ديپلوم انجينېر اسدالله ملکزی
څرنگه چې ښوونځې د زده كړې ځاې دې، نو باېد د ښوونځېو په ودانولو كې لاندې شراېط په نظر كې ونيول شي:
هغه ساحه چې ښوونځې پكې جوړيږي:
ېو ښوونځې باېد په هغه ځاې كې جوړ شي چې د اقليم له مخې ښه، ارامه، د گرد څخه پاك، د اورگاډو پټلېو څخه لرې او همدا رنگه د هغه سړكونو چخه چې ډېر ترافيك پر وي او هواېې ډگرونو څخه لېرې اوسي۰ ښوونځي باېد په ېو شينلۍ ځمكې چې شاوخوا ېې شين وي ، د لارې اسانتيا او د سروېسونو د تگ راتگ شراېط ښه برابر اوسي جوړ شي.
د ېو ښوونځي عمومي غټوالې:
د ښوونځي سطحه (د ودانۍ سره) ، د ېو زده كوونكي د پاره 25 m² - 30 m² پورې. د ښوونځي غټوالې د ېو ټولګي سره باېد كم تر كمه 1000 m² او ېا ددې چخه زېاد. د هر ټولګي د زېاتېدو سره 300 m² ساحه باېد ورسره زېاته شي. په ټولګي كې د ېو زده كوونكي د پاره لازمي ساحه 1,5 m² او ېا ددې چخه زېات، که 2 m² اوسي نو دا به د ټولو نه ښه وي.د ځای له پلوه د ېو زده کوونکي د پاره د ساحی حجم باېد 6 m³ اوسي.
د ېو ښوونځي لوړوالې باېد د درې پوړو (منزلونو) چخه لوړ نه اوسي. د هغو زده كوونكو د پاره صنفونه چې جسمي او ېا روحي تكليفونه لري (معېوب) دي، په اول پوړ (منزل) كې هداېت كيږي.
د ېو ښوونځي د کوټو (صنفونو) د چت لوړوالی نظر د ټولګي روښناېې او د شا و خوا ساحې پورې تړلې دې. که د ېو ټولګي بر (عرض) د 6 m – 8 m پوری وي، نو د ټولګي د چت جګوالی باېد د 3,25 m – 3,75 m پوری اوسي.
د ېو ټولګي روښنايي:
څرنګه چې زمونږ د هېواد (افغانستان) اکثره سيمې له طبعيې روښنايي څخه استفاده کوي، نو مونږ باېد د ټولګي روښنايي ته ډېره پاملرنه وکړو. ېو صنف باېد په کافي اندازه رڼا ولري، ترڅو د زده کوونکو په زده کړې ناوړه اغیزه ونه کړي. که په ېو ښوونځي کې څو ودانۍ جوړ يږي ، نو د دغه ودانېو فاصله د ېو بل څخه حد اقل 8 m او يا ددی څخه زيات اوسي. د ټولګي بېروني دېوال فاصله د عمومي رڼا (طبعيي رڼا) څخه 12 m او يا ددی څخه زيات وي. ددې د پاره چې په ېو ټولګي کې رڼا په مساوي ډول هری برخی ته ورسيږي، نو باېد د ټولګي په عمومي کړکۍ ګانو کې د تيرونو ،همدا رنګه د امکان په صورت کې د ستنو (پاېو) جوړولو څخه ډډه اوشي. د کړکۍ لاندينۍ برخه باېد د ځمکې د فرش څخه د 60 cm – 80 cm پوری په نظر کې ونيول شي، چې دا جګوالی د ېو مېز د جګوالي په اندازه دی. د کړکۍ ګانو جګوالې باېد تر چت پورې ورسيږي. د پوښلو څخه باېد مخنيوې اوشي. هغه صنفونه چې بر (عرض) يې 6,50 m دې، باېد ښي خواته ېوه بله کړکۍ ور په نظر کې ونيول شي، چې ددغې کړکۍ لاندينۍ برخې جګوالې د ځمکې د فرش څخه 1,20 m او يا ددی څخه زيات، په نورمال حالت کې باېد د 2 m – 2,50 m پوری اوسي. په وليديځو هيوادونو کې چې طبعي رڼا ډېره کمه ده نو د اکثره صنفونو مصنعوي رڼا داسې عېاريږي چې د طبعي رڼا په کمېدو او يا په ډېرېدو سره مصنعوي رڼا په اتومات ډول تغير خوري. زمونږ هيواد (افغانستان) چې د داسی تخنيک څخه وروسته پاتې دې، نو باېدد اينجينرۍ له مخې د طبعي رڼا څخه داسې داسی ګټه واخستل شي ، چې د زده کوونکو په سترګو بده اغيزه ونه کړي.
