له امریکا سره د امنیتي تړون پر سر هم خبرې اترې دوام لري

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
سلام خان
ولسمشر حامد کرزي دامریکا سره دستراتیژیک سند له امضا کیدو ځخه یوه ورځ وروسته (می،۳،پنجشنبه )په کابل کې له رسنیو سره په خپلو لومړنیو خبروکی د يوې خبري غونډې په ترڅ کې وويل، چې افغانستان او امريکا به د دې تړون له لاسليکولو وروسته د امنيتي قرارداد په اړه خبرې وکړي
د هغه په وينا، د دې امنيتي تړون له مخې، د افغانستان او امريکا ترمنځ له ٢٠١٤ څخه تر ٢٠٢٤ کال پورې امنيتي – پوځي اړيکې تنظيمېږي حامد کرزى ویلی دی چی، له امريکا سره د ستراتيژيکو همکاريو په تړون کې د افغانستان ګټې په پام کې نيول شوې دي او له امريکا سره امنيتي تړون به هم په دې صورت کې لاسليک شي، چې په هغه کې د افغانستان ګټې په پام کې ونيول شي د امريکا او افغانستان ترمنځ د ستراتيژيکو همکاريو تړون،وړمه شپه (می،دوهمه) د دواړو هېوادونو د ولسمشرانو ترمنځ په کابل کې لاسليک شو دغه تړون د افغانستان او امريکا ترمنځ د دوو خپلواکو هېوادونو په توګه د دوديزې لويې جرګې د وړانديزونو او د افغانستان د ملي حاکميت په پام کې نيولو سره د ملګرو ملتونو د منشور له مخې لاسليک شو.
امريکا د ستراتيژيکو همکاريو په سند کې د افغانستان ملي ټينګښت ته درناوى او له دغه هېواد سره د مرستې ژمنه وکړه او ويلي يې دي، چې په افغانستان کې د دايمي پوځي اډو په لټه کې نه دي.کرزي زياته کړه: " چی دامنیتی تړون  په هکله  مذاکره به زموږ د اوسنيو خبرو په پرتله ستونزمنه وي. په هغه کې د افغانستان ملي حاکميت، د امريکا ملي حاکميت، د افغانستان ځينې ګټې او د امريکا ځينې ګټې او داسې نور بنسټيز ټکي نغښتي دي چې پر سر به يې په جدي ډول او ستونزمنه مذاکره وشي ،. "
ولسمشر زياته کړه، هغه مهال به د دې تړون په اړه هوکړه وشي، چې د افغانستان ټولې ګټې په کې خوندی وی
د هغه په وينا، که چيرې امريکا په بشپړ ډول د افغانستان ګټې په پام کې ونه نيسي، نو د ياد شوي امنيتي تړون لاسليکول به شوني نه وي نوموړی هیله څرګنده کړی ده چی افغانستان او امریکا توافق ته سره ورسیږې.
کرزي ویلی دی: "موږ هيله لرو چې امريکا د افغانستان حساسيتونه درک کړي، چې زموږ ملت يې لري او امريکا داسې لاره خپله کړي، چې موږ يې غواړو او په خپله لاره ټينګار ونه کړي کرزي زياته کړه: "موږ د هغوى ګټې هم په پام کې نيسو، داسې نه کوو، چې هر څه له هغوى نه واخلو، لکه څنګه مو چې په اوسني تړون کې له هغوى اخيستي دي، په هغه کې به داسې نه وی نوموړي وويل چې د افغانستان اساسي قانون ته درناوى او د افغانستان ګاونډيو ته درناوى په ستراتيژيک تړون کې راغلي دي هغه زياته کړه: "په اساسي قانون کې د نظام مرکزيت د افغان حکومت بل شرط و، ځکه چې د امريکا کانګرېس مينانو غوښتل، چې په افغانستان کې فدرالي نظام رامنځ ته شي ،کرزى ویلی دی چی موږ امريکا ته وويل چې په افغانستان کې د نظام مرکزيت بايد ومنئ او په تړون کې بايد راشي، چې راغلي دي.
د هغه په وينا، امريکا ژمنه وکړه چې تر ٢٠١٤ کال پورې له افغانستان سره داسې مرستې کوي، چې د افغانستان مالي احتياجات رفع کړي او نه پرېږدي، چې د تېرو لسو کلونو لاسته راوړنې له منځه ولاړې شي.
همدارنګه نوموړي وويل، امريکا د افغان پوځي ځواکونو د غښتلي کولو په برخه کې هم مرسته کوي او داسې مرسته کوي، چې افغان ځواکونه وکړاى شي په خپلواک ډول له خپلې خاورې دفاع وکړي ،په ياد شوي تړون کې له افغانستان سره د امريکا د مرستو اندازه نه ده په ډاګه شوې، خو کرزي وويل چې امريکا چمتو ده، څو د افغانستان د پوځي ځواکونو د تجهيز او لګښتونو لپاره په کال کې ٢،١ ميلياره ډالر مرسته وکړي ،همدارنګه نوموړي په ډاګه کړه، چې دوه ميليارده نور ډالر به د ناټو غړي هېوادونه په شيکاګو کې د ناټو د مشرانو په کنفرانس کې اعلان کړي هغه ویلی دی چې د امريکا حکومت ژمنه کړې، که چېرې د افغانستان د ځواکونو د غښتلتيا لپاره د ناټو د غړو هېوادونو د مرستې په اعلان سره د دوه ميليارده ډالرو ژمنه ونه شي، امريکا حاضره ده، چې پاتې پيسې هم ورکړي د هغه په وينا، که چېرې پر افغانستان د ګاونډيو هېوادونو له خوا تېرى کېږي، نو د امريکا او ناټو ځواکونه به د افغانستان په خوا کې ودرېږي ،حامد کرزي ویلی دی، چې په ٢٠٠١ زېږديز کال کې بهرني ځواکونه د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د پرېکړې له مخې افغانستان ته راغلل او د همدې پرېکړې له مخې يې عمليات او اجراات کول، چې د افغانستان د خلکو او حکومت له نيوکو سره مخ وو هغه زياته کړه: "د افغانستان د خلکو ملکي تلفات، د افغانستان د خلکو د کورونو پلټنې، د افغانستان د خلکو کورونو ته د شپې له خوا تلل، ځانګړي عمليات، په افغانستان کې بهرني زندانونه، د بهرنيانو له خوا زموږ د خلکو بندي کول، دا ټول هغه مسايل وو، چې له ترهګرۍ سره د مبارزې په نامه او د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د پرېکړې له مخې هغوى په افغانستان کې ترسره کول؛ دا چې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا پرېکړې هغوى ته دا اجازه ورکړې وه او که نه، بله پوښتنه ده، خو په دې نامه په افغانستان خپلسرۍ کېدې ،کرزي ویلی دی، چې په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو د قانوني کېدو، د خلکو د برحقه غوښتنو د پوره کولو، د ملي حاکميت ټينګښت او د افغانستان اساسي قانون ته د درناوي په موخه به د افغانستان او نړيوالې ټولنې ترمنځ څو کلنې اوږدې خبرې وشي د هغه په وينا، د خبرو اترو په پايله کې د شپنيو عملياتو او افغاني لوري ته د بهرنيو زندانو مسووليت د سپارلو په برخه کې د افغانستان غوښتنې ومنل شوی کرزي ویلی دی چې په موافقه کې پخلی شوی چې ناټو او امریکا به د بهرنیو خطرونو او ګواښونو په وړاندې د افغانستان ملاتړ کوي ده زیاته کړه:که پر افغانستان حمله وشي، چې زه یې ناشونې بولم- هیڅ هیواد به پر افغانستان په نظامي یونیفورم کې منظم پوځي یرغل ونه کړي،  دوی به د اوس په شان پر افغانستان پټې حملې وکړي- خو که احیاناً داسي کار وشو امریکا او ناټو به زموږ ترڅنګ ودرېږي د ده په وینا افغانستان اوس د هغو هیوادونو په منځ کې هم، چې د ناټو غړي نه دي خو د امریکا نژدې متحدان دي، د امریکا لوی متحد ګڼل کېږي او له هغو ټولو امتیازونو برخمن دی چې د امریکا متحدان یې لري
ولسمشر ویلی دی،چی امريکا منلي دي چې د زندانونو چارې به په څلورنيمو مياشتو کې افغانستان ته وسپاري
هغه زياته کړه: "اوس د افغان دولت مسووليت دى، چې د افغانستان اساسي قانون او نور قوانين پلي کوي او د خلکو د حقونو، د افغانستان د خلکو د کورونو خونديتوب او د افغانستان د اساسي قانون په پام کې نيولو سره اقدام وکړي؛ نو مسووليت زموږ دى، پلي کول يې زموږ دي او همدارنګه زموږ مسووليت دى، چې د ترهګرۍ له هر ډول تېري او هغه تېري څخه چې له ترهګرۍ سره د مبارزې په نامه ترسره کېږي، افغانستان وساتو.
هغه له طالبانو او وسلوالو مخالفينو وغوښتل چې راشي، د سولې له پروسې سره يوځاى شي او د بهرنيو ځواکونو د شتون لپاره هېڅ پلمه پرې نه ږدي ،هغه طالبانو ته په خطاب کی ویلی دی چی: "طالبانو وروڼو! افغانستان د ځواک په لور روان دى او د عزت خاوند دى، راشئ چې زيات قوت ورکړو او افغانستان ته زيات عزت ورکړو او له نړيوالې ټولنې سره نېکې اړيکې ولرو هغه ویلی دی: "د ترهګرۍ ځالې له افغانستان څخه بهر دي، له دې وروسته بايد له ترهګرۍ سره مبارزه د افغانستان د خلکو په کورونو او کلو کې ونه شيهمدارنګه حامد کرزی ویلی دی چی ، چې ډېر ژر د افغانستان او جرمني ترمنځ د ستراتيژيکو همکاريو سند لاسليکېږي او د شيکاګو په کنفرانس کې به دا ډول تړون له استراليا سره هم لاسليک شي.
ولسمشر کرزي په دې خبري غونډه کې یو ځل بیا ټینګار وکړ چې راتلونکو ټاکنو ته د قانون او د خپلې شخصي غوښتنې له مخې د کاندیدیدو هوډ نه لري. هغه هیله څرگنده کړه چې د افغانستان راتلونکې ولسمشریزې ټاکنې به رڼې وې ځکه چې په دغو ټاکنو کې به هیڅ ډول کورنۍ او بهرنۍ لاسوهنې وجود و نه لري ،کرزي همداراز ویلی دی  چې د ستراتیژیکو همکاریو په تړون کې ئې پر امریکايي چارواکو منلې ده چې د افغانستان په ټاکنو کې به بهرنیان هیڅ ډول لاسوهنه نه کوي.پای سلام خان