رفيع الله روشن
هغه وخت چې مونږ لا دکمپيوټراوانټرنېټ له نوم سره هم اشنا نه وو،غربي نړۍ پکې ريسرچونه کول،دکمپيوټرپه وسيله يې داسې کارونه کول چې دانسان فکر به ورته حيران شو،انټرنېټ يې داسې استعمالوه چې زموږ عقل به يې له منلو هم عاجز ووځکه موږلا دداسې يوڅه په اړه هېڅ نه وو اورېدلي، هغوبه له دغوالکترونيکي وسايلو څخه په هغه ډول استفاده کوله
يوه ورځ مې له يوه بهرني سره دچټ له لارې خبرې کولې،هغه اصلاً دفلپين وو،خو اوسېده په امريکاکې،پوښتنه يې رانه وکړه،چې دکوم ځاى يې؟
ماورته وويل دافغانستان،بېرته يې ژرراغبرګه کړه،ښه هغه چې ډېر جنګونه پکې کېږي؟
داخبره يې ډېره بده راباندې ولګېده،په حقيقت کې هغه په حقه وو،خوماته يې خوندرانکړ،ځواب مې ورکړ نه!هغه چې له چاڅخه خپل کور کلى او هېواد ورک شي نو سريې دې ځاى ته راوځي،دالکه دژرندې دناوې پشان دى هرڅه ورته پخپله رامنډې وهي.
هلک زماپه برخورد پوى شو،بخښنه يې وغوښته،وروسته مې ملګرى شو،يوه ورځ مې ورته وويل:دسکيپ ادرس دې راکړه چې مخامخ درسره خبرې وکړم او ودې وينم،هغه ځواب راکړچې دسکيپ اى ډي نه لرم،مايې علت ورڅخه وپوښت ،خوهغه وويل چې خوزه يواځې فيسبوک کې اکاونټ لرم،نوهغه به په کوم وخت کې وکاروم.
وګورئ هغه په داسې يوه ځاى کې ژوند کاوه چې حتى روزمره ژونديې په انټرنېټ پورې تړلى دى ،اما يواځې يوادرس يې لاره،خوپه افغانسان کې به داسې خلک ډېرکم پيداشي چې انټرنېټ سره دې بلد تياولري اودى دې په يوه(ID) بسنه وکړي،دلته خو يونفرپه يوه وخت کې له ياهو،جيميل،فيسبوک،هاټميل،ټوېټر،نيمبز اونورکاروي،حال داچې هغه به رسمي دنده هم لري، نوڅه فکر کوئ چې هغه به دومره وخت له کومه کړي چې په دومره وخت کې ټولوته رسيده ګي وکړي، اوايا ددغومره ادرسونو جوړولوته په رښتياهم ضرورت شته؟
ترټولوهم جالبه اوهم له عيبه ډکه خبره خولاداده چې يوشخص چې نارينه به وي دنجونو په نوم ادرسونه جوړوي او هلکانوته پرې دوکى ورکوي،ځينې خوبيادومره کم ظرفه او له انسانيته لرې هم پيداکېږي چې کله کوم هلک ته دوکه ورکړي اوهغه هلک ترې نمبروغواړي اوياورسره دخبروکولو ووايي نو،په کور کې خور،مېرمن اوياهم دکورنۍ نورې زنانه غړې مجبور کړي ترڅو له ده سره دالوبه روانه وساتي.
يوهلک پاڅېږي اوبل ته دوکه ورکوي ايادايو مناسب کار دى؟په داسې حال کې چې په افغانستان کې له هغو خلکوڅخه چې اقتصادي وضعه يې ښه اوبرابره ده دهغو کورنيوشمېرزيات دى چې له اقتصادي ستونزوسره لاس اوګرېوان دي،اوپه سلوکې څلوېښت هم دغووسايلوته لاسرسى نلري نوبياڅنګه کېداى شي چې له هلکانودې په فيسبوک کې دنجونوتعداد زيات شي،دغه لوبه يواځې په فيس بوک کې روانه ده،ځکه فيس بوک هغه پاڼه ده چې په هرو اتو ثانيوکې پکې يوشخص ګډون کوي،نوپه داسې انډوخرکې بيا دهېڅ پته هم نه لګي.