د ټولګي غټوالې، شکل او اندازه:
د 45 زده کوونکو د پاره د ېو ټولګی مساحت 6 m X 9 m………= 54,00 m²
د کوټې د چت جګوالې 3,20 m که ښه وي نو 3,50 m اوسي. د ځای له مخی د ټولګی غټوالی (حجم) 54,00 m² X 3,50 m = 190,00 m³ .
د هر کوچني زده کوونکي د پاره لازمي مساحت باېد د 1 m² څخه زيات اوسي. او او د غټو ټولګېو د هر زده کوونکي د پاره لازمي مساحت باېد د 1,20 m² څخه زيات اوسي، که ښه وي نو باېد 1,50 m² او يا ددی څخه زيات اوسي. د هر زده کوونکې د پاره لازمي د ځای غټولی (فضأ) 3,50 m³ - 4 m³ پوری او يا ددی څخه زيات. نو د ټولو نه په ښه داوي چې هر زده کوونکي د پاره لازمي د ځای غټولی (فضأ) 6 m³ اوسي.
د ټولګی د تودوخۍ درجه باېد 18 cº اوسي. په نورمال حالت کې باېد د ېو ټولګی مساحت کم ترکمه 60 m² اوسي. د چوکېو اول قطار نه تر تختې پورې فاصله باېدد 2 m څخه زيات اوسي. او د تختې نه دټولګی تر اخري قطار پورې فاصله باېد د 9 m څخه تجاوز ونه کړي. په صنف کې د پوړکۍ جوړونې نه باېدډډه وشي، هغه پوړکۍ چې د تختې مخې ته جوړيږي، باېد ډېره جګه نه اوسي، که په کوم صنف کې جسمي يا روحي رنځوران وي، نو هيڅ ډول پوړکۍ دې جوړه نه شي.
اختصاسي صنفونه:
په تقريبي ډول د هغوټولګېو د غټوالې مساحت چې د مختلفو هدفونو د پاره ورڅخه استفاده کيږي د مهنډسۍ له مخی 80 m² په نظر کې نيول کيږي.
د فزيک او کيميا صنفونه:
بر (عرض) 8 m او يا ددی څخه لوی
اوږودوالی 10 m او يا ددی څخه لوی
د ټولګی مساحت 80 m² او يا ددی څخه لوی
دغه ډول صنفونه دې داسې جوړ شي چې د صنف اخري برخه د صنف دمخکي برخی څخه لوړه وي،چې لوړوالی 2,25 m او يا ددی څخه لوړ. د قطارونو تر منځ فاصله 0,90 m په نظر کې نيول کيږوي. د تېزابو د پازه خانکيا تشت او د ګاز، اوبو او د برق د پاره ېو مرکزی کلپ يا بنديز هم په نظر کې ونيول شی. د خطر په نظر کې نيولو سره باېد په دهلېز کې دوه يا ددوو څخه زيات شي. د فزيک او کيما صنفونه کوم چې 40 او يا ددی څخه زيات د کار ځاېونه لري، باېد ځانته لاری ورته ورکړل شي. د اور مړ کولو دپاره (که په کوم وخت کې جامی يا نور شېانو اور واخلي)، ېو شاور جوړ شی. د ځمکې فرش باېد د برق په مقابل کې عايق اوسي (د داسی ساختماني موادو څخه استفاده وشي چې برېښنا ورڅخه تېر نه شي).
د غونډو د پاره اجتماعيی خونه يا تالار:
په ښوونځي کې باېد ېوه عمومي خونه چې د هر مقصد د پاره ( غونډی، ننداری، فلمونو ښودل او داسی نور) ورڅخه استفاده وشي، په نظر کې ونيول شي. دکوټی په مخکينی برخی کې ېو سټېچ راځي، چې ددی سټېچ جګوالی باېد 1,20 m اوسي. د سټېچ په خوا کې ېوه بله وړه کوټه هم ضرور ده، چې په ده کوټه کې د نندارو يا ډرامو لوبغاړي خپل تېاری نيسي.
