تحرير: پايندخان خروټی
چېرمين: خلق ريسرچ اينډ انفارمېشن فورمدا بریښنالیک پته د چټیاتو تر وړاندې ساتل کیږي. تاسې د جاوا سکریپټ فعالولو ته اړتیا لرئ څو یې وګورئ.
زه نن د يوۀ پښتون شاعر د زړه ږغ د خپلو لوستونكو پر شونډو باندې زمزمه كول غواړم، هغه وايي:
دا زموږ نصيب دى چې په وينو كې مزل كوو
يو دښمـن چې ووهــو بيا بل وهـو بيـا بل وهو
پښتونخوا وطن له دريا امو څخه نيولې بيا تر دريا اباسين پوري د تاريخ په اوږدو كې وخت پر وخت د يونان سكندراعظم، ايران، عرب، چنګېز، مغول، بريتانوي استعمار او ضيا انيډ کمپني پر دې خاوره باندې د خپلو منګولو د ښخولو لپاره بېلابېلې دسيسې او پروپېګنډې پر كار راوستلې خو په خپلو ناپاكو موخو نامراد او نا مينده پاته شول. دا د پښتون افغان لپاره د سرټيټېدو پر ځاى په لوړ سر د ژوند كولو جذبه او ولوله ده چې له امله يې په وار وار د دوى د را پرځولو پر زياتو هڅو برسېره هم هغوى د سيمې پر سياسي او پوځي ډګر باندې د بيرته را څرګندېدو توان تر لاسه كړى دى.دا تاريخي حقيقت دی چي څومره د وريشمي کابل دښمنان پيدا کيږي خدای پاک په پښتون افغان وطن کښي د ملي جذبې او افغاني غرور څه ډک د خپل ننګ او ناموس د ژغورني لپاره ويښ زلميان پيدا کوي.
د خېبر دره يې لار د تلو راتلو ده
په کابل او پېښور کښي افغان يو دی
د ګلونو او رنګونو ښار کابل ځانته خپلي ځانګړتياوي لري دا د پېړويو څخه په سينټرل ايشيا په زياته په پښتونخوا وطن کښي د مترقي سياست،نوي علمي جهان بيني ، جديد فيشن ، روحانيت ، او محبوبيت محور ګرزېدلی دی. دا يواځنی ښار دی چي په لېدو باندي يې سړی فخر او غرور کولی شي دا د ټولي نړۍ د هېوادو په پلازمينو کښي د لوړتيا اعزاز لري. د سوويت يونين دسو شلسټ انقلاب صرف دوه کاله وروسته په لومړي وار برطانوي سامراج څخه د استقلال اعلان کولو وياړ هم د کابل په برخه شو. وس يې په نړۍ کښي د Most Growing Cityنوم ګټلی دی. د شو بيز په هکله د تهران،بمبۍ او ډيلي په مقابله کښي يو ځل بيا خپل وزرونه وغوړول او په روان ميلادي کال ۲۰۱۲ کښي يې تر ټولو زيات ايف چينلز لرونکي ښار تاج هم د کابل په سر شو. دا زما لپاره ډېر د نېكمرغۍ ځاى دى چې د افغانستان د پلازمېنې (پايتخت) كابل د ليدو هيله او ارمان مي درې ځله په ډېره ښه توګه تر سره شو، خو له يوۀ ډېر لوړ شخصيت او د درانه ږغ لرونكي څښتن ډاكټر نجيب الله شهيد سره د ليدو خوب مي د تل لپاره يو بې تعبيره خوب پاته شو. لومړى ځل كله چې د ۲۰۰۷م كال په اګست كې د افغانستان د علومو اكاډمۍ په كابل كې د خان شهيد عبدالصمد خان اڅكزي پر هراړخيز شخصيت باندې درې ورځنى سېمينار جوړ كړى و، زما د كابل د ليدو ارمان پوره شو دويم ځل د ۲۰۰۹م كال د جولاى پر ۲۷مه نېټه له حاجي فاروق خان مومند او خپل ګران ملګري نذرمحمد بړېڅي سره يو ځاى د كابل د ليدو وياړ بيا را په برخه شو. په دغو شپو كې له ښه مرغه په كابل كې د (روښاني تحريك) په اړه درې ورځنى نړيوال سېمينار هم پيل شوى و. او دريم ځل چي د پښتو نړۍ واله څېړن غونډه د لومړي ځل لپاره په کابل کي کيدونکي نو د کابل ديدن مو په برخه شو.
