(مړه مينه)اودسپين غر لمن

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
رفيع الله روشن
دکونړ دلوړوغرونوپه لــــمن کې
نابغه فرزندپيدادسيدسفدرشي
دوستانو خوښ يم چې يوځل بياديوه ښکلي زيري په لرلوله تاسوسره يم ،زيرى دادى چې دځوان ژورنالېست اوتکړه کيسه ليکونکي ضاءالرحمن حبيب سپين غر دلنډوکيسولومړۍ ټولګه (مړه
مينه)له چاپه راووته.
دغه ښکلې ټولګه چې له شلوتر درويشتولنډې کيسې پکې دي،په ښکلي صحافت اوښايسته  ډيزاين دزروټوکوپه شمار په ننګرهار کې دمومندخپرندويې ټولنې لخواتازه دچاپ په زېورښکلې شوه،دهېوادنوموتې شاعرې اوليکوالې اغلې زرلښت حفيظ پرې په ډېروښکليواوزرينوټکيوسريزه ليکلي.
مومندخپرندوى ټولنې تراوسه پورې په هېوادکې دډېرو ليکوالو،شاعرانو،ادبيانو او خصوصاً ځوانانو ناچاپ اثاروته دچاپ ګلورينې جامې په تن کړي دي چې هغوى يې لا تشويق کړي دي ،دغه بى ساري خدمتونه يې واقعاً دقدر وړدي.
سپين غر چې زده کړې يې دلېسې ترکچې دکونړولايت مرکز اسعداباد دعمراخان په ليسه کې بشپړې کړي دي،په ١٣٨٥هـ ل کې دننګرهار ولايت دښوونې او روزنې پوهتنون کې شامل اوپه ١٣٨٩کې دهمدې پوهنتون دپښتوادبياتو له څانګې څخه يې ديپلوم ترلاسه کړ،چې اوس مهال د ادبي     فعاليتونوترڅنګ دکونړ راډيوټلوېزيون نشراتي همکاراودکونړپوهنتون دادبياتوپه پوهنځۍ کې په افتخاري ډول تدريس هم کوي.
(مړه مينه) يې لومړى چاپي اثر دى،هغه دوه نور کتابونه هم لري چې دچاپ لارې څاري، يو دلنډوکيسو دوهمه ټولګه اوبل هم يو ناول دى،چې لايې ورته نومونه نه دي غوره کړي.
داچې سپين غرصيب ځوان دى، ده ته دعاکوو چې لاپه دې ادبي خدمتونوکې بريالى او ګړندى شي،تاسودکتاب لوستلوته رابولم ،سپين غر او نورور دادب دلارې لارويانو اوهڅوونکيوته دعالپاره دخداى په دربار کې لاسونه لپه کوم.