( هارډ وییر او نیټ ورکینګ
ښاغلی اجمل خان زاهد چې ۲۸ کلن ځوان دی او د افغانستان د خوست ولایت اوسیدونکۍ دی او اوس د سویټزار لینډ د جینیوا په ښار کښې اوسېږي
، پښتو ژبې ته د خدمت په ټينګ هوډ سره په دې وروستیو کې یو لړ ارزښتناکه هڅې په لاره اچولي چې په دې لړ کې د هغه د ( هارډ وییر او نیټ ورکینګ ) کتاب ژباړه ده چې اوس اوس ددې ژباړې دوهم کتاب چې له اووه برخو جوړ دی. د ۲۰۱۲ کال د فبروری میاشتې په ۲۲ نیټه دغه کتاب د ( کمپیوټر خپله زده کړۍ ۲۰۰۷ ) تر نامه لاندې له چاپه راوتی دی . دغه کتاب چې نوموړي پرې رښتنی او صادقانه کوشش کړي د ګرانو هیوادوالو ګټې اخیستو ته چمتو دی. په کتاب کې لاندې سریزې تر سترګو کېږي:.
۱. Windows Vista,
۲. Hard ware,
۳ . MS-Office Word 2007,
۴. MS-Office PowerPoint 2007,
۵ . MS-Office Excel 2007,
۶. MS-Office Access 2007,
۷. Keyboard & Shortcuts keys,
موږ ددغه ځوان د هڅو ستاینه کوو او ورته د نورو ګټورو هڅو د ترسره کولو هيله کوو .