د تالار غټوالی د زده کوونکو تعداد پوری اړه لري، چې د هر زده کوونکي د پاره مساحت 0,60 m² په نظر کې نيول کيږي. د تالار دېوالونه او چت باېد د داسی ساختماني موادو سره وپوښل شي، چې د اور په مقابل کې ښه مقاومت وکړي.
د هغو تالارونو دپاره چې پکې دځای اندازه د 200 کسانو څخه زيات وي، نو ددی د پاره اضافي تشنابونه او کوټبندونه ضرور دي.
کتابتون او د مطالعې خونه:
د کتابتون او مطالعې خونی مساحت باېد 25 m² او يا ددی څخه لوی اوسي. دېوالونه، چت او د ځمکی فرش باېد د داډول ساختماني موادو څخه جوړ شي چې غږ انعکاس ونه کړي. د مطالعې په ځاېونو کې باېد رڼا 500 lx او يا ددی څخه زيات اوسي.
د تفرېح تالار، د تفرېح حوېلۍ:
سره ددی چې زده کوونکي ډېر وخت خپله تفرېح په حوېلۍ کې تېروي، حو بيا هم کله چې هوا خرابه (باد او باران) وي، نو مجبور دي چې دننه په ودانۍ کې پاتی شي، او دی د پاره لازمه ده چې ېو د تفرېح تالار جوړ شي.
د دغی تالار لوېوالی (مساحت) نظر هر زده کوونکي ته باېد 0,5 m² او يا ددی څخه زيات اوسي.
د تالار څخه د وتلو لار باېد 2,25 m او يا ددی څخه زيات وي.
د تفرېح دحوېلۍ ځمکه باېد داسی جوړه شي، چې باد او باران پر اغيزه ونه کړای شي، او د خټو او چکړو څخه په امن پاتی شي.
کڼکۍ ګانی:
د ټولګي (صنف) د کڼکۍ غټوالی دټولګي د مساحت له مخی ټاکل کيږي.
د ېوی کڼکۍ غټوالی مساوي دی د 1/5 – 1/2 د صنف مساحت سره.
ټولګی باېد غېر ددی نه چې هوا جريان ولري، تل هواداره اوسي.
د ټولګېو (صنفونو) د هوا بدلولو لازمي اندازه:
د تدريس او تمرينونو صنفونه هوا باېد دورځی څلور (4) واره بدله شي.
هغه صنفونه چې برقي آلات پکې کارول کيږي، باېد شپږ (6) واری يی هوا تبديله شي.
د کيميا او پخلنځي کوټو د پاره ضرور دی چې دورځی لس (10) واری هوا يی بدله شي.
د ښوونځي دهلېزونه:
د ښوونځي د دهلېز بر (عرض) د ېو صنف د پاره دوه متره او يا ددی څخه زيات ټاکل شوېدی (Bf ≥ 2,0 m). دلته Bf د دهلېز بر دی چې وروسته په شکلونو کې ښودل شوېدی.
په نورمال حالت کې چې د ودانۍ ېوی خوا ته صنفونه کتار وي، د دهلېز بر (عرض) دوه نيم متره يا ددی څخه زيات په نظر کې نيول کيږي (Bf ≥ 2,5 m).
که په ښوونځی کې د دهلېز دواړو خواو ته صنفونه وي، نو په دی صورت کې د دهلېز بر (عرض) دری متره او يا ددی څخه زيات ټاکل کيږي (Bf ≥ 3,0 m).
په دهلېز کې د دوو متقابلوټولګېو دروازی باېدېوبل ته مخامخ نه اوسي ، ځکه چې ېوی خوا ډېر ځای نيول کيږي، او بلی خوا د خطر په وخت کې زده کوونکو ته ستونځی پېدا کيږي.
د دغو دواړو متقابلو صنفونو د دروازو تر منځ فاصله او يا د صنف او د دهلېز د دېوال تر منځ فاصله (خلاص حالت کې) باېد ېو متر او يا ددی څخه زيات اوسي (C ≥ 1,0 m). دلته C د خلاصو دروازو تر منځ فاصله ده. دغه فاصله د زده کوونکو د تعداد په نظر کې نيولو سره ټاکل کيږي، چې دا په لاندی ډول دي:
د هر 100 کسانو په سر، چې د زده کوونکو تعداد د 100 څخه تر 500 پوری وي، نو 0,7 m متره زياتيږي (100 – 500, C ≥ 1,0 m + 0,7 m).
د هر 100 کسانو په سر، چې د زده کوونکو تعداد د 500 څخه تر 1000 پوری وي، نو 0,5 m متره زياتيږي (500 – 1000 , C ≥ 1,0 m + 0,5 m).
