افغان ادبي ناستې ناروې کې غونډه وکړ

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
په ناروې کې مېشتو ليکوالو، شاعرانو او افغان فرهنګپالو او  د ادب  مينه والو يوه  لويه غونډه  او  له ولولو ډکه مشاعره  وکړه  ٠
د غونډې په لومړۍ برخه کې د غونډې کوربه   اجمل اټک  يوسفزي ، دسوکسس پوهنتون  استاذې دوکتورس  کيري  وپن ،په ناروې کې د افغانستان لويې سفيرې ليکوالې او ژورنالستې مېرمن مونيژه  واصف باختري استاد ناقد ، د کابل پوهنتون پخواني استاد  دين محمد کارواني ، داکتر نذير نعيمي او د غونډې سمبالوونکي  حاجي محمد اسحاق امانزي
، په  اروپا او ځانګړي  توګه  په ناروې کې د مېشتو افغانانو او د هغوۍ په  ادبي او کولتوري  کړنو او هلو ځلو خوږې  او ژورې  خبرې او  ويناوې  وشوې٠ د غونډې  دويمه برخه مشاعره  وه چې  ګڼو خويندو او  وروڼو شاعرانو په کې  شعرونه واورول ، پاتې دې نه وي  چې د  غونډې وخت  د ماځيګر له پينځو بجو ان  دشپي تر نهه بجو  وغځيد ٠ په مشاعره  کې دغو ښاغلو شعرونه واورول:مېرمن نور سراج  ساپۍ، امانزي،  جنرال  رباني وطنيار،مېرمن انيسه رحيمي ژواک، ډاکتر پايز، مونيژه پوپل ، احمدجان  پايز، اټک يوسفزي، مېرمن غوټۍ، زهير پکتين ،شمشير خان،استاد ناقد، ريدي ګل ساپي، ډاکتر جاويد رباني  ، پسرلي ژواک ، شکران خوشال ، ميرزاخان احمدزي، علم خان خوږياڼي، مختار رحماني ، خليل جان  مزينه وال ، سنګرخيل ، اسماعيل  او يو شمېر نورو ښاغلو٠ ياده وي چې نوموړې  غونډ  د تکړه عکاس او د ( Multivision  production)  د مشر ښاغلي سليمان او همدا ډول د تکړه او منلي کيمره من  ښاغلي مستقل له خوا فلم شول چې البته ډېر ژر به د غږيزو او تصويري مطبعاتو له خوا درنو مينه والو ته وړاندې  شي٠
زهير پکتين