ګاونډیان دی اعتراضونه په خپل هیواد کی وکړی

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
سلام خان
.په داسی حال کی  چی د افغانستان ولسمشرحامد کرزی وایي چې د ده هیواد لس کاله نور هم د نورو دولتونو ملاتړ ته اړ دئ. کرزي دغه خبره د المان له یوې تلویزیوني شبکې سره په مرکه کې کړی دی. ولسمشر کرزي یادونه وکړه چې د ترور ضد جګړه لکه څرنگه چې نړیوالې ټولنې انتظار درلود لا تر اوسه پورې ستر بریالیتوب ته نه ده رسیدلې.
هغه زیاته کړه چې د ترهګرو د روزنې د کمپونو پر ضد جګړه باید دوام وکړي د دې پوښتنې په ځواب کی چی ایا د القاعدې د مشر اسامه بن لادن، له وژل کیدو سره د ترور ضد مبارزې کې یو بدلون رامنځ ته شوی دئ او که نه، کرزي وویل: نه دا یوه پیښه وه، په حقیقت کې په ټوله سیمه کی باید نور دیر څه وشي کرزی په خپلو ځرګندونو کی داهم ویلی دی چې په افغانستان کې د طالبانو بیا قدرت ته رسیدل له امکان څخه ډیره لیرې خبره ده. هغه په دغې مرکه کې ویلی دی: چی هغوی یعنې طالبان کولای شي چې په ټاکنو کې ګډون وکړي. خو موږ به هغوی ته اجازه ور نه کړو چې بیا دا هیواد تر خپل کنترول لاندې راوړي
دا په داسی حال کی ده  چی د رارسیدلو راپورنو له مخې د ملي يوالي په نامه یوې مخالفې د سياسي جبهې  دمی په ۱۸ نیټه په کابل ښار کې د افغانستان او امريكا ترمنځ د ستراتیژیک تړون له لاسليك د خپل مخالفت د څرګندولو لپاره لاريون وكړ لاريونوالو، چې په پروان مېنه کې د جمعې له لمانځه وروسته پیل وشو مرګ په امريكا شعارونه وركول او د بهرنيو ځواكونو د وتلو غوښتنه يې كوله او اوسنى افغان حكومت يې د بهرنيانو لاسپوڅی وباله د ملي جبهې مشر انجينر احمد شاه احمدزي وويل، چې دې تړون د سولې هڅې له خطر سره مخامخ كړي او نور به هم په دې جګړه كې خلك وژل كېږي د هغه په خبره د افغانستان او امريكا ترمنځ ستراتيژيك تړون به جګړه  تر ۲۰۲۴ كاله پورې اوږده كړي او په كې به افغان ماشومان، ښځې او سړي شهيدان شي انجنر احمد شاه چی په خپله په کابل کی دځمکو دغصبولو په تور او ځینو نورو جنایتونو تورن دی  تاکید وکړ چې د ستراتیژیک تړون مانا دا ده چې امریکايي پوځیان به تل ترتله په افغانستان کې پاتې کېږي ،د دې لاريون تنظيم كوونكي او د ملي جبهې يو تن غړي حاجي فريد خبردارى وركړ چې دا تړون له ځانه سره اوږده خونړۍ جګړه په مخ كې لري د ملي يوالي د جبهې غړي وحيد مژده د افغانستان او امريكا ترمنځ ستراتيژيك تړون د افغانانو د ملي يووالي په زيان او د افغانستان د تجزيې په مانا وباله..
