج کړ،دهغوى روزمره کار سياست وو،له هرڅه يې سياست ته ترجيح ورکوله،داپه دې معنى نده چې له يونانيانوڅخه دمخه چا سياست نه پېزانده،سياست دانسان له ژوندسره سم پيداشوى دى،خوداچې سياست يې نوروخلکوته ورزده کړ هغه يونانيان ول،په هغه وخت کې يونان کې رئيس جمهور،پارلمان او نورڅه نه وو،هرڅوک پخپله رئيس جمهور وو،حتى له ميلاد څخه زرکاله وړاندې يونان هېڅ دهستوګنې وړ نه وو،ويل کېږي چې يوتالاب ته ورته وو،ډېرې لوى جزيرى پکې وې،دژوندلپاره پکې زمينه برابره نه وو،نوځينې خلک راپيداشول چې په دې اړه يې فکر وکړ ترڅودلته هستوګنه وکړي اوديونان مرکز يې اتن وټاکه،په لومړي سرکې يې طبيعت ته ډېره ترجيح ورکوله،ورسته يې جامعه او ټولنې ته ډېره ترجيع وکړه ،اوپه په ژوند،سياست او حکومت کولويې فکر وکړ،يونان کې هم ډېر جنګونه اوشخړې رامنځته شوي چې ان له شلوتر ٨٢کلونويې هم دوام کړى دى،خوکله چې سکندرمقدوني راپيداشو،هغه داسې امپراطور ووچې له قتل او وژنوڅخه يې نفرت   کاوه،تل به يې دبيارغاونې په اړه فکرکاو،هرښاراوملک چې به يې ونيونو اول کار به يې بيارغاونه وه.
ديموکراسي دخلکو لخوادحکومت او زعيم ټاکل په خلکوباندې دامعنى لري،ځينى خلک وايي چې ديموکراسي ازادۍ ته وايي خو   ازادي او دېموکراسي ترمنځ فرق شته هغه داچې ديموکراسي په هر هېواداوټولنه کې چلېداى شي،ولې چې دخلکو په خوښه اودخلکوپه انتخاب هرڅه محياکېږي او تر استفادې لاندې راځي،خو ازادي بيا بېله معنى او مفهوم لري، داچې ازادي څه ته وايي او له ديموکراسۍ سره يې فرق څه دى،لنډه اشاره ورته کوو،ازادي هغه څه ته وايي چې يوڅوک په تمامه معنى سره خپلواک اوټاکونکى وي،خپل مسيرپه خپله تعينوي او تغير وي،څوک نشي کولاى پرې بافشاري وکړي،منع يې کړي ،کله چې موږ يوه هېواد ته دازاد هېواد نوم ورکوو نو بياد نو بايد په دې باندې پوه شو  چې دغه هېواد کاملاً خپلواک دى او دکوم بل هسمايه يادسيمې هېواد تر استعمار لاندې ندى، نو ځکه ويلي شو چې ازادي او ديموکراسي په خپلوکې سره ډېر لوى توپير لري.
په هر هېواد کې ددېموکراسۍ اصل ،حدود او اقسام معلوم وي ،افغانستان هم په دغه کتاکې راځي ،که څه هم افغانستان په ديموکراسۍ کې ډېره مخينه نه لري  خو بيا يې هم ډېرژر ددېموکراسۍ اصل په خپل ځان کې پلى کړ  او ان څو چنده يې ترې بغاوت هم وکړ،وګورئ ،په هېوادکې له لس کلنې رامنځته شوې دېموکراسۍ څخه ځينو خلکو  داسې ناوړه ګټې پورته کوي چې هېڅ زموږله افغاني کلتور او اسلامي شرعيت سره نه ښآيي، داپه دې معنى نده چې ددېموکراسۍ اصل اومعنى همداشان ده بلکې،زموږ هېواد وال يې له نوم څخه بې ځايه او غلطه معنى اخلي او په ناسمه توګه يې استعمالوي.
ددوى په اندچې دېموکراسي يعنې ټکري غورځول،ديموکراسي يعنې نر دښځې او ښځه دنر پېښې اوتقليد کول، دېموکراسي يعنې،تنګ او چسپ لباسونه اغوستل،دېموکراسي يعنې،دين او سلام شاته غورځول،ديموکراسي يعنې دنرو او ښځو يوځاى په اداراتو کې دندې مخته بېول،له خپل موقف څخه ناوړه استفاده کول او دېموکراسي يعنې هراړخيزه اوپه تمامه معنى ازادي.
دېموکراسي په خپل ځآن کې ډېر مرحلې هم لري چې ځينوته يې ګوتنيونه کوو:
ا لف:نرمه او معتدله مرحله :چې هغه دين دانسان يو شخصي کار بولي او صرف په عباداتو او معتقداتو پورې يي تړي يا په بل عبارت دين دالله تعالى او انسان تر مينځ يوه رابطه او اړيکه ګڼي په ټولنيزو امورو کې ورته په دخل قايل وي نېشنلستان هم همدا نظرلري.
ب:دوهمه مرحله يي بدترينه مرحله ده چې په هغه کې ددين مذهب او الله تعالى څخه انکار دى او معنوياتو ته قايل نه وي او صرف دنيا يي هدف او غايه وي چې کمونيستان او دغربي دنيا اکثر وګړي همدا نظر لري سره ددې چې نسبت يي عيسوي دين ته کيږي .