د هر 100 کسانو په سر، چې د زده کوونکو تعداد د 1000 څخه زيات وي، نو 0,3 m متره زياتيږي (1000 , C ≥ 1,0 m + 0,3 m).
په ېو تالار کې چې تر 1200 کسانو پوری ځای ولري،نو د دهلېز اندازه يی په لاندی ډول ټاکل کيږي:
دوه (2) دهلېزه C = 5 x 0,7 + 5 x 0,5 + 2 x 0,3 = 6,6 m = دغه اندازه د B د پاره هم ټاکل شوی، چې دلته B د دروازی لوېوالی ښايی، چې وروسته په شکلونو کې ښودل شوېدی. دغه اندازه د دوو دهلېزونو سره سر خوري، چې د هر دهلېز بر (عرض) 3,3 m او يا ددی څخه زيات دی.
د ښوونځی د دهلېز جګوالی 2,2 m متره او يا ددی څخه زيات ټاکل کيږي.
د دهلېز دېوالونه دې باېد تر 1,3 m پوری او يا ددی څخه نور هم لوړ د داسی ساختماني موادو څخه وپوښل شي، چې په اسانۍ سره ومنځل شي.
په نورمال حالت کې په عمومي ډول د دهلېزونو بر (عرض) تر 2,5 m مترو او يا ددی څخه زيات په نظر کې نيول کيږي.
د ښوونځی د ادارو او داسی نورو دهلېزونو بر (عرض) تر 1,5 m مترو او يا ددی څخه زيات ټاکل شوېدی.
د ټولو دهلېزونو بر باېد د کوم شي په واسطه تنګ نه شي او همدا رنګه باېد په کافي اندازه روښانه او هواداره اوسي.
د زينو او عمومي وتلو لار مخی ته باېد ېو بل دهلېز ونيول شي او دروازه دی بېرون خواته خلاصه شي. دغی دهلېز ته د باد نيولو دهلېز وايی.
ورونه (دروازی):
هغه دروازی چې تل ورڅخه استفاده کيږي، باېد د ېو متر څخه کم نه وي ( د دروازی پراخوالی ېو متر او يا ددی څخه زيات اوسي).
ټولی دروازی باېد بهر (بېرون) خوا ته خلاصی شي. د دوو دروازو فاصله چې ېو بل ته متقابل پراته دي، باېد د دواړو دروازو د مجموعي پراخوالي څخه زيات اوسي.
پوړی (زينه):
د زينی بر باېد 1,25 m او يا ددی څخه زيات، همدارنګه تر 2 m پوری، يا ددی څخه کم جوړ شي (≥ 1,25 m د زينی بر 2 m ≥).
د زينی د پوړکېو جګوالی باېد 17 cm او يا ددی څخه زيات اوسي، همدارنګه د پوړکۍ پلنوالی باېد 29 cm او يا ددی څخه زيات جوړ شي.
د زينی په امتداد (د لاندی څخه نيولی تر پورته منزل پوری) د نيولو د پاره ېوه ميله داسی ورکړل شي، چې هيڅ ځای تش پاتی نه شي. دغه ميله باېد تر 0,9 m او يا ددی څخه لوړ ورکړل شي. جسمي ناروغانو (معيوبانو) د پاره باېد د هر ډول تش ځای څخه ډډه وشي.
د زينو دېوالونه او دروازی کوم چې د دهلېزونو او کوټو تر منځ واقع دي، باېد د داسی ساختماني موادو څخه جوړ شي، چې د دهلېز او يا کوټی څخه لوګی، کوم چې د اور په وخت کې منځ ته راځي، د دهلېز ساحی ته داخل نه شي. همدا رنګه دروازی باېد د داسی موادو څخه جوړ شي چې د اور په مقابل کې په کافي اندازه مقاومت وکړي.
په زينی کې ورکړل شوي کڼکی ګانو ښيښی د ميخانيکی غوښتنو په اساس کلک او د پورته نه تر ښکته پوری باېد تر 2 m پوری او يا ددی څخه زيات اوسي. ددغی کڼکی روښنايی باېد تر هغه دروازی پوری چې بهر ته وتل کيږي ورسيږي.
