رفيع الله روشن
هره هغه ټولنه چې له وګړنيز،قومي اوژبنيز تعصب څخه پاکه وي،اتفاق ،اتحاد او سوله پکې دهريوه فرد غوښتنه وي،معارف ته پکې په درنه سترګه کتل کېږي،مشر ته دمشر اوکشر ته دکشر په نظر پکې وکتل شي، ديوه پوه او زيرک شخص خبرواو کردارته په درنه سترګه وکتل شي،که څه هم هغه له نوروڅخه دعمر په لحاظ کوچنى وي،
دمسجداو عالم پوره درناوى پکې وشي،هغه اشخاص چې په لمانځه کې سست وي بايد د لويو او سپين ږيرو لخوالمانځه او مسجد ته په تللو ورته لارښوونه وشي او تشويق شي،دلمانځه اومسجد ته دتللو، دنيوي او اخروي ګټې ورپه ګوته کړي.
کورنى تاوتريخوالى پکې له منځه يو وړل شي، دولت او ولس پکې يوله بل سره همکاران واوسي،په هره اداره کې له اداري فساد سره په کلکه مبارزه وشي،يوپربل په ناحقه تورونه اوتهمتونه پورې نه شي، هغه کړۍ چې دخپلو شخصي موخولپاره ځينې ورانکاري عملونه تر سره کوي او ملي ارزښتونه په نظر کې نه نيسي او زيان وراړوي،قتل اوقتال رامنځته کوي،ترورېستي اعمال ترسره کوي،اوټولنه له يولړستونزواوننګونوسره مخامخ کوي ، پر وړاندې يې جدي مبارزه وشي.
جبري ودونه اوپه بدوکې دنجونو ورکولومسئلې پکې نه وي،يوه پېغله پکې دپلار،ورور اوياکوم بل خپلوان دبدو اعمالو ښکار نشي،دبېلګې په ډول جرم پلار کوي،بدوکې لور ورکوي،قتل ورور کوي خوبدوکې يې خورورکول کېږي داهرڅه پکې نه وي،يو ځوان اوپېغلې ته دخوښې اود اسلامي او شرعي اوصولوپه رڼاکې دواده کولو حق ورکول شي.
کونډې يتيمان،بې وزلي،معلولين اومعيوبين له نظره پکې ونه غورځول شوي،نو زماپه اند کله چې دا پورته ذکر شويواودې ته ورته ځينو نورومهمو ټکيوته پام وشي نو يوه کاملاً بريالۍ ټولنه به رامنځته شوي وي.