سلام خان
د افغانستان، پاکستان او امرېکا درې اړخيزه غونډه چی په اسلام آباد کې دوی ور ځی وړاندی جوړه شوه دغه در ی اړخیزه غونډه دپورته دری واړه هیوادونو تر مینځ شپږمه غونډه وو چی دځینو معلوماتو پر اساس په بریالیتوب پای ته ورسیدله په دغه غونډه کې په افغانستان کې د امنيتي ستونزو او په پاکستان کې د افغان کډوالو د اړوندو مسایلو په اړه بحث شوی دی
د امريکا، افغانستان او پاکستان په دغه دوه ورځنۍ غونډه کې دملګرو ملتونو او امریکا پر هغه تور لیست باندی کوم چی د۱۴۰ تنو طالبانو نومونه شامل دی هم بحث شوی دی غو نډی له ملګرو ملتونو غوښتي دي، چې د طالب مشرانو نومونه دې له تور لست نه ليرې کړي ،د پاکستان سيمه ييزو رسنيو د رېپوټونو له مخې، په ياده غونډه کې پرېکړه شوې، چې په ملګرو ملتونو کې يوه درې اړخيزه ډله رامنځته شي، چې د طالب مشرانو د نومونو او پر دغه ډله د تحريمونو د ليرې کولو لپاره به په ګډه کار وکړی.
له بله لوری د طالبانو ویاند ذبیح اله مجاهد په اسلام اباد کې د افغانستان، پاکستان او امریکا وروستۍ درې اړخیزه غونډه د طالبانو په لیکو کې د نفاق اچولو لپاره دسیسه بللی ده او ویلی یی دی چې دوی به د امریکا غوښتنو ته سرټیټ نه کړي ، د طالبانو د ویندوی ذبیح الله مجاهد له قوله په یوه خبرپاڼه کې ویل شوی دی چی: نوموړې کميټه به په اصطلاح هغو مجاهدينو ته د پنا ځای پيداکولو،سهولت ورکولواو سفر دلارو چارو برابرولو هڅه کوي چې غواړې امريکايي غوښتنوته د سولې په نامه سرټيټ کړي، د افغانستان اسلامی امارت داسې شراچونکې شومې هڅې غندې همدارنګه ذبیح الله مجاهد وايلی دی چی اسلامی امارت ديو لوی، لوړ او مقدس آرمان لپاره جهاد کوي او په صفوفو کې هيڅ داسي څوک نشته چې هغه دې دخپل مشرتابه له حکمونو او په عموم کې خدای مګړه داسلام له لارښونو سر وغړوي او دڅوډالرو، مرتبې او چوکيو لپاره يرغلګر دښمن ته سرټيټ کړې ، په دې اړه که اوس هم امريکا اوملګرو يي مجاهدين نه وي پيژندلي دا ددوي په بشپړې ناپوهي او ځان غولونې دلالت کوي ،ولی دسیاسی چارو او دغه راز د پوځي چارو کاروپوهان ادعا کوي چې د طالبانو په لیکو کې د سولې په ارتباط ژرور اختلاف شته. د دوی په وینا ځیني طالبان تر اندازې زیات سخت دریځي دي او هیڅکله روغه نه مني. خو په طالبانو کی ځینی مینځ لاری هم شته دی چی دخبرو او دسولی دلاری غواړی دافغانستان وموجوده بحران ته دحل لاره پیدا کړي له هغو جملی ځخه ملا اغا جان معتصم دطالبانو په تحریک لومړی نفر دی چی په دی پو هیدی چی طالبان باید دنظامی ځواک تر ځنګ سیاسی او دسولی پرو ګرامونه هم ولری او دطالبانو په تحریک کی دی لومړنی شخص و چی په همدی خاطر یی دځینو چینلونو له لاری دغرب سره ځو کاله مخکی دخبرو لاره اورا کړه ، ملا معتصم د طالبانو په تحریک کي د دوی د حکومت تر نسکورېدو پوري خورا ځواکمن سړی وو او د ملا عمر د مالیې چارو وزیر وو. د طالبانو د حکومت تر ړنګېدو وروسته معتصم لومړنۍ طالب قوماندان وو چي په پاکستان کي یې افغان طالبانو د بغاوت لپاره سره منظم او تمویل کړل. د طالبانو د کوټي د شورا د غړي او مشر په توګه نوموړي په پاکستان او په خلیج کي د تیلو غني هیوادونو کي د طالبانو لویو تمویلونکو ته لاس رسی درلود ،د ۲۰۰۹ م کال په پای کي د ملا معتصم قدرت هغه وخت پای ته ورسیده چي کله دی د غرب له استازو سره بېله اجازي په تماس نیولو تورن سو. پر اغا جان باندي دا تور هم و چي کله د طالبانو حکومت نړېدئ، په هغه وخت کي یې د تحریک له خزاني څخه ملیونونه ډالره پټ کړي دئ خو دی دا تورنه ردوي او وایې چي له دولتي خزاني څخه یې یو غیران هم نه دئ پټ کړی او د کوټي شورا هم په دې اړه کوم ثبوت نه لري. ملا اغا جان وایې چي ده ټوله شیان تر دې مخکي چي کابل پرېږدي مسولو کسانو ته وسپارل ،خو دا اختلاس د اغا جان یواځنی جرم نه وو او په حقیقت کي دده لویه ګنا په تحریک کي دده خپل سرانه