ع. شريف زاد
احمد رشيد له کلونو ر ا په دې خوا د يوه ليکوال په بڼه کي د افغانستان، پاکستان او منځنۍ اسيا په اړه ليکنې لري. وايي چې په ړندو کې يو سترګى هم پاچا دى. د پاکستان په پوځې ادارو کې همدا يواځنى خبر ليکونکى دى چې په دې سيمه کې کم او زيات خبرونه لري. په درې لسيزو کې ده دافغانستان لانجې او کشالې هم له نږدې نه څيړلي که څه هم د انګريزانو د ګارډين ،
د يو غير نظامي حکومت نا پايداري ښودل،له هندوستان سره تسليحاتي سيالي څيړنه،د اسلام ګرايي غوښتنوپه ا ړه ا فرا طي ټکو ته ګوته نيول هغه ټکي دي چې احمد رشيد ورته ګوته نيولې ده، دا چې دى د کومې کړکۍ نه څنګه او څه ډول ورته ګورى ، دغه قضاوت به تاريخ ته پريږدو. په ا زادو مطبوعاتو کې او د مطبو عاتو په اخلاقي چوکاټ کې احمد رشيد د افغانستان په قومونو او قبيلوکې، تاريخ ، کلتور او فرهنګ کې ور کړى بشپړه بڼه نه لري، او کوم معلومات چې ددې هيواد په هکله ليکلي سم نه دى او تقريبا د پنجابې سياست او تګلاريى څخه ېې کار اخستي دى. مثال ېې د لويديځي نړۍ هيوادونو ته پاتي کي
ږي چې تي اوسه پورې ددوى پيژ ند ګلوي د افغانستان په هکله ګونګه ده او د همدې ګنګيتوب له امله يي ډيرې سترې اشتباهې وشوې او لړۍ ېې لا روانه ده، چې وايي عاقبت به خير!
احمد رشيد مخکې له دې نه چې د نا امنه افغانستان په هکله څه وليکى دې د نا امنه نړۍ نه شکايت لري. چې دغه نا امنه نړۍ بيا په ډيرو محدودو ټکو پورې تړي حال داچې د افغناستان لانجه او کشاله د نړۍ له نا امني نه ډيره اوچته ده.زمونږ د هيواد لوړې او ژورې د احمد رشيد په خاصه تر مينالوژى کې کمزورې بريښي.احمد رشيد تر يو ه وخته پورې په غيره مستقيمه توګه د لوديځې نړۍ له ميډ يا نه ګټه واخيستله په ځانګړې تو ګه د نړۍ بي بي نه يعني د انګريزانوBBC نه. په هر حالاحمد رشيد دکتاب په پيل کې د امريکې امپريالستي غوښتنو ته اشاره کوي او د ملت جوړونې ماتې په افغانستان، پاکستان او منځ�
�ې اسيا په ډاګه کوي. ددې خبر ليکونکي له قوله د امريکې جګړه د تروريزم په وړاندي د يوه بې ثبا ته نړۍ سبب ګڼي کوم چې په 11 د سپتا مبر کې وه. دى په دې باور دي چې يواځې د امريکې طرحه ده چې تروريزم او اسلام ګرايي د ميدان خبره وګر ځوله.
د کتاب مولف وايي او د دې جواب په لټه کې دې چې ولې دا ډول پيښه او اشتباه را مخ ته شوه او ولې دومره کمزوري تصميم زما په نظر په واشنګتن کې انتخاب شو او ولې نړي د سپتامبر يوولسمې نه وروسته نا امنه شوه؟دى خپل منافع او هغه ټکي چې دده په شهرت کې تاثير لري ښه پوهيږي.
د حا مد کرزي نه خا طري
هغه ورځ چې ما او کرزي ډير لنډ بحث د لاهور په سيمه کې/ زما په کور کې درلود او په پاى کې دې پايلې ته ورسيدو،چې دى يو اځي دوه لارې لري: کولاي شې چې پاکستان د اروپا په قصد پريږدي او د يو زيات شميرافغا نانو سياسي مهاجرينو سره يو ځاى شي ځکه دى چې له خپلو خلکو سره تماس نه لري او له دې لارې به د پخواني پاچا په کتار کې ننوځي او بله لاره داده چې کورنۍ دې له پاکستان نه وباسه او بيا له ځانه تير شه افغانستان ته لاړ شه. د پښتنو قومونه او قبيلې چې د طالبانو سره مخالف دي پر ځان راغونډ کړه. نو کله چې دولت د کرزي په لټه کې کيږي او د امنيت ملي ودانۍ په ناڅاپي ډول ويشتل کيږي
په دې هرج مرج کې کرزي پيښور ښار ته په يوه ګاډى کې تښتي او يو کال وروسته له خپل پلار سره په کويټه کې يو ځاى کيږي.
د سپتامبر په پيښه کې دي په اسلام اباد کې د " مار ګا لا" په غونډې کې قد م وهي چې احمد ولي له امريکې نه ورته تيليفون کوي.او ددې پيښې ېې نه ېې خبروي. په دې وخت احمد ر شيد څو ځله د کرزي سره کتلي دي وايي"
"څو ورځې وروسته کرزى د ټولومهمو لويديځو سفارت خانو له ديپلماتانو سره اړيکي نيسي او پر دې تاکيد کوي چې دى افغانستان د تلو لپاره چمتو دى. د ا نګريزانو سفارت ده ته د يوه تيلفون ژمنه وکړه خو دده له کتنى نه يي ځان تيرکړ بله مرسته ېې تر لاسه نه کړه، کله چې کويټې ته ورسيد ګورى چې يوزيات شمير د قبايلو مشران ېې هم کورته راغلي دې.نور زيات دروغ او رښتيا په دغه کتاب کې ياد شوي دي '' د زيات معلومات لپاره د" هرج او مرج "کتاب تر لاسه کړي.
په در ناوي