حضرت صاحب مجددی یوځل بیا خپله استعفی اعلان کړه

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
سلام خان
ښاغلي حضرت صبغت الله مجددي د حضرت میا محمد معصوم مجددي زوی، په ۱۳۰۵ په لمریزکال د کابل په ښار کې سترګې نړۍ ته وغړولې، حپلې زده کړې یې د حقوقو او اسلامي فقې په څانګه کې له لسانس څخه تر پورته کچې د (شرف) درجې په ترلاسه کولو د قاهرې د الازهر پوهنتون کې بشپړې کړي دي،هعه د لوړو زده کړو
له بشپړولو وروسته، د هېواد د لوړو زده کړو په موسسو کې د استاذ په توکه  د ښوونې او روزنې په چارو بوخت ؤ او د جهاد په دوران کې یې د پخواني شوروي اتحاد پر ضد د مجاهدینو د لارښوونی په موخه، د افغانستان د ملي نجات د جبهې رهبري په غاړه لرله، د افغانستان د ملي نجات د جبهې له رهبرۍ برسیره یې د افغانستان د مجاهدینو د اسلامي اتحاد د مشرۍ ویاړ هم درلود. او په ۱۳۶۸ لمریز کې د افغانستان د عبوري دولت، (حکومت) د رییس په توګه و ټاکل شو. چې درې کاله یې دا دنده  تر سره کړه. د افغانستان د خلکو د جهاد له بریا وروسته په ۱۳۷۱ لمریز کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د لومړي جمهور رییس په توګه و ټاکل شو،ښاغلي حضرت صبغت الله مجددي د انتقالي دورې پر مهال د افغانستان د اساسي قانون د تصویبولو د لویې جرګې د ریاست چارې پر غاړه لرلې او د ملي شورا له جوړیدو وروسته د مشرانو جرکې د غړو له خوا د نوموړې چرګې د رییس په توګه و ټاکل شو، برسیره پردې یې د سولې د ټینګښت د ریاست دنده هم پر غاړه وه
حضرت صبغت الله مجددی د افغانستان د جمهوري ریاست د لوړ مقام د ۱۳۹۰ لمریز کال د غبرګولي میاشتې د اوومې نیټې د یوویشتمې ګڼې فرمان پر بنسټ د دودیزې لویې جرګې د جوړولو کمېسیون د رییس په توګه وټاکل شو او د هغه په ویاړونو بل ویاړ ورزیات شو.
کله چی د سولې د عالي شورا مشر برهان الدين رباني د تېرکال (١٣٩٠) د وږي د مياشتې په ٢٩مه ماښام مهال د يوتن لخوا، چې ويل کيږي د طالبانو د سولې پيغام يې را وړى و، د کابل ښار په وزير محمد اکبرخانه مينه کې په خپل کور کې د ځانمرګي بريد په ترڅ کې ووژل شو له هغی ورځی راهسی تر نن پوری بل کوم شخصیت دربانی پرځای دنوموړی شورا درئیس په صفت نه دی ټاکل شوې،اوس داسې ګونګسې شته ، چې مجددي له دغې څوګۍ ګوښه ساتل شوى او د ګيلاني او صلاح الدين د ټاکنې په اړه خبرې ډيرې تودې شوي ، چې کېداى شي د عمر د زياتوالي او نورو لاملونو له مخې ګيلاني د سولې د عالي شورا د مشر او صلاح الدين رباني ته په حکومت کې کومه بله څوکۍ ورکړل شي،حضرت صبغت الله مجددي د ولسمشرحامدکرزي لخوا د سولې د عالي شورا د مشر په توګه نه ټاکل ځانته سپکاوى بولي او له دې امله يې له خپلو ټولو دولتي دندو استعفى ورکړه .
په هغه خبرپاڼه کې، چې د شخړو د هواري او له دولت سره د خلکو د اړيکو د خپلواک کمېسيون لخوا د وري په ١٣مه، ورسنیو ته رسېدلې ده، راغلي چې ولسمشر کرزى د هېواد د ملي او جهادي مشرانو د غوښتنو او د حضرت صبغت الله مجددي خيرخواهانه نظرونو ته پام نه دى کړى،له دی کبله سرچينې زياته کړې، چې د همدې نه پاملرنې له امله حضرت صبغت الله مجددي له خپلو ټولو دولتي دندو استعفا ورکړې د ه سرچينې ليکلي،چې مجددي د روانې مياشتې په اوومه خپله استعفى پاڼه ولسمشر ته استولې ده ،په خبرپاڼه کې د مجددي په حواله راغلي ، چې که څه هم ده نه غوښتل د سولې د عالي شورا د مشر په توګه وټاکل شي،خو ددې شورا د غړيو تر ډېر ټينګار وروسته يې د ولسمشر په حضور کې دغه غوښتنه ومنله،خو سرچينه زياتوي ، چې د مجددي د ښه نيت او له رښتينو خدمتونو سره سره، ولسمشر تر يوې مياشتې ډېر د دې شورا د مشر د ټاکلو په موخه چوپتيا غوره کړې ده،په خبرپاڼه کې راغلي:  چی دې چوپتيا له يوې خوا،د سولې د عالي شورا غړي  او خيرخواه هېوادوال متاثر کړل او له بلې خوا د جناب حضرت په حق کې ښکاره سپکاوى دى
د ولسمشر حامدکرزي ويانداېمل فيضي رسنیو ته ویلی دی چې د حضرت صبغت الله مجدي ددفتر لخوا ياده اعلاميه دوى ته هم رسېدلې ده،هغه زياته کړه : چی حضرت صاحب د افغانستان يو مشر او ډېر محترم ملي شخصيت دى، چې ولسمشر حامد کرزي همېشه د هغه فوق العاده احترام کړى او کوي يې، خو د سولې د عالي شورا د رييس دټاکلو لپاره ولسمشر ملي يووالي او ملي منافعو ته په پاملرنې سره په دې اړه تصميم نيسي.
له دې مخکې ایمل فیضی ويلي و، چې د ولسمشر لخوا د سولې دعالي شورا د مشر د ټاکنې په اړه سلامشورې وروستي پړاو ته رسېدلې او ډير ژر به د يادې شورا نوى مشر اعلان شي.
خو ځينو سرچينو ويلي،چې د سولې د عالي شورا د مشرۍ لپاره جهادي مشر حضرت صبغت الله مجددي ، د محاذ ملي ګوند مشر پير سيد احمد ګيلاني او د برهان الدين رباني زوى صلاح الدين رباني کانديد دي،د سولې د عالي شورا يوه غړي محمد اسماعيل قاسميار هم  ويلي، چې ددغې شورا د مشر د ټاکنې په اړه خبرې وروستي پړاو ته رسېدلي او ددې اونۍ تر پايه به نوى مشر وټاکل شي،نوموړي که څه هم د نوي رييس د نوم  اخيستو په اړه معلومات ورکول له وخته مخکې بللي ، خو د صلاح الدين رباني د ټاکنې شونتيا يې نه ده رد کړې،د ١٣٩٠ لمريز کال د ليندۍ په مياشت کې ولسمشر حامد کرزي اعلان کړى و، چې د بُن له دويمې غونډې وروسته به دسولې دعالي شورا مشر اعلان کړي، خو تر اوسه دغه پروسه ځنډېدلې ده.پای سلام خان