حمیدالله فیضي
نن د غوايې اتمه نيټه چې پر ١٣٧١ کابل ته د مجاهدينو د راتگ له لومړۍ ورځې سره سمون لري. له نن څخه پوره شل کاله مخکې پر همدې ورځ د کمونسيتي رژيم د وروستي ولسمشر ډاکتر نجيب الله په گوښه کېدو سره مجاهدين کابل ته راننوتل. خو مجاهدين کابل ته په راننوتو سره د يوه ګډ ولسمشر د ټاکلو پر سره سلا نشول.
د غميزې پيل او د ثور اتمه يې دوام بولي.
لومړۍ به د ثور په اومې لږ رڼا اچوو:
د ۱۳۵۷ ليږديز لمريز كال د غويي د مياشتې اووم سهار و خلک د نورو ورځو په څير خپلو چارو ته دوام ورکاوه. هيڅوک خبر نه وو چې څه به کيږي، د غرمې۱۱ بجې وې چې د كابل ښار آرامه فضا د توپ ډزو ماته كړه او له ډزو سره سم د ارګ او دفاع وزارت له ودانيو څخه د لوگيو تورې ليكې د اسمان په لور پورته شوې. په افغانستان کې د کمونيستي رژيم واکوالانو ماښام په راډيو کې بيانيې ورکړې، څو خلک وپوهوي، چې سردار محمد داود خان نور د افغانستان ولسمشر نه دى. په دې ورځ ډير بې گناه کسان ووژل شول. پر سبا باندې د انقلاب سپاهان ارګ ته ورننوتل او سردار محمد داود خان يې د هغه د كورنۍ له 17 تنو غړ�
� سره، چې ښځې او ماشومان هم پکې وو، وواژه. ددې تاريخې پيښې په دوام کې د ١٣٥٨ هجري لمريز کال د جدې په شپږمه نيټه روسانو پرافغانستان يرغل وګړ او له خپلو زغروالو شوبلو او هوايې ځواک سره يو ځاى افغانستان ته را ننوتل.
همدا راز له دې فاجعې او غميزې وروسته د خلق او پرچم ګوندونو ترمنځ د څوكيو پر سر ناندرۍ او شخړې پېل شوې، ورو ورو يې خلك پر وړاندې را پورته شول او سنګرونه يې ونيول، چې همدا ددې لامل شول چې جهاد پيل او افغان ولس د سور ښکيلاک ګر لښکر پر وړاندې جهاد پيل کړ.
نور محمد ترکى، حفيظ الله امين، ببرک کارمل او ډاکتر نجيب الله يو پر بل پسې د کمونستي رژيم د ولسمشرانو په توگه واک ته ورسيدل. خو بلاخره په ١٣٧١ هجري لمريز کال کې، چې له افغانستان څخه د روسانو له وتلو څلور شاوخوا کاله تېرېدل، په افغانستان کې د کمونيستې رژيم بيړۍ هم چپه شوه او واک د مجاهدينو لاس ته کښيوت. د افغانستان خلک چې د کمونستي رژيم زور زياتي ځپلي ول، په دې هيله ول چې د مجاهيدو په برياليتوب سره به په اسلامي نظام کې خپل خوښ او امن ژوند ته دوام ورکړي خو داسې ونشول. خلکوهيله درلوده، چې مجاهدين به له څوارلس کلن جهاد وروسته د افغانستان د خلکو د ټپو پټ
ۍ او د يوه گډ دولت په رامنځ ته کېدو به سلا شي. خو د غوايي پر اتمه کال به ته د تنظيمي ډلو له راتگ وروسته په ډاگه شوه، چې له هغوي څخه د خلکو دا هېلې بې ځايه دي، ځکه هغوي له لومړۍ ورځې د واک پر سر لاس او گريوان شول. د تنظيمي ډلو ترمنځ کور پر کور جګړې پېل شوې، چې له امله يې د کابل د ښکلي ښار په دړې وړې کېدو سربيره ددغه ښار څۀ نا څه ٦٧ زره اوسيدونکي د مرګ ګندې ته ولوېدل .
يو شمير شنونکي خو آن دغه ورځ د افغانستان د کړيدلي ولس لپاره د برياليتوب نه، بلکه په ټوله مانا د ناکاۍ ورځ بولي. په دې ورځ د افغانانو د سولې بیړۍ، چې خلکو يې ساحل ته د رسيدو هيله درلوده، ساحل ته له رسيدو وړاندې ډوبه شوه. په دې ورځ هغه څه پیل شول چې دافغانستان خلکو يې هيله نه درلوده . او دا سیاسی تشه وه چې په پای کې یې کوڅه په کوڅه جګړه پیل شوه اوپه دې توګه د ثور اتمه د یوه نوي ناورین پیل وګرځید. دغه شنونکي وايې مجاهدين د واک په مزاياوو کې ډوب شول او هرڅه يې له ياده ووتل او هغو نړيوالو قوتونو چې د روس د ماتولو لپاره له دوى سره مالي مرسته هم کوله هغې مرست�
� پاى وموند چې دا هم ددې بدبختۍ يو لامل ګڼل کيږي .