څه موده مخکې يوملګرى له مصرڅخه راغلى وو،پوښتنه يې وکړه چې په افغانستان کې څو ټلوېزيونه خپرونې لري،موږورته وويل داسې دقيقه شمېره يې معلومه نده خو ترپنځه ويشتو اوړي،حيران شو ګوته يې په غاښ کړه،اوپه وارخطايۍ يې وويل پنځه ويشت!؟
موږ وويل هوکنه ،هغه نه منله ويل يې چې له څولسيزو وړاندې په مصرکې ټلوېزوني (انځوريزې )خپرونې شته خو تراوسه هم په ټول مصر کې دټلويزيونونو شمېره له لسونده اوښتى،اوتراوسه داسې هم ندي شوي چې کوم ټلوېزيون دې دحکومت ياولس تر انتقادلاندې راشي،مګر فکر وکړئ يوه لسيزه کېږي چې افغانستان کې انځوريزې خپرونې اوچينلونه پيداشوي دي شمېريې نن تر دېرشوهم اوړي،اوغيرله څو دانو څخه نور تاسو يو ټلوېزيون ماته په ګوته کړئ چې ډېرى خپرونې يې له اسلام ،شرعيت اونافذه قوانيوسره په ټکر کې نه وي.همدارنګه راډيوګانې (صوتي)خپرونې وګورئ چې د ځوانانو اوپېغلو لپاره دعشق اومينې کولو لپاره ترټولو ښه او اسانه وسيله ده،څلورويشت ساعته پکې مبتزلې خپرونې ،موسيقي اوډرامې خپرېږي،اياهمداسې بايد وشي اوايازموږپه هېوادکې يواځې راډيوګانو،ټلوېزيونونوته اړتياده؟په داسې يوهېوادکې چې شپه اوورځ پکې له هر ګوټ څخه دمرګونو ،ويرونو اورانيو خبرونه اورېدل کېږي اوليدل کېږي، دهمدې شيانو ضرورت شته؟
مبايل ته به راشو،داهم دشيطان هغه صندوقچه ده،چې ټول ځوانان يې بې لارې کړل،همد اوس په افغانستان کې پنځه مخابراتي شبکې په فعاليتونوبوختې دي،چې يودبل پرضد دي،خو دځوانانو خولۍ ګانې په غوړوکې پرېوتې دي دهر شبکې څخه يو سيمکارت لري،خويوسيم په سل افغانۍ دى،يوځل چې له جينۍ سره رخ شي نوبيا يې الله مل شه،کار اوروزګار ورڅخه پاتې وي،جلۍ هم دهمدې وخت په ارمان وي ،دهغوى نور کار څه دى خوبس يوتڼۍ کېکاږي او مسکال ورکړي نو بيادى دنربچى چېرته ورته دټينګې وي،داهم ورته بېغيرتي ښکار ي چې جينۍ مسکال راکړ اوزه ورته فون ونکړم داسې کله کېږي،خودابه ورنه هېر وي چې بېګاه يې هم دکورنۍ ځينوغړيو ډوډۍ خوړلې اوځينې نهار ويده شوي دي اوله هغې نجلۍ څخه هم داسې څوک نه وي چې پوښتنه ورڅخه وکړي ، چې له چاسره خبرې کوې،ولې خپل وخت ضايع کوې اوياولې له يونامحرم شخص سره خبرې کوې، اويا جواز لري اوکنه؟ ددې دويلو هم ورته څوک نه وي،خوپوښتنه دلته پيداکېږي چې داهرڅه له کومه شول،چاراوړل اودڅه په خاطر يې راوړل؟
داهرڅه په هېوادکې لس کلنې نازلې شوې دېموکراسۍ راته وکرل،ځکه موږخوهسې هم ددېموکراسۍ په معنى او مفهوم نه پوهېږو بس وايو چې ديموکراسي ازادۍ ته وايي اوکاملاً ازادي،خوداچې په رښتياهم دېموکراسي څه ته وايي اوڅنګه بايد ترې استفاده وشي په دې نه پوهېږو اونه غواړو پرې پوه شو.