ددرونداستادپوهاندزياردزېږدد۷۵مې کليزي له امله

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
محمدصفرخواريکښ دنمارک
ژوندی ستوری
«چې دستار تړي هزاردي          ددستار سړي په شمار دي »
دګران افغانستان دورځنيوويرژلوپېښو،اودملي يووالي،ځمکنۍ بشپړتيااوملي واکمنۍ پرسردروانې سوداګرۍ په هکله پرځورونکو اوخواشينوونکوخبرونوسربېره مې دخوښۍ وړ يومطلب په ځينووبپاڼو کې ترسترګو شو.      
  
خبردپښتوژبې ديوځلانده ژوندي ستوري  پوهاندمجاوراحمدزياردزېږد۷۵مې کليزې دلمانځغونډې په هکله و.                                                                                                                                                                                               
دخبرپه لوستلوسره سملاسي راته تېروختونه څه دکابل پوهنتون کې دهغه داستادۍپه مهال اوڅه ترهغې راورسته د پښتوژبې دپرمختيااوپياوړتياله پاره دخپل قدرمن استادزيارصېب دزړه له کومي اغېزمن زياراوکوښښ راپه زړه شو. په ۱۳۵۲ل کال کې دکابل پوهنتون دادبياتواوبشري علومو پوهنځي دژورنالېزم په څانګه کې مې دزده کړودوروستي کال په مهال دپښتو ژبې په مضمون کې داستادزياردشاګردۍ وياړ درلود. زمااودپوهاندزيارصېب ترمنځ دشاګردۍ اواستادۍ اړيکه له پوهنځي نه زمادلاسوند په ترلاسه کولوپرې نه شوه. ما داطلاعاتو اوکولتور په وزارت اودهېوادپه بېلابېلو چاپي رسنيوکې ددندو په مهال دزيارصېب دليکنو لوستل ديوژورناليست په توګه خپله يوه اړينه دنده ګڼله اوډېرنوي څه مې ترې زده کول ـ دالړۍ لاتراوسه دوام لري ـ خوکله چې په ګران هېوادکې ماته ديوې ملي او ترټولو پخوانۍ ورځپاڼې«انيس» دپازوال دنده راوسپارل شوه،زما په غوښتنه دادبياتو پوهنځي دپښتوڅانګې زماددووپخوانيواستادانو (استادمجاوراحمدزياراواستادجلال الدين خان ) چې دزړه له تله ورته درناوي لرم له ځانګړې پېرزوينې څخه برخه من وم. دوۍ دواړودرنواستادانوله حق الزحمې پرته  ددولتي مطبعې ودانۍ کې زما دوترته کله ناکله پرما دخپل راتګ مهرباني کوله اوپه ورځپاڼه کې په پښتوژبه دخپروشويومطالبوپه هکله ددوۍ مسلکي لارښوونې په پام کې نيولې.زما دمالوماتو له مخې دباختر اژانس دپښتوڅانګه اودهېواددهغه مهال ځينې نورې رسنۍ هم دزيارصېب -ددغه پياوړی اوژمن استاد- له مسلکي لارښوونې اوهمکارۍ برخه منې وې.  زما له انده،هغه څانګيزچوپړچې پوهاندزيارپه دې څولسيزوکې دپښتوژبې دپرمختيااوبډاينې له پاره کړې،تردې  دمه يې ساری نه لېدل کېږي.زيارصېب په خپل مسلک کې بې بديله  اودپښتوادب د هسک ځلاندژوندي ستوری دی.                                                                                                                                                               
پياوړي استادپوهاند زيارته دزېږددکلېزې دزړه له کومې مبارکي وايم اوهغولندن مېشته دودياليو ته چې دده دادبي چوپړ دقدردانۍ په موخه يې دده دزېږېدود۷۵مې کلېزې دلمانځغونډې نوښت کړی،کورودانی وايم .              
محمدصفرخواريکښ دنمارک          ۲۰۱۲/۰۴/۲۰