د سړي سترګي له خوشالۍ او اريانۍ څخه و برېښي چې په غوړېدلي او بسيا كابل كې يو ځل بيا په نړيواله كچه د پوهنې، سياست، تجارت او د سينګار او فېشن د مركز جوړېدو څرك يې تر سترګو شي. د خدای پاک شکر دی چي افغانانو پر دوى باندې له اوږدې تپل شوې كورنۍ جګړې، وينو تويولو، وژنې او لوټمار او د بارودو له لوګيو څخه خلاسون وموند. ما په خپل زړه كې يو ډول خوشالي او هوسايي احساس كړه چې په كابل كې د تنكيو ځوانانو په لاسونو كې د ټوپك او كلاشينكوف پر ځاى قلم او كتاب واخيستی آئين او ملي اردو يې ځان لره جوړه کړه. د لويو سړكونو خو په ټول هېواد كې يو ډول جال خپور شوى دی او په نوي پرمختللي طرز خو بې شمېره ودانۍ جوړې شوي دي او ځيني يې تر كار لاندي دي. هغه افغانستان چې د استعماري ډلو د هديرې په نامه مشهور دى، تر اوږدې مودې وروسته يې يو ځل بيا د پرمختګ، خوشالۍ او ملي يووالي پر لور ګام اخيستى دى.
د اريايي باختري تمدن له خاورې څخه را بوټېدلى د كابل سيند د افغانستان له ټولو لرغونو سيندونو څخه ګڼل كېږي. د كابل سيند تاريخي لرغونتوب ډېرې اوږدې مودې ته رسېږي چې يادونه يې د نړۍ په لرغوني مذهبي كتاب ريګ ويد(Rigved)كې هم شوې ده، همدا د كابل سيند په اټك كې په اباسين ګډېږي. د هندوكش د غرونو په لړۍ كې د پغمان د غرونو له لمنو څخه د را بهېدونكي كابل سيند له امله وروسته د اباد شوي ښار نوم هم كابل شو، كابل نيژدې درې زره كاله پخوانى ښار دى، كابل تورى د لرغونې اريايي ژبې له كوبها (Kubha)څخه وتلى دى چې د غوړېدلي او سمسور مانا وركوي.خو يو افغان مورخ او ليکوال استاد احمد علي کهزاد بيا کوبها د اوبو په مانا يادوي. په سياسي او نظامي توګه كابل ښار هغه مهال زيات د خلكو د پاملرنې مركز وګرځېد چې ظهيرالدين بابر په ۱۵۰۴م كال دغه ښار ونيو او د دې لپاره چې هند تر خپله ولكه لاندې راولي، كابل يې خپل مركز جوړ كړ.
تر بېلابېلو پړاوونو د را تېر شوي افغان ملي اتل احمدشاه بابا زوى تېمورشاه په لومړي ځل په ۱۷۷۶م كال د كندهار پر ځاى كابل د نوي افغانستان د پلازمېنې په توګه وټاكه. دا خبره هم بايد له پامه ونه باسو چې افغاني پاچاهانو به د ژمي په موسم كې په پېښور ښار كې هم د خپل مملكت د دارالخلافې په توګه ژوند كاوه. كابل ښار د پغمان، مزارشريف، لوګر او جلال اباد په منځ كې اباد دی. او دا ښار د افغانستان له ټولو غټو ښارونو سره په هوايي او مځكنيو لارو تړلى دى. كابل ښار له سمندر څخه پينځه زره نهه سوه فټه لوړ دى، له همدې امله دا پلازمېنه (پايتخت) د نړۍ له تر ټولو لوړو پلازمېنو څخه ګڼل كېږي. د افغانستان پلازمېنه كابل په انساني تاريخ كې له ډېرو تاريخي (Ups and Downs) سره مخ شوى دى. كه يوې خوا ته له سكندراعظم، تېمورلنګ، چنګېز، ايراني نادرافشار، مغولو