سوله د مرغۍ پۍ ده!

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
ع. شريف زاد
دا خبره زمونږ ولس کې ډيره عامه ده ، خو ستره مانا او مفهوم په کې پروت دى او زمونږ د هيواد ، ولس، خلکو په په برخه کې سوله ، تفاهم او هر آړخيزه جوړ جالى د افغانستان د ولس لپاره يوه حياتي خبره ده. د سولې ټول اړخونه بايد له پخوا نه ز مونږ د ولس لپاره په ډيره ښه او اګاهانه طريقه څيړل شوي واى ، خو دغه کار ونه شو.
اوس ددې وخت نه دى چې په تيرو پسې وګرځو بيا هم سر وخت دى چې د سولې لاره ونيسو ځکه په لمړې سر کې مسلمان يو او ګډ ملې، هويت او تاريخ لرو اوله بلې خوا په يوويشتمه پيړي کې اوسيږو . مهمه نه ده چې د نړۍ هيوادونه دلته څه کوي او يا څه غواړى؟. دا زمونږ کور دى او په م
ونږ پورې اړه لري چې څه ډول پاليسي، حکومت، او يا اداره غواړو تر څو چې مونږ په خپلو ځانونو کې په ريښتنۍ توګه بدلون را نه وړلو هيڅ ډول بدلون به خپله راتلونکي نه ده. دغه خبره په سوره رعد کې په ډاګه بريښي ، څو سوه کاله مخکې په دې مبارکه وينا ټولو مسلمانانو باندې تا کيد شوى. تاسې ټول پوهيږي چې په زور کلي نه کيږي. ديوه ملت ټول ملي مسايل، لارې چارې، کورني او بهرني سيا ست په خپله د همغه هيواد په خلکو پورې اړه چې څه غواړي؟ د ا د ملګرو ملتو يا نورو هيوادونو تصميم نه دې چې په افغانستان کې د يو حکومت جوړکړي بلکې دا د ټولو افغانا نو ګډ کلتور او فرهنګ، تاريخ، ثقا فت
او مدنى ژوند مهممې برخې دى چه دوى له هرچا نه ښه ور باندې پوهيږي. څه موده مخکې زمونږ هيوادوال قريب الرحمن سعيد د اروا ښاد وفې الله سميعي په هکله يو څو خبرې ځما له سترګو شوې. په رښتيا نوموړي عالم، مدبر، افغان ، باتور، مىړني، او د افغانستان د خاورې اصلي بچې وه ،هغه وه چې د افغانستان او پاکستان سيمه ايزه ګړ بړ ېې عادي برخې ته راکښته
کړه. نر کار ته سړى بايد نر ووايي او دغه ميړانه د پښتنو ميراث ده، په تاريخ کې تکرار شوې او بيا هم انشا الله تکراريږي.
که واقعا افغانان له پوچ سياست نه را ووځي او نور له دې اوره ليرې واوسي، د انصاف، عدالت، عادلانه قضاوت، برابري او مساوات نه کار واخلي ، که هره ډله ټپله وي او ياهر څوک چې د سياست شوق لري او يو څو فيصده دغه سپيڅلى خبرې چې خداى جل جلاله پر هغو تاکيد کړى دى عملي کړي . باور وکړي چې دغه هيواد به ډير ژر خپلواکي، ملي حاکميت، بشپړ قيادت تر لاسه کړي او ټول خلک به د سولې په رڼا کې يودبل سره ژوند وکړى .تر څو چې ټول افغانان د ننه خوا نه ځانونه د يوه کلک متحد تصميم خاوندان نه کړي له بهر نه هيڅ امکان نه لري او که له بهر نه هرڅه هم وشي خو بيا به هم څه مشکلات به ور سره م
لګري وي. د کابل سياسي مسولين د دې ستر امانت په وړاندې ډير تورن دى هغوى په دې لسو کلونو کې هيڅ ونه کړه او د بن له پيل نه دا احساس کيده چې دوى څه کولاى نه شى، ځکه چې ددوي د پوهې ظرفيت، اهليت او لياقت دداسي يوه کار نه ډير ټيټ وه او بار له همغه ځايه کوږ وه.
له بلې خوا دې کې شک نه شته چې دغه کار د پاکستان آى اس آي په واسطه مينځ ته راغى، ځکه پا کستانى آى اس آى د پښتنو د يووالى، مقاومت ، او دريځ نه له ډيره پخوا ويره لري.او نه غواړي چې پښتانه په خپلو پښو ودريږي، دغه سياست د افغانستان له کشا لې او بحرانه نه پيل شو. د زيات معلومات لپاره د پاکستاني جنرال اختر کتاب وګوري. نوموړى واېې چې زه ليکوال او سياست مدار نه يم خو دغه مسايل چې د افغانانو پورې اړه لري ما د آى اس آى د مسول په صفت ليدلي دي. او په رښتيا چې د آى اس آى لاس وهنې ډيرې برخې لري.
په درناوى