یو شمېر رسنۍ او کارپوهان دا ډول لاریونونه د ګاونډیو هیوادونو، په تېره بیا د ایران اوپاکستان په لمسه بولي. د مشرانو جرګې غړي نثاراحمد حارث په دې اړه له رسنيو سره په خبرو كې بې له دې چې د دې لاریون یادونه وکړي، وویل، ګاونډي هیوادونه دې د افغانستان او امريكا ترمنځ د ستراتيژيك تړون په باب اعتراضونه او مخالفت په خپل هېواد كې  وكړي نه په افغانستان كې په افغانستان کې له بهرنيو نظامي اډو سره د مخالفت ملي متحده جبهه په داسې حال کې  ښيې چې په همدې سند کې ټينګار شوى، چې امريکا د افغانستان ملي حاکميت ته د احترام او له دغه هېواد سره د مرستو ژمنه کوي او په افغانستان کې د دايمي پوځي تاسيساتو د جوړولو په لټه کې نه ده دغه راز په ياد سند کې راغلي دي، چې امريکا په افغانستان کې د داسې حضور هڅه نه  کوي چې د افغانستان ګاونډيانو ته ګواښ ورپېښ کړي
مګرم دملی یووالی دلاریون بر خلاف  د ملي شورا اکثره غړي د کابل او واشنګټن ترمنځ د ستراتیژیکو اړیکو د تړون پلویان بلل کیږي؛ خو د دې شورا ځینو غړو ته ګواښونه شوي، چې دغه تړون رد کړي ،د افغانستان د ملي شورا یو شمیر غړي وايي، چې د دوی شخصي امنیت ته له موجودو ګواښونو سره سره به د افغانستان او امریکا ترمنځ د ستراتيژیکو هماریکو تړون رد نه کړي هغوی وايي چی د (داد الله فدادي محاذ) په نوم د یوې ډلې له خوا یې د موبایل ټلیفون له لارې په دې اړه ګواښونه ترلاسه کړي دي په دغه پیغامونو کی دملی شورا غړو ته په جدی توګه ویل شوی ده که دغه تړون  تصویب کړی نوله مر ګه سره به مخامخ شي د مشرانو جرګې  ځینی غړی  چې دغه پیغام یې ترلاسه کړی دی ویلی دی چی، ددغو ګواښونو تر شا د ایران او پاکستان لاس دی چې په وینا یې د افغانستان او امریکا ترمنځ له تړون سره مخالف دي ،د هغوی په وینا دوی ته په لیږل شویو پیغامونو کې راغلي چې که چیرې دوی د افغانستان او امریکا ترمنځ تړون تصویب کړي، نو د مشرانو جرګې د غړي مولوي ارسلان رحماني له انجام سره به مخ شي دمشرانو جرګی غړی ښاغلي داود حساس ویلی دی چې ده ته د قاري حمزه په نوم یوه کس په دې اړه زنګ هم وهلی چې ځان یې د ملا داد الله د فدايي محاذ ویاند معرفي کړی دا هغه کس و چې له نامعلوم ځای نه ی د مولوي رحماني د وژنې مسئولیت هم پرغاړه اخیستی و
لوېدیځوال او افغانان پاکستان د افغانستان د بې ثباتۍ اصلي عامل بولي او وايي تر څو چې پاکستان د افغانستان په اړه خپل نیت نه وي بدل کړی ګرانه ده چې په دې هیواد کې سوله او ثبات راشي په دی باب د می دمیاشتی په ۱۹ نیټه دپاکستان په چمن ښارکی دپاکستان پرضد او دافغانستان په پلوی پراخ لاریون وسو په دغه لاريون کې چي د پښتونخوا پارټۍ لخوا رابلل سوی و، لسګونو زرو تنو ګډونوالو د پاكستان د دولت پرضد او د افغانانو په پلوى شعارونه وركول او د پاكستان له څارګرې ادارې آى،ايس،آى او نورو حكومتى ادارو څخه يې غوښته كوله چې په بيلابيلو نومونو د افغانستان په كورنيو چارو کې لاسوهنه بس کړي او نور پريږدي چې افغانان په يوه سوله ییزه فضا کې ژوند وكړي تر لاريون وروسته پراخه غونډه جوړه سوه چې د سیمې مشرانو پکې ویناوې وکړې. هغوی په خپلو خبرو کي وويل چې افغانان دا مها ل د بهرنيو لاسوهنو په ځانګړى ډول د ګاونډيو ملكونو دلاس وهنو له امله په ډير بد حالت كى ژوند تيروي او د پاكستان استخباراتي ا داره یې په كلونو كلونو دافغانستان په كورنيو چارو کې په لاسوهنه تورنه كړه د دوی په وینا آی ایس آی وسلوال ترهګر په ديني مدرسو کي روزي او بيا يې افغانستان ته د ورانکاره فعاليتونو لپاره استوي.پای سلام خان