او بريتانوي استعمارګرو يې ونيسې تر ضياءاينډ باقيات پورې پر دې خاوره باندې د يرغل له امله شرمېدلي او رسوا شوي دي، خو بل لور ته امير کروړ، ميرويس نيكه، احمدشاه بابا، امير شير علي خان، جمال الدين افغان، رهبر اميرغازي امان الله خان، رهبر کبير نورمحمد تره كى، استاد حفيظ الله امين، ډاكټر نجيب الله شهيد او صدر حامد کرزی غوندې پر ننګ مين افغان بچي هم د دې خاورې په برخه شوي دي. د ډاكټر نجيب الله شهيد تر استعفى وروسته پر افغانستان باندې په عمومي توګه او پر كابل باندې په خصوصي توګه تور تورتم خپور شو. نيوي يمه مېلادي لسيزه پر افغانانو او افغانستان باندې ډېره درنه تېره شوه،
د غټانو په لمسو سره اخته يو موږ خوارانو څه دي وړي يو لبله
په دې لسيزه كې د اسلام او جهاد په مقدسو نومونو د خپلو مسلمانو وروڼو پرېمانه وينه وبهول شوه، د پرديو په ټونګ (لمسون) او د پرديو د خوشالۍ لپاره د خپل هېواد او ملت د تباهۍ سبب شول، د خپل هېواد ټولې ادارې يې ويجاړې كړې، پر هر لوري به د انسانانو مړي پراته وو، په ميلينونو خلك د خپلو شتمنيو او پت د خوندي ساتلو په خاطر هجرت كولو ته اړ شول. د پوهنې او قانون بنسټونه خو يې په بارودو والوځول او ايره- ايره يې كړل، پر ښځو يې د ژوند ټولې دروازې وتړلې او هغوى يې له خپلو هر ډول انساني حقوقو بې برخې كړې او حتى له دولتي دفترونو څخه يې کرسۍ او پنکهې هم وتښتولې. افغانانو هغه د ذلت او بې عزتۍ سختي شېبې هم وليدلې چې د نارينه وو او ښځمنو د مرګ او ژوند پرېكړې به يې په افغانستان كې دننه هم، پرديو عربو او چيچنو كولې. د دې سره سم په چوغه او قبا کي پټ خلګو سني، شعيه، پښتو او فارسي جنګ ته لمن وويله.
د افغانستان پايتخت كابل د تاريخي ځايونو، د پرمختلليو پلورنځيو، د سمسورو باغونو، تاريخي جوماتونو، د نړيوال معيار هوټلونو، د خوندورو خوړو، سروز (موسيقۍ)، فېشن او سينګار له امله يو د ليدلو وړ او د موقعيت له پلوه د غرونو په لمنو كې پر پراخه مځكه جوړ شوى يو نړيوال ښار دى چې د كابل سيند پر غاړه اباد شوى دى، د يوې سرشمېرنې له مخې د دې ښار د نفوسو اوسنى شمېر تر څلورو ميليونو اوښتى دى، د نړۍ د هر ښار په پرتله د كابل ښار ابادي په ډېرې تېزۍ سره مخ پر زياتېدو ده. كابل پرته له دې چې د افغانستان تر ټولو لوى ښار دى، د علم، سياست، تجارت، درملنې او د پرمختللي فېش او سينګار مركز هم دى. د كابل اوسېدونكي د ډېرې خوږې او پستې لهجې لرونكي، مېلمپال، د ښې راسه درسه څښتنان او پرمختګ خوښوونكي خلك دي. له انتظامي پلوه دغه ښار په اتلسو برخو وېشل شوى دى، دا د دې لپاره چې كابل ښاريانو ته د روغتيا، پاكۍ او د ژوند د لومړنيو اسانتياوو په رسولو كې اسانتيا رامنځته شي. د افغانستان ملي ميوزيم، د كابل سټي سنټر، انټركانټينينټل