زمادرېيم واده

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
شکيل احمد رفيقزى
شنبې له ورځې نه په هڅه کې وم چې د خپلو ر اډېوي خپرونو په لړ کې د نيم ولس (ښځو ځانګړې) خپرونې لپاره د ښځو ژوند ،ستونزې ،اجتماعي او سياسي حقوقو په اړه ورسره خبرې وکړم .
يوه  ورځ د بشر حقوقو خپلواک کمېسيون دفتر ته ورغلم ،له ساتونکي د ګوتې په اشاره   د ثبت او راجستر خونه راوښوده،د خونې له مسؤول سره له روغبړوروسته مې نوم ،
شميره وليکله او ترامضاءوروسته د خپل ملګري چې د څارنې او څيړنې مسول و څنګ ته ورغلم ،له ښه راغلاست ورسته يې راته وويل:دا پېښه عاجله ده دا خلاصه کړم ، بيا به سره خبرې کوو .
پيښه رښتيا هم عاجله او دردونکي وه د ننګرهار په يوه ولسوالې کې د ۵ کلنې انجلې واده تيار و او هغه هم د همدوره عمر هلک او يا له دې زيات د عمرله خاوند سره ، ليکل شوي پاکټ يې خپل بل کارمند ته ورکړل چې عاجل يې يادې ولسوالې ته ورسوي او له ولسوال پرته يې بل چاته ورنکړي ، همکار يې هم لکه داور ورکي  له خونې ووت .
ملګري مې له ما را سره خبرې خبرې پيل کړې،   ور ته مې  د (۵ کلنې اجلې واده )خبره ياده کړه چې داخوعجيبه او ډېره درونکې ده، هغه سوړ اسولي وکېښ هو ډېره ډېره درونکې ده خو دلته له دې ډېرې غمجنې پېښې راځي .
زه او دى په خبرو ،و چې  يوه سپين سرې   ښځه چې ۱۰ کلن ماشوم له لاسه رانيولې وه او نيغ په نيغه زمونږ خواته راغلله د سپين سرې زړې ښځې او ۱۰ کلن ماشوم د دواړو په سترګو کې اوښکې ډنډ ،ډنډ کېدلې ښځې په ټور ټکري کله خپلې سترګې پاکولې اوکله د ماشوم .
ښځې   بې واره په سلګو کې وويل دخداى لپاره داڅنګه دولت دى ،څنګه اسلام دى اوڅنګه اسلامي نظام دى ،مسلمانانو پرما ډېر ظلم  شوي د شپې يې د ځوى له کوره وتښتولم په ۴۰ کلنۍ عمر کې په سپين سر خرڅه کړلم ،د دې جملې په ويلو يې سره دښځې له سترګو لکه د اوړي له تورې وريځې چې تندر او برېښنا(الماسک) هم ورسره وې د باران په شان اوښکې را وورېدې او  ګريوانه ته يې پناوړله او ماشوم هم د زلزلې په شان سلګو واخيسته .
ما هم په ډيره وارخطايې سره چې په زړه ښځه يا ماشوم بې هوشي رانه شي او فکريې بلې خواته واړوم زر مې په لاس کې د بېسکوټ نيمه ټوټه ماشوم ته ورنزدي کړه ډاډګيرنه مو ورکړه،دهغې دستونزې په حل کولوکې مې ملګري ژمنه ورسره وکړه،زړې سپين سرې ښځې د ژوندن قيصه داسې راپيل کړه ، (( له پېغلتوب وروسته مې  پلار يو کليوال ته ورکړم ډېر ښکلې او ارام ژوند مې درلود، يو ځوى او يوه لور مې واو يوه لور مې په ګېډه وه چې خاوندمې له ورپيښې ناروعۍ   مړ شو زه کونډه شوم او اولادونه مې ايتمان شول، خپل لېور (د مېړه ورور ) راته درې مياشتې وکتل او له هغې وروستې يې زه په وهلو ټکولو په زور ځان ته په نکاح کړم له دوهم مېړه سره مې ژوند ډېر تريخ شو يوه ورځ يې راته په زوره   د سپګو درمل راکړل ومې خوړل په هغې مړه نه شومه ، خو بيا خوشخاله په دې وم چې له خپلو اولادونو سره يو ځاي وم.
له دوهم ميړه مې درې لوڼې پيداشوې او د عمر ډېره برخه مې دلته تيره کړه ،لوڼې مې چې يو څه رالوېې شوې نو ده هم طلاق راکړ او خپل ځوې کره يې وشړلم ځوى ته مې واده وکړ ، او خداي ج څخه مې ځوي ته زامنو او ځان ته لمسيانو دوګانې کولې .
بله ورځ مې ځوي په کور کې نه وو د کلي يو مشر او زما دا دوهم مېړه چې ماته يې طلاق راکړي و د شپې لخوا يې د ځوي له کوره وتښتولم ۱۲۰۰۰۰ زره کلدارې په ډېر لرې ځاي د تيرا غرونو کې په شيو کلي کې په يو سپين ږيري سړي خرڅه کړم اوزما د انکار سره سره په ناخوښۍ کې په ما نکاح وتړله ، شپه او ورځ سبا کيدل، او هېڅ مې سترګې له اوښکو نه وچېدلې ،دلته ښځې بياښه په سلګيووژړل ،زياته يې کړه شپه ، ورځ به مې د خپلو بچيانو ، پلارګنۍ او نور دوستان په ياد اوښکې تويولې.
۱۷ کاله وروسته مې دريم ميړه مړ شو، اوتر هغې وروسته د دغې کورنۍ خلکو راسره کومک وکړ او ما ته يې خپله کورنې پيداکړه .
۱۴ ورځې کيږي چې خپل ځوي کره راغلې يم اينګورمې راته وويل يو کال کېږي چې ځوې دې د کلي خلکو بندي کړي، هغه له خپل تره اود کلي مشر سره په دې دعوه راپورته کړې وه چې زما مور مو سپين سر ولې خرڅه کړېده چې اوس يې د مړي او ژوندي پته  نشته ، او ځوي مې اوس ننګرهار په محبس کې پروت دى،   وايې ۱۸ کاله قيد پرې ختلې دي نو دلته د بشر حقوقو ادارې ته د ځوي د خلاصولو اومخلالفينوته يې د سزا غوښتولو لپاره راغلې يم ، د دې جملې په ويلو سره يې دټکري پيڅکه سترګوته پورته کړه او هډکيوونيوله.