رفيع الله روشن
وروستى ديدن د ځوان ،تاند ليکوال او شاعر سردارولي څرک لومړنى ژباړل شوى اثر دى،چې په جلا ل ابادکې د(ختيځ )خپرندوى ټولنې لخواچاپ شوى دى،دغه اثر له اردو ژبې څخه پښتو ته ژباړل شوى ناول دى،چې ليکوال يې انوراحسن صديقي دى،ډېرپه زړه پورې دى،دناول کيسه ددرې کورنيوپه ژوند راڅرخي ، مرکزي کرکټر ونه يې جميله،اميرخان،مظفرالدين اورئيسه
امير خان چې دمختار له خور سره مينه لري نو نه غواړي چې جميله له ناصر سره واده وکړي،داځکه چې مختار ورته له غوږه تېره کړې ده ،که چېرې غواړي له خور سره يې اميرخان واده وکړي نو دى بايد خپله خور جميله مختار ته ورکړي،کنه هېڅ امکان نلري.
خوجميله چې په بار بار له خپلې کورنۍ څخه پټه د ناصرليدولپاره ځي،نو امير خان مجبورشي چې خپل يو نوکر فضل ته دهغې دڅارنې اوتجسس دنده وسپاري،اوددې څارنې په نتيجه کې يوه ورځ ناصر اوجميله يوځاى په باغ کې دځينوخبرواومشوروپه حال کې نيسي،اوټولې خبرې يې امير خان ته کوي،چې په پايله کې يې جميله دخپل ورور اميرخان لخوادتبرپه واسطه وژل کېږي،چې په ان پان کې دجميلي دقتل تور مظفرالدين چې پلار يې دى،ددې لپاره چې ځوى يې وژغورل شي اوزندان ته ولاړ نشي،په خپله غاړه اخلي،هماغه وي چې په محکمه کې پرې ١٤کاله قيد خېژي،د١٤کالوپه موده کې يې زندان هم تبديلېږي،اوباالاخره ازادېږي،خودناول دريمه برخه يوڅه مبهمه او ګونګه ده،هغه په دې معنى چې کله د امير خان پلار له زندان څخه ازادېږي اوله هماغې ورځې بيا هم دځوى په لټه کې وي، چې دالټه هم ډېر وخت په دربرکې نيسي،،حتى تر دې چې په همدې نامعلومه اوبې ادرسه پلټنه کې خپله يوه پښه هم له لاسه ورکوي، ژوند يې نيمګړى کېږي،خوبياهم دى دځوى دموندلو او يوه ورځ له هغه سره دمخامخ کېدواودځوى اواينګور ديواځينۍ نښې (لمسي) منيرپه غېږ کې نيولو هيله له زړه څخه نه وباسي،اوتمه لري چې هرو مرو به يوه ورځ ددې سفر لړۍ پاى ته ورسېږي اوخپل هدف ته بۀ ورسي، خوځوى يې هم نور دپلار هغه شان پوښتنه نه کوي لکه دپخواپشان، کله چې اميرخان دهغه دمېرمنې لخوا دتل لپاره په ژوند کې يواځې پاتې کېږي ،دى له رئيسې سره،چې دمختار کونډه وه،واده کوي،نور خپل پلار هېروي اوهغه هم په ډېرې بې تفاوتۍ سره.
په دري کې يو متل دى چې (جوينده يابينده است)په همدې شان يوه ورځ امير خان يوې خيريه ټولنې ته دمرستې وړلوپرمهال په هغه دفتر کې يو سپين ږيرى چې د چکسونو پرمټ ولاړ دى اوځينې چارې مخته يوړي، ځان يې مصروف کړى دى،امير خان ورته متوجه کېږي يوڅه پرې شکمن هم شي خوکله چې هغه بابا دده په لور راوګوي نو دى سل فيصده باوري شي چې هغه بل څوک نه بلکې مظفرالدين دى دامير خان خپل لپار،اما بياهم نه غواړي چې له هغه سره وګوري، هغه په غېږکې ونيسي دهغه دکلونو ارمان پوره کړي،داچې منير يعنې د مظفرالدين لمسى او د امير خان زوى له هغې ورځې چې نړۍ ته يې له راتګ څخه يې خبر شوى وو په زړه کې يې ور ته ډېره لويه تنده پيداشوې وه او هغه تنده يې نن ور خړوبه کړې واى برعکس په تېزۍ سره دخيريه ټولنې له دفتر څخه ووت،خوعلت يې معلوم نه شو چې ولې يې داسې وکړ،ايا د رئيسې مينې اوشتودى دومره ړوندکړى وو چې دهغه پلار مينه هم ورڅخه هېره شوه چې دده لپاره يې خپل ١٤کاله ژوند دتوروتنبوشاته تېرکړ،دده لپاره يې دخپل ژوند ملګرې بلقيس له لاسه ورکړه او دده لپاره يې خپل ټول ژوند قربان کړ؟
خوپه ټوله کې ناول ډېر په زړه پورې اوپه خوږه او ساده پښتو ژباړل شوى دى ،ښاغلى څرک صاحب هم ډېر زيار اېستى دى ،اوانشاء الله که هڅه وکړي نو په راتلونکې کې به هم نورې ډېرې لاسته راوړنې ولري.
ژباړه کومه ساده خبره نده او هرڅوک يې کولى هم نشي،يوه ليکنه اوياکتاب چې له بهرنۍ ژبې څخه ژباړل کېږي په ډېره زياته پيمانه انرژي غواړي،ډېروخت ته ضرورت لري،ډېرې مطالعې ته اړتيالري،او ډېرې هڅې غواړي ،زماپه اند چې اول خوبايد ژباړن له هغې ژبې سره چې اثر ورڅخه ژباړي پوره بلدتياولري،يواثربايدهېڅکله هم په داسې لهجه ونه ژباړل شي،چې يواځې ژباړن اوڅودګوتوپه شمار خلک پرې پوه شي، اومطلب ترې واخلي،بلکې ددې لپاره دې وژباړل شي چې هرڅوک پرې پوه شي، خو ترکومه ځايه مادڅرک صاحب ژباړل شوى ناول ولوست ډېر خونديې راکړ اوماشاء الله ډېر بريالى راته په نظر راغى،لکه څرنګه چې يې پخپله هم يادونه کړې چې ناول يې ډېر خوښ شوى وو،په لومړيوکې يې لږ ترې ژباړلى ،خو وروسته يې ورته کار ويلى دى،چې دادى ګټه يې تر موږاونورو ډېرومينه والو ورسېده، ،دى دناول په ژباړه کې ځلېدلى اوخپل مهارت يې په ډاګه کړى دى زماپه اندکه دالړۍ همداشان روانه وساتي نو پايله به يې تر دې هم ډېره مثبته وي.
ما (ليکوال)پخپله ښاغلى سردارولي څرک له نږې ندى ليدلى خبرې مې ورسره ندي کړي،خودده عکس مې دهمدې ناول (وروستى ديدن)پرشا ليدلى دى خوکه په مخه راشي اوس يې هم نه پېژنم ولې چې عکس او اصلي څهر سره فرق کوي،خودده ډېره شاعري مې لوستې ده، ډېره ښه شاعري کوي،چې خورا خوند پکې پروت وي.
دى دې بريالى وي.