کارونه او پریکړي وې. په تحریک کي هغه وخت دده دښمنان خورا ډېر سوه چي کله ده له امریکایانو او غرب سره پر خبرو کولو ټینګار وکړ،معتصم هغه وخت خپل اعتبار له لاسه ورکړ چي کله یې پر خپل سر په خلیج له ارو پایی چارواکو سره دسولی دخبرو لپاره په پټه تماسونه ونیول نوموړی چی په ترکیه کی استو ګن دی و دهلی بیست ور ځپا ڼی ،ته دخپلی ځانګړی مر کی په طرځ کی ویلی دی ، چي د افغانستان لانجه یوازي د سیاسي لاري حل کېدای سي. دی زیاتوي چي نوره جګړه یوازي افغانستان ته نوره وراني او تباهي راوړي. دی د نورو توندلارو په شان ددې هیله نه لري چي باید بیرته دي د طالبانو رژیم پر افغانستان واکمن سي. ملا اغا جان وایې چي زما په نظر د طالبانو د رژیم واک ته رسېدل د افغانستان د لانجي د حل لاره نه ده او تر ټولو ښه لار دا ده چي نوري ټولي سیاسي ډلي د افغانستان په روانه سیاسي کښتۍ کي سپاره سي. دی وایې چي ما طالبان نه دي پریښي او زیاتوي چي زه طالب وم، طالب یم او طالب به یم ،ملا اغا جان ویلی دی چي د افغانستان لانجه یوازي د سیاسي لاري حل کېدای سي. دی زیاتوي چي نوره جګړه یوازي افغانستان ته نوره وراني او تباهي راوړي. دی د نورو توندلارو په شان ددې هیله نه لري چي باید بیرته دي د طالبانو رژیم پر افغانستان واکمن سي. ملا اغا جان وایې چي زما په نظر د طالبانو د رژیم واک ته رسېدل د افغانستان د لانجي د حل لاره نه ده او تر ټولو ښه لار دا ده چي نوري ټولي سیاسي ډلي د افغانستان په روانه سیاسي کښتۍ کي سپاره سي. دی وایې چي ما طالبان نه دي پریښي او زیاتوي چي زه طالب وم، طالب یم او طالب به یم ،ددې ټولو مشکلاتو سره سره معتصم وایې چي د طالبانو تر واک لاندي سیمو کي باید بشري او پرمختیایې کارونو ته اجازه ورکړل سي. دی وایې چي موږ په دې پوهیږو چي ځني انجوګاني په افغانستان کي په رښتوني توګه د افغانستان له مسکینو خلکو سره مرسته کوي. دی زیاتوي چي ښوونځي د افغانستان لپاره بیخي ضروري دي او افغانان باید له تعلیم څخه محروم پاته نه سي او دغه انجوګاني کومه سیاسي اجنډا نه لري او غواړي چي یوازي له غریبو افغانانو سره مرسته وکړي معتصم ددغه منځلاري نظر سره سره د ملا عمر د ځایناستي په توګه تر ملا برادر چي د ملا عمر مرستیال وو قوي کاندید وو. خو ملا برادر د ۲۰۰۹ م کال په پای کي نوموړي د کوټي د شورا د غړیتوب په شمول له ټولو پوسټونو څخه وشړئ. پاکستان ملا برادر د ۲۰۱۰ م کال په لومړیو کي ونیوئ او تر هغه وروسته نه بیا چا لیدلی او نه یې اواز اورېدلی دئ. معتصم هم تر ملا برادر یوه میاشت وروسته ونیول سو خو ډېر ژر
بېرته ایله شو خو مخکي له دی مولوی اغا جان معتصم د افغان طالبانو په منځ کي خورا مهم کس بلل کیدی خو موقف یی هغه وخت ډیر ضعیف شو چی کله دطالبانو دکوټی دشورا له مشر توب څخه لیری کړي تر څو بالاخره په تیر اګسټ کي نامعلومو کسانو په کراچي ښار کي په ګولۍ وویشت. په سپینه ورځ د کراچي په ښار کي د دغي وژني هڅي مسولیت هیچا په غاړه وانه خیست خو یو شي چي له ورایه څرګند دئ هغه دا چي په تحریک کي توندلارو غوښتل هغه له مخه لیري کړي او مولوی اغا جان پوهیږي چي ولي دئ په ګوليو وویشتل سو. ده په تحریک کي د دې جرات وکړ چي باید طالبان د ملکي افغانانو بشري اړتیاوو ته احترام ولري او د سولي خبري پیل سي.معتصم وایې چي دی د طالبانو څخه نه دئ جلا سوی او یواځینی دلیل چي زه په ترکیه کي یم هغه زما تداوي ده. په ترکیه کي سره له دې چي دده نوم د امریکا او ملګرو ملتونو له خوا د ترهګرو په تور لیست کي دئ ښه هرکلی یې سوی دئ. دده کوربانه غواړي چي د هیواد په بیارغونه کي یې مهم رول ولوبوي او د افغان کشالي ته د سولي کیلي ومومي. دی وایې چي زه د ترکیې له حکومت څخه منندوی یم چي بېله کومه سیاسي شرطه یې زما سره طبي مرسته وکړه. معتصم زیاتوي چي زه په انکره کي یوازي د بشري طبي مرستي لپاره اوسیږم.پای سلام خان.