داسې وښوول شوه چې د غوايې په اتمه نیټه ګواکې دولتی واکمنۍ مجاهدینو ته ولیږدول شوه خو په حقیقت کې هغه کسان چې دتالان شوې واکمنۍ څخه بې برخې پاتې شوي ؤ دلاسته راوړلو دپاره یې جګړه پیل کړه. ځيني شنونکي وايې ددې ورځی له امله هیواد دواکمنۍ په لسګونو مرکزونو وویشل شو. دمجاهدینو ترمنځ دواکمنی په سر دخپلمنځي ګڼو جګړو له کبله په سلو کې تر اتیاوو زیات دکابل تاریخی، فرهنګی اوسیاسی ښار وران او په بشپړه توګه چور شو او په واقعیت کې یو تمدن ته اور واچول شو . دغه راز له هیواد څخه دروښانفکرانو ډله ېېزه تیښته پیل شوه .شنونکي زياتوي جهادي رهبران د روسانو او د
هغوى د ګوډاګيانو له ماتولو وروسته د اقتدار په نشه كې ډوب شول او د يو مركزي حكومت د تحكيم لپاره په يوه رهبر سلا نشول او د دوى د ځان غوښتونو په پايله كې د جهاد ثمره هم له ستونزو سره مخ او کورنۍ جګړې يې پيل کړې. هغوى زياتوي هغه قرباني چې ولس ورکړې وو د څو تنو شخصي ګټه غوښتونکو له خوا په هيڅ کې وشميرل شوه .
که څه هم ډيرۍ خلک په دې باور دې چې لدې ورځې څخه بايد لمانځنه وشي ځکه دا د افغانستان دخلاصون او د مجاهدينو دبريالتيوب ورځ ده او دافغانستان له تاريخي ورځو څخه بايد يادونه وشي .خو ځيني نور بيا ددغو ورځو لمانځنه له يوې خوا بياځلې د تفرقو او مخالفتونو ايجادول او له بل پلوه افغانستان چې دمګړۍ عادي بوديجه يې هم د نړيوالو په مرستو تمويليږي د داسې لګښتونو ترسره کيدل ورته ستونزمن بولي .
ځيني شنونکي بيا وايې تاريخې ورځې بايد د يوې لاسته راوړنې لپاره ولمانځل شي که څه هم دې ورځې ته د رسيدو لپاره يو نړيوال قوت مات شو او هغه ماته چې په افغانستان کې وخوړه خو اوس هم افغانان له بدبختۍ سره مخامخ دي او هره ورځ ماشومان، ښځې، سپين ږيري، ځوانان خپل ژوند له لاسه ورکوي نو ددې ورځ لمانځل بيا څه مانا لري.
د يادونې وړ ده چې له ١٣٧١ کال وروسته دغه ورځ هرکال د هيواد په بېلابېلو ولايتونو کې لمانځل کيږي خو د مجاهدينو د برياليتوب په شپاړسمه کليزه کې دغه ورځ د طالبانو له ترهګريزو وسله وال فعاليتونو سره مخامخ شوه، چې په کې د خلکو د يوه استازي څمکني په ګډون څو تنه ووژل شول او ددغې ورځې لمانځل يې کډ وډ کړل. دغه ورځ هرکال د پرتمينو مراسمو په بهير کې چې ډيرلګښتونه له ځان سره لري نمانځل کيږي. خو ځيني شنونکي بيا وايې دافغانستان شته سياسي ، اقتصادي ، ټولنيز ، امنيتي ، بيوزلې ، بيکاري او هغو شرايطو چې ويل کيږي د افغانستان اته ميليونه خلک د بيوزلۍ تر کرښې لاندې ژون
د کوي وکتل شي. نو د داسې ورځو د لمانځلو پرځاى دې چې پرې ميليونونه افغانۍ لګښت راځي د هغو د بيوزلو افغانانو سره مرستې وشي چې د سړکونو پرغاړې ولاړ وي خير غواړي او يا هم د خپلو ماشومانو دخوړلو لپاره هيڅ شى په کور کې نه لري. له يوې خوا ددغې ورځې نمانځنه خلکو ته د تګ راتګ ستونزې جوړوي او د يوې اوونۍ لپاره هره ورځ لارې بندې او خلک خپلو کارونو ته نه رسيږي او له بل پلوه د ملي دفاع وزارت پرواوې تر سره کيږي امنيتې پيښې زياتيږي نو لدې امله ځيني شنونکي غوښتنه لري چې لاهم افغانان له بدبختۍ نه دي ژغورل شوي نو ددې ورځې د نمانځلو پرځاى دې د افغانانو دبدبختيو او نا ا
منيو پاى ته رسولو په موخه کوټلي ګامونه پورته شي . حميدالله فيضي