عبدالباری"عارض"
په دی ورځو کی چی اوسنی حاکمیت د نهایت ناتوانی ،داخلی اختلافاتو او بی باوری په لومه کی بند دی ،وخت ناوخته د امریکاییانو او طالبانو ترمنځ د خبرواترو ،او په خاصو توګه د بهرنی قواو، دمخه تر وخت وتلو انګازی خپری دی، ځنی کورنۍ او بهرنۍ کړۍ او افراد د ځینو خاصو دلایلو پربنسټ،هڅی کوی چی که وکولای سی
د مثال په توګه د جان آلن او یا د بحران بین المللی ټولنی اویا د جان میکن په ګډون دری امریکایی سناتورانو او موازی دهغوی سره ځنی داخلی کسان او کړۍ ، په دی وروستیو کی داسی نظریات خپروی چی ګواکی د امریکایی قواو وتل به داخلی جګړه را منځ ته کړی، منطقه به بی ثباته کړی،امریکا او اروپا ته به خطر متوجه سی خلاصه نړۍ به د ناامنۍ خواته ولاړه سی. دا نظریات هم لکه د کرزی دحکومت دغړو ترمنځ عقیدتی او نظریاتی اختلاف او د ناټو هیوادونو ترمنځ د واحدی ستراتیژی نه شتون ،د مختلفو اهدافو او ګټو په منظور د مختلفو کسانو او کړیو له خوا ارایه کیږی.
جان آلن تر هرڅه دمخه په افغانستان کی د خپلی باچاهی ددوام لپاره د عسکرو د نه وتلو غوښتنه کوی ، جان میکن او دوه نور سناتوران چی د افغانستان څخه د امریکایی عسکرو وتل نه غواړی ،واړه جمهوری خواهان دی په دی توګه د امریکا عامه افکار په انتخاباتی کمپاین کی د جمهوری خواهانو لور ته را اړوی او اوس هم د خپل پخوانی دریځ دفاع کوی، او داخلی افراد او کړۍ د دو مهمو عواملو پر بنسټ د افغانستان څخه د بهرنیو عسکرو وتل نه غواړی . اول داچی دوی کله کله وړی او لوی سهوی د ولس او هیواد په خلاف کړیدی نوځکه د بهرنیو عسکرو په وتلو ځان مصون نه احساسوی او دوهم ددوی هغه ثروتونه چی په خواریو او غریبیو یی پیداکړی دی،دبهرنی عسکرو په وتلو، د پوښتنی د خطر سره مخ کیدای سی نو ځکه افغان غمیزه او د بهرنیو عسکرو شتون یوازنی لاره د خلاصون بولی.
هیره دی نه وی چی یو بل امکان هم له نظره نسی غورځیدلای هغه دا چی شاید سی آی ای د پلان له مخی د افغانستان په هکله په ضد او نقیض افکارو او نظریاتو خپرولو سره د امریکا د سیاست اساسی لوری او موخی په سیمه کی نه یوازی نه په ډاګه کوی بلکه په دی کړونو اوبه خړی کوی ماهیان نیسی. که داسی وی نو سربیره پردی چی د طالبانو او امریکایانو ترمنځ به بی باوری زیاته کړی بلکه په سیمه کی به نیمګړی د اعتماد فضا نوره هم خړه پړه کړی چی هغه به نه د امریکا په ګټه وی، نه د افغانستان او سیمی په ګټه وی. ځنی داسی هڅی هم ترسترګو کیږی چی ګویا استخباراتی کړۍ په فعاله ډول د مخالفینو تر منځ داختلاف او څو دستګۍ کوششونه کوی ، پداسی حال کی چی په دولتی کړیو کی د درزونو څخه مطمین دی. امریکا له یوی ځوا د طالبانو سره خبرواترو ته ناست دی له بلی خوا په تبلیغاتی او روانی جګړه ورسره مصروف دی له بله طرفه هڅه کوی په افغانستان کی یا تر سرحد بهر نوری نوی کړۍ او ګروپونه را منځ ته کړی ترڅو په دی ډول افغان ولس نورهم پر زیاتو ګروپو،تنظیمو او کړیو وویشی ، اما دی کړونو ته به د سولی د بهیر د چټکتیا رنګ ورکوی خو