په ښوونځی کې د صنفونو نه غېر نوری کوټی:
ټټۍګانی (تشنابونه):
ټټۍ ګانی (تشنابونه) باېد د امکان په صورت کې په حوېلۍ او د تفرېح کوټی په خوا کې دې جوړی شي. که ښوونځی لوی وي، نو باېد په هر پوړ (منزل) کې ځانګړي تشنابونه په نظر کې ونيول شي. په خاصو ښوونځېو کې چې هلته معيوبان هم زده کړه کوي، په هر پوړ کې تشنابونه ضرور دي. ټټۍ ګانی (تشنابونه) دی د هلکانو، نجونو او همدا رنګه د ښوونکو (معلمانو) د پاره جلا جلا جوړ شي. د بوی يا هوا بدلولو د پاره د ټټۍ ګانو کڼکۍ باېد د صنفونو خوا ته نه اوسي. که امکان ولري، نو بېرون خواته دی ورکړل شي، که نه نو په تشناب کې دی هوا بدلونکی اله ولګول شي.
د تشنابونو داخلي دېوالونه دی تر دوه مترو (2 m) پوری جګ د داسی ساختماني موادو څخه لکه (کاشي) وپوښل شي، چې په اسانۍ سره په اوبو ومينځل شي. د تشنابونو د دروازو قلفک باېد دننه خوا او هم بېرون خوانه خلاص او قلف شي.
د هر 40 زده کوونکو د پاره ېو د ناستی ټټۍ (کمود) او ېو په ولاړو بولو يا متيازو کولو د پاره ټټۍ، او يا د ېو متر په اوږدوالی ښانک ډوله ټټۍ ضرور دی چې جوړ شي.
د هر 20 نجونو د پاره ېو د ناستی ټټۍ (کمود) ضرور دی.
د هر 15 – 20 نارينه ښوونکو د پاره ېو د ناستی ټټۍ (کمود) او دوه د بولو کولو د پاره ټټۍ، او يا د ېو متر په اوږودوالي ښانک ډوله ټټۍ ضرور دی چې جوړ شي.
د هر 5 – 10 ښځينه ښوونکو د پاره ېو د ناستی ټټۍ (کمود) ضرور دی چې جوړ شي.
په ښوونځي کې د کوټونو (بالاپوشونو) د پاره کوټبندونو د پاره هم ضرورت دی، چې دغه کوټبندونو ته د نظافت له مخی په صنف کې اجازه نه شته، دا دی باېد د هر صنف خواته په دهلېز کې جوړ شي.
د ښوونځي د پاره نوری ډېری مهمی کړنی چې باېد په نظر کې ونيول شي:
د اور مخنيوی:
د ېو ښوونځي ټول باروړونکي دېوالونه، ستنی (پاېی)، تيرونه (ګاډرونه) او چتونه دې د داسی ساختماني موادو څخه جوړ شي، چې د اور په مقابل کې پوره مقاومت ولري. همدا رنګه د تمرينونو کوتو دېوالونه او چتونه دې هم د اور په مقابل کې مقاومت لرونکي موادو څخه جوړ شي.
هغه ښوونځي چې شپږ او يا ددی څخه زيات صنفونه ولري، باېد دوه ځانګړي د وتو لار ولري او دروازې يی باېد د بېرون خوانه خلاصی شي.
په هر ښوونځي کې د اور مړکولو او خبر ورکولو آله چې د اطفپاېی سره په تماس کې وي جوړ شي.
د پنځو يا ددی څخه کمو صنفونو د پاره ېوه دانه د اور مړ کولو آله کفاېت کوي.
د غږ مخنيوی:
د ښوونځي ټول صنفونه او د تمرينونو کوټی باېد د خاصو غږ نيونکی ساختماني موادو څخه جوړ شي. هغه غږ خپرونکی منبع چې ډېر اوچت غږ لري، باېد د صنفونواو تمرينونو کوټو څخه لری جوړی شي. (د اور، تودوخۍ او غږ مخنيونی ساختماني موادو د پاره ځانته ميعارونه دي)
د ځمکی فرش باېد کوم درز ونه لري او بی د کوم خطره پر تګ وشي همدا رنګه د غږ نه تېرونکي ساختماني موادو څخه دی جوړ شي.
د صنفونو او نورو کوټو د تودوخۍ درجه:
د ښوونځی ټولې خونی (که هر موسم وي)، باېد د همهغه خونو په مطابق د تودوخی درجه په نظر کې ونيول شي.
