شکيل احمدرفيقزى
د کار او ټولنيزو چارو رياست د معلولينواومعيوبينو اتحاديې ته ورغلم، تر څو د خپلې راډيوي خپرونې (ستړې کړيکې ) لپاره د مظلومو او بې وزلو خلکو د زړه حال وپوښتم .
يوې راکړل شوې شميرې ته مې زنک وواهه ځان مې ورته معرفي کړ،زه (......)يم هل (......)رسنۍ سره خبريال يم غواړم ستاسودفترته درشم
له روغ بړ وروسته مې د ټوکې په ډول ورته وويل په دې غريبي کې ستاسو څومره لوکس دفتردى، ټولو وخندل اوزياته يې کړه :ولاداهم راته يوموسسې جوړ کړى دى زمونږ د دولت په وس کې دومره څه چېرې دي .
ما چې په دفتر کې ناستو خلکو ته وکتل د چا سترګه نه وه ، د چالاسونه او د پښي، په سترګو مې توره شپه شوه ،فکرمې چکر وکړ، خو ژرمې الله ج څخه د خپل کامل اوجود شکر ادا کړ اوبيا مې خپلو بې وزله افغانانو ورونو خويندو په ناخوالو او دردونو افسوس ښکارکړ .
ناستوخلکوته مې مخ واړوه چې څوک حاضردى له ماسره خبرې وکړي،داچې هريوه يوعالم ستونزې اوناخوالې لرې نو يوله بل څخه مخکې کېدلى او د زه ،زه نارې يې وکړې،ماترې دوه تنه انتخاب کړل،نوورته مې وويل چې دوى به هم ستاسوپه نماينده ګۍ خبرې وکړئ ،ټولوراسره ومنله.
له لومړي تن مې د نوم پوښتنه وکړه، په ډير افتخار يې راته ويل زما نوم ميرويس اتل دي ميرويس مې کورني نوم دي چې د ډاکتر نجيب اله په حکومت سرتيري وم هېواد ته مې خدمت او کورنۍ ته يو کپله (مړۍ)وچه ډوډۍ ګټله نو په هغه وخت کې ماين ووهلم يوه پښه مې له لاسه ورکړه په روغتون کې وم چې پلار او مور مې سرته ولاړ او راته يې وويل چې هيواد ته د خدمت په لاره کې دې پښه له لاسه ورکړه ځويه ته اتل يې .
بل تن چې خپل ځان يې روزي خان را وپيژاند او په مخ يې د بې وسۍ نښې له ورايه ښکاريدې
ده هم به هره خبره کې خپل ځان اتل راپېژاند او وويلې چې د وطن د ازادۍ په لار کې مې پښه شهيده شوې ده.
خو جالبه داوه چې ټول معلولين اومعيوبين هغه خلک وو چې کلونه وړاندې يو بل ته د مجاهد (اشرار) او کمونېست په نوم په سنګرونه نيول او د يو بل په وينو نه مړيدل .
خو اوس دواړه په يوه خونه کې ناست له خپلو ليډرانو ناراضه ،سوال او خيرات ته تګي د ټولنې د اوږو بار او د بې وسۍ شپې او ورځې سبا کوي .
نو ته ووايه! چې د افغانانو روان او تير کې حالت کې څوک اتل دى