دجرمني مونشن ښار په میرویس نیکه جومات کې دپنجوايي دمظلومو شهیدانو فاتحه واخیستل شوه

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
موږ بایرن مېشتو افغانانوله پخوانۍ خبرتیاسره سم دمیرویس نیکه  په  جومات کې  دوروستۍ خونړۍ لسیزې  د قربانیانو په  ځانګړي  ډول  د پنجوايي  د مظلوموشهیدانو فاتحه  واخیسته  .
دفاتحې په لمړۍ برخه کې دقران عظیم الشان  ختم وشو ورپسې  شهیدانوته دعاوې وشوې، پدې ترځ کې یو چا امام ته غږ  وکړ، چې پلاني  ته  هم لاس  پورته کړئ
عزیز یې وژل شوی دی، لاسونه موپورته او دعا مو ورته وکړه امام ورنه وپوښتل چې دا ستاسو عزیز دڅومره عمر  و، ولې او چا وواژه؟
هغه په  ځورېدلي اوزخمي زخمی  غږ ځواب ورکړ، چې زلمی و پرون بهرنیوځواکونو وواژه .
تاسو باور وکړئ  د هغه سړي  غږ اودې خبرټول ناست کسان سخت غمجن او په قهر ځکه کړل، چې لاترڅو به موږ سر په سر دغم په ټغر کښېنو؟
دامظلوم  پښتون  څه ګناه کړې، چې جنازه په جنازه اوفاتحه په فاتحه پسې اخلي ؟
له  هغه  څخه وروسته  د هېوادپه  مجهولې  او تپل  شوې  جګړې خبرې وشوې  همدا راز په کلکه سره دافغانانو د ملي یووالي  د ټینګښت غوښتنه  وشوه .
له هغه څخه وروسته د هېوادپه  مجهولې  اوتپل  شوې جګړې خبرې وشوې  همدارازپه کلکه سره دافغانانودملي یووالي  د ټینګښت غوښتنه  وشوه .
د وروستیو لسیزو په  تېره بیا د دې  وروستۍ لسیزې ناخوالې  په  منـطق ســره  محکومې  شوې، دغوناخوالو نه یوازې  دوینولښتي وبهول، بلکې  دوروڼو قومونو ترمینځ  یې دبیلتون  تکې تورې کرښې  کش کړې  خوله  نېکه  مرغه، چې زموږ  وروڼه قومونه  ترخپله وسه  پورې ملي یووالي  ته ژمن  پاته دي .
دافغانانودیومشترک اوپیاوړي دریځ  په اړوند هم خبرې وشوې څوپه یوه خوله  له نړیوالوپه  تېره بیاامریکاسره خبره سپیه کړو، چې آیا دستونځو دحل لار یوازې جګړه او ورور وژنه ده ؟
داوروستۍ  لس کلنې نارواجګړې  خوهم موږ ګوډاومات کړو هم یې نړیوال  اقتصاداووګړنیز اعتبارمات کړ هم یې دبشر اوبشردوستي خبرې تر پوښتنولاندې  راوستې  له همدې کبله به بهتره داوي، چې دسولې غم وخورو.
له پورتنیوخبروڅخه وروسته  په اتفاق سره تصمیم ونیول  شوڅوپه  مونشن  ښارکې  دیو(جومات)جوړولو لپاره ځمکه واخلو.
د الله  تعالی دکور(جومات) دجوړېدو په  موخه  زموږ  بااحساسو، مسلمانو اوهېوادپالو افغانانو ۶۵۰۰۰پنځه  شپېته زره  ایرو راټولې کړې موږ هیله  من یو، چې  دالړۍ به  دوام ومومي او دا نېک تصمیم به ددې سبب  شي، چې زموږ  ماشومان به  زموږ په لار  راپسې  راروان  اوسي .
دافاني دنیاخوهسې هم  دوه ورځې  ده،  موږ به  نه یو خوزموږ اولادونه  او راتلونکي نسـلونه  به  په  موږ  وویاړي ، چې د خپلو دیني او کولتوري  مراسمو دپه  ځای کولو لپاره ورته  دا لوی سوغات  دالله (ج) کور مانا(جومات)  پرېږدو.
درنو لوستونوکو!
موږ له  تاسو ټولومسلمانو وروڼو څخه  د وروري  یوه  هیله کوو، چې  زموږ  په  دې نېک تصمیم کې موږ  ته لاس  را کړئ  ترڅو تاسو هم له دې لوړ ثواب  څخه برخمن شئ .
بایدزیاته کړو، چې له یوې خوادمیرویس نیکه  دجومات  میاشتنۍ کرایه  تقریبأ درۍ  زره ایوروته  رسیږي اوله  بلې خوادا وخت هم په  منډه منډ ه تېریږي   نواوس  تاسو فکر وکړئ، که  موږ  شل کاله  کرایه  ورکړو دا به  تقریبأ    ۷۰۰۰۰۰ اووسووزرو ایورو ته  ورسیږي  نو ولې  ددې  همت  ونه کړو، چې په  یاد مصرف یوملکیت  واخلوڅو هم خدای (ج) راڅخه  رضأ وي  هم له دې مصارفوڅخه خلاص شو اوهم مودخپل  راتلونکي نسل لپاره یوڅه کړي وي .
اوس نو زموږ  هغه  درانه  هېوادوال، چې  د الله تعالی لپاره  غواړي  له  موږ  سره  مرسته  وکړي   د میرویس  نیکه جومات بانکي شمېره په لاندې  ډول  سره ورته لیکو:
Konto-Nr : 658 357 867
BLZ: 700 202 70
تیلیفوني شمېرې :
دحاجي صاحب احمد احمدزي شمېره 01747170700
دحاجي صاحب حبیب الله فیضي شمېره 01795001992
یادونـــــــــــــــــــــــــــــــه :
په مننه اوکوروداني سره بایدووایم، چې  د فاتحې  په اخېرکې دمیرویس نیکه جومات  له  مشرتابه  هیئت  څخه  دیو تن  وطن  دوست افغان  لخوا ټولوګډونوالوته دختم   ډوډۍ  برابره  شوې وه  زموږ خویندو او وروڼو د ډوډۍ له  صرفولو(خوړلو) څخه وروسته  د دعا په کولو سره خپلو کورونو ته  تشریف وېوړ.
کوم  څه، چې په  یاده فاتحه کې  شخصأمابسمل  ته  د خوښي  او لا زیاتې امیدواري  هیله  را پیدا کړه  هغه  زموږ  د ګڼ شمېر هېوادوالوصمیمیت او ګډون و.
دلته  په  جرمني کې معمولأ د روخصتي  په  ورځ  په  تېره بیاچې هواهم  توده اوښایسته لمر خپلې زرینې وړانګې وېشي نویوشمېرکسان بیاپه  مېلواوکبابوپسې ګرزي  خوله نېکه مرغه ، چې  ددې  فاتحې ګډونوالود پنجوايي له  مظلومو  شهیدانو اوخپل  کړېدلي هېوادسره خپله پاکه مینه وښوده، په اخلاص سره راغلل  اودا لمرنۍ ورځ یې له موږ سره  دمیرویس نیکه په جومات کې تېره کړه بیایې هم کور ودان  زه  پخپل  وا رله  دوی  ټولوڅخه  مننه کوم خدای(ج) دې دوی ته  اجرونه، ګران افغانستان او افغان ولس  ته  خپلواکي  او سوله ورپه برخه کړي .
الله امین یاربالعلمین
http://nakhtar.bloguna.tolafghan.com/posts/18067