د جامو (کالو) منځلو، د ځان منځلو او د جامو (کالو) بدلولو خونې................22 cº
د درسي او تمريناتو صنفونو، د ادارو، د اجتماعي خونو او د نورو مربوطه دهلېزونود تودوخی درجه.........................................................................................20 cº
نور پاتی خونی........................................................................................15 cº
په هغو خونو کې چې مرکزګرمي ورکړل شوي وي، د وړانګو د تودوخی درجه....35 cº
په لاندې ورکړل شوی جدول کې دزده کوونکو د عمر او ونی (قد) په مطابق د چوکېو او مېزونو جګوالی ورکړل شوېدی
ونه (قد) د 170 cm پورته 160 – 170 cm 150 – 160 cm 141 – 150 cm 132 – 141 cm 124 – 132 cm 116 – 124 cm د 116 cm نه ټيټ
عمر د 16 پورته 14-16 12-14 10-12 9-10 8-9 7-8 6-7
د مېز او چوکۍ جګوالی VIII VII VI V IV III II I
په چوکۍ د ناستی جګوالی = A 48,6 45,6 42,6 39,8 37,1 34,7 32,3 30,2
د چوکۍ او مېز تر منځ جګوالی = B 29,2 27,6 26,0 24,6 23,2 21,9 20,6 19,5
د مېز د جګولو او ټيټولو اندازه = C 6,6 6,2 6,2 6,2 5,9 5,9 5,9 5,9
لاندی تختی نه غېر د مېز جګوالی = D 84,5 79,8 75,0 70,6 66,4 62,5 58,7 55,5
د مېز پايی لاندی د تختی جګوالی = E 15,0 15,0 15,0 15,0 15,0 15,0 15,0 15,0
د مېز مکمل جګوالی = F 99,5 94,8 90,0 85,6 81,4 77,5 73,7 70,5
د مېز پلنوالی = G 41,0 40,0 39,0 38,0 37,0 36,0 35,0 35,0
د چوکۍ پلنوالی = H 34,0 32,0 30,0 28,5 27,0 25,5 24,0 24,0
د ډډی يا تکېا کولو فاصله = I 33,6 31,8 30,0 28,3 26,6 25,0 23,5 22,0
د چوکۍ اندازه چې د مېز لاندی ده = K 1 1 1 1 1 1 1 1
د مېز او چوکۍ مجموعی بر = L 80,3 77,6 74,9 72,3 68,9 66,3 63,8 62,3
د هغه مېزونو او چوکۍ ګانو اندازی چې سره نښتی نه دی
د مېز جګوالی = h 78,0 78,0 76,0 74,0 71,0 66,0 60,0 56,0
د مېز اوږودوالی 120-125 120-125 120-125 120-125 120-125 120-125 120-125 120-125
د مېز پلنوالی = b 60,0 60,0 55,0 55,0 55,0 50,0 50,0 45,0
د کښېناستو جګوالی = s 48,0 48,0 46,0 46,0 44,0 42,0 40,0 36,0
په ناستی د ونی (قد) جګوالی 40x43 40x43 40x43 37x40 37x40 35x38 35x38 33x35
پورتنی جدول د لاندی رسمونو له مخی جوړ شوېدی.
په صنفونو کې د زده کوونکو د ونی (قد) تناسب نظر مېز او چوکۍ ته په لاندی جدول کې ښودل شوېدی:
څلورم صنف درېم صنف دوهم صنف اول صنف
III د 30 %
IV د 50 %
V د 20 % II د 10 %
III د 50 %
IV د 40 % II د 30 %
III د 60 %
IV د 10 % I د 10 %
II د 60 %
III د 30 %
اتم صنف اووم صنف شپږم صنف پنځم صنف
V د 20 %
VI د 50 %
VII د 30 % V د 50 %
VI د 40 %
VII د 10 % VI د 30 %
V د 40 %
VI د 30 % III د 10 %
IV د 50 %
V د 40 %
دولسم صنف يولسم صنف لسم صنف نهم صنف
VI د 10 %
VII د 40 %
VIII د 50 % VI د 10 %
VII د 50 %
VIII د 40 % VI د 20 %
VII د 50 %
VIII د 30 % VI د 50 %
VII د 30 %
VIII د 20 %
په لاندې شکلونو کې د چوکۍ ګانو او مېزونو تر منځ فاصلی، او هم د ښوونځېو ودانۍ ، کړکۍ ګانی، دروازی او زينی ښودل شويدی
په لاندې شکلونو کې د صنف لوېوالی او تشنابونه ښودل شويدی
ديپلوم انجينېر اسدالله ملکزی