هوټل، سرينا هوټل، قرغه، باغ بابر، باغ بالا، باغ زنانه، د جمال الدين افغان مقبره، د غازي عبدالله خان اڅكزي مزار، كابل ګلف كلب، كابل پوهنتون، ژوبڼ(ZOO)، كابل نړيوال هوايي ډګر او د شهيدانو هديره د كابل تاريخي او د ليدلو وړ ځايونه دي. هسې خو كابل ډېرې كوڅې او بازارونه لري چې په هغوى كې يې نوى ښار (شهرنو)، خوشالخان مېنه، دارالامان، ميكرويان، وزير اكبرخان مېنه، پښتونستان چوك، څلورمه كارته، بي بي مهرو او خيرخانه مشهور ځايونه دي. څرګنده دي وي چې كابل ښار سره له دې چې د افغانستان پلازمېنه ده، ځان ته بېل والي او ښاروال هم لري، چې هغه د افغانستان د كورنيو چارو وزير او ولسمشر ټاكي. د ورېښمي كابل د ښايست او ښكلا اندازه د ظهيرالدين بابر له دې خبرې څخه لګېداى شي چې هغه له خپل پلارني ټاټوبي سمرقند او بخارا نيولې تر ممبيي او ډيلي پورې د ټولو سيمو كونج- كونج وليد، خو هر څه يې پرېښوول او پينځه سوه كاله وړاندې يې هم په بشپړه منځنۍ اسيا كې د ځان لپاره كابل غوره كړ. په خپل ژوند كې يې خپلو خپلوانو او ملګرو ته دا وصيت وكړی چي كه زه مړ شوم نو ما په كابل كې ښخ كړئ، نو په دې توګه څرګنده شوه چې ډېرو لويو- لويو پاچاهانو هم د كابل د ليدو او په دې ښار كې د خپل وروستي كور (مقبرې) د لرلو هيله كړې ده.
د زدكړې بهير په ډېرې چټكۍ سره پر مخ روان دي. كابل پوهنتون، د كابل پولي تخنيك ليسه، د طب پوهنځى، د افغانستان له امريكايي پوهنتون پرته په سلګونو دولتي او شخصي پوهنځي، ليسې، د انګليسي ژبې او كمپيوټر د زدكړې مركزونه پرانيستل شوي دي. له دغو دولتي او شخصي تعليمي او هنري مركزونو څخه زده كوونكيو- چې نجونه او هلكان پكې شامل دي - په ښه توګه استفاده كوله. خلكو له زدكړې سره زياته مينه او لېوالتيا لري، په ډېرى تعليمي ادارو كې سهار او ماسپښين دواړه وختونه زدكړې وركول کيږي. دا مهال په كابل پوهنتون كې نيژدې لس زره محصلين- نجونې او هلكان - په زدكړه بوخت دي، كابل پوهنتون څلورشپېته (۶۴) پوهنځي لري چې تر شپږو سوو زيات استادان د خپل زړه په وينو د پوهنې او شعور ډېوه پكې بله ساتي.
د يوۀ هېواد په ملي پرمختګ او خوشالۍ كې رسنۍ (مېډيا) ډېره لويه ونډه لري. دا مهال په افغانستان كې شپوږ دېرش ټلويزوني چينلونه، در پنځه سوه زيات ورځپاڼې او مجلې، څلورپنځوس ايف ايم او نړيوالې راډيوګاني په پای تخت کابل کښي خپروني كوي. دا ټولې رسنۍ شپه ورځ تبصرې او تحليلونه، مالوماتي پروګرامونه، موسيقي، ډرامې او د وخت تېري پروګرامونه خپروي. چې خلګ يې په ډېره مينه اوري. په پښتو، انګرېزي او دري ژبو هم ورځپاڼې خپريږي، خو د ورځپاڼو د لوستلو دود ډېر كم دی او خلګ له سياسي او امنيتي حالاتو څخه د خبرېدو لپاره راډيوګانې ډېرې په مينه او په غور اورېدلې.
له علمي او ادبي نړۍ سره تړاو لرونكي د قلم څښتنان كه څه هم د شمېر له مخې لږ دي، خو د كار او هڅو له پلوه ډېر فعال او غښتلي دي.کابل اکېډمي اف سائنسز، رېجنل ريسرچ سنټر او مېرمن کلتوري ټولنيز بهير د خلګو پر لږوالي او د وسايلو پر نشتوالي برسېره هم سر و كال د هېواد په كچه او په نړيواله كچه له سېمينارونو او مشاعرو پرته بېلابېلې علمي او ادبي غونډې جوړوي. د دوى د دغو نه ستړي كېدونكيو هڅو له امله ګڼ شمېر كتابونه او څېړنيزې مجلې خپرېږي، په نړيوالو سېمينارونو كې له ټولې نړۍ څخه خلكو ته بلنه وركوي او همدارنګه د نړۍ په هر هېواد كې چې پښتانه ليكوال اوسېږي دوى په پرله پسې توګه له هغوى سره په تماس كې وي. دا خبره په ځانګړې توګه د يادونې وړ ده چې اوسمهال په كابل ښار كې د ښځينه ليكوالو او شاعرانو يوه بېله علمي او ادبي ټولنه هم په فعاليت بوخته ده، چې (مېرمن كلتوري- ټولنيز بهير) نومېږي او دا ټولنه په پرله پسې توګه اوونيزې علمي او ادبي غونډې كوي.
زه به دلته د ښاغلي عبدالله مقري صرف درې خبري له تاسې سره هم شريكه كړم. هغه ويل:
1. د کوټي ډېر ښاغلي او په پښتو مين خلګ دي. په هغه کښي ډېر داسي خلګ سته چي کابل يې ليدلی نه دی. مګر بيا هم په کابل سر ورکوي.
2. كله چې يو طالب يا مجاهد ماته وايي چې ما جهاد كړى دى نو زه په ځواب كې ورته وايم چې ما هم جهاد كړى دى، چې هغه وايي ما د شوروي اتحاد په خلاف جهاد كړى دى نو زه ورته وايم چې ما د امريكې په خلاف جهاد كړى دى.
3. وروسته ښاغلي مقري موږ په خپل موټر كې د شهيدانو هديرې ته بوتلو چې هلته د ثور انقلاب شهيدان ښخ وو. دۀ ويل دا زموږ هغه سربازان دي چې په دوى كې يو يې هم په اسلام اباد، تهران، لندن او امريكا كې ماڼۍ يا بنګله نه لري او نه هم په دوى كې هيڅ يوۀ خپله ملي خزانه لوټلې ده. اوس تاسې وواياست چې هغه په عياشۍ او ارام سره ژوند تېروونكي ريښتيني ملتپال او پر هېواد مين خلك وو او كه دا زموږ په زرګونو سرتېر شهيدان شوي خلقيان وروڼه؟ مقري ويل ظالمانو د دغو پر ملت او هېواد مينو قرباني شويو پتنګانو له قبرونو څخه هم شيان غلا كړل، له همدې سره يې سترګې له اوښكو ډكې شوې.
د افغانستان روښانه راتلونكى له پښتون افغان ځوانانو سره تړلى دى ځكه د علم او شعور په ګېڼه ښايسته كسان د خپل ملت او هېواد د خوشالۍ او پرمختګ لپاره ګړندۍ هڅې كولاى شي. دوی دي خپل قدم او قلم Back to the Basic په تناظر کښي پکار راولي چي د پښتون افغان اوريجنيلټي ته لار جوړه شي . دا وخت دې ته اړتيا ده چې د نړۍ ملتونه په افغانستان كې د بون تړون عملي كړي، د دې هېواد ادارې او ملي اردو ته عصري روزنه وركړي چې دوى په خپله تكړه او په پښو و درېږي، پر هر ډول بهرنۍ لاسوهنه بنديز ولګوي، په ځانګړې توګه د افغانستان څنګلوري (ګاونډي) هېوادونه بايد له هر ډول لاسوهنې را وګرځوي.هسي خو د تاريخ په اوږدو کښي اهل سياست او اهل قلم په خپلو نغمو او ترانوکښي کابل جان ژوندی ساتلی دی.په کار ده چي هغه ټولو ترانو ريکارډ محفوظ سي . په اخر کښي زه ټول ريډر شپ ته دا لاندي شعرونه ډالۍ کول غواړم.
کابل په دې دنيا جنت يادېږي
لکه د سرو ګلونو هار ښکلې دی
لندنه تا باندي يې نه درکوم
ښار د پارس نه ننګرهار ښکلې ده
زه د لاهور او د ډيلي په ځمکو
خړه دره د خېبر نه ورکوم
لندن تا باندي يې نه ورکوم
ښار د پارس نه ننګرهار ښکلې دی