دپنجوايي شهیدانو ته ډالۍ شوی غزل
وحشت رااخیستي

ماښام  راسوځي شپه  راسوځي  شین سهار اسوځي
غرمه اوزېړمازدیګری  هم  دا غدار راسوځي

راغلل جامو کې دملیار چې زموږ وطن کړي سمسور
چمن  راسوځي بڼ  را سوځي لاله  زار  راسوځي

دلته  راغلي ګورګښان  په مرستیالي لباس کې
کلي بانډې یې کړل  رالوټ اوس کوهسار راسوځي

هغه چې میندو پکې  راوړل اتلان نړۍ ته
دلر اوبر دزړګي سر لوی کندهار راسوځي

زړه مې ترق  چوي  شهیدان  دزنګاوات  چې کړم یاد
غرېو مې مرۍ ونیسي اه مې دزړه  ښار راسوځي

هم دبابا ولي زیارت هم چهل زینو په سرکې
سلګۍ مې واخلي زه وېرېږم  شامزار راسوځي

دمیرویس خان په مېنه اوربل  دی لا نه یې وینئ
احرمن سرې لمبې راوړې  نوبهار راسوځي

پایلوڅو پاڅئ یو ځل بیا له ګوره سر  راجګ کړئ
ستاسوپه چم کې سره ګلونه دګلزار راسوځي

ارغنده ته ولې ویده یې غوړمبهار د څه  شو
هلمنده لاس ورکړه پکتیا او ننګرهار راسوځي

ته سوله ماتي سوله ساتي  بولې ړونداو کوڼ  شې
ته یې لا نه  وینې زرین  تاریخ  د پلار راسوځي

هم یې له ستوني یو نیولي هم ځان  دوست  رابولي
خیبر به وران کړي  په ولله بیا به مزار راسوځي

له کرښې  داخوااخواجوړپه  پښتنو محشر دی
سوات  پېښور یې کړل  راوران  پاړه  چنار راسوځي

دابدالي زور یې لیدلی وار له موږه اخلي
دا دګورګین بچوڼي ګورئ  زموږ وقار راسوځي

ډېوې یې مړې کړې دمحفل نغمې خاموشې سولې
شهباز په ګوتو کې سا ورکړله ستار راسوځي

شېخ دشیطان  تر وزرلاندې جنتونه  غوښتل
کورته یې  راوست  هم مو ننګ هم افتخار راسوځي

موږ تودول  خپلو لستوڼو کې ځانو ته ماران
اوس مو دا دنګ دنګ پښتانه لکه چنار راسوځي
بســــــــــمله  ته ولې ګیله کړې له  داړونکوخلګو
وحشت رااخیستي نن  کونړ سبا تخار راسوځي
ماښام  راسوځي شپه  راسوځي  شین سهار اسوځي
غرمه اوزېړمازدیګری  هم  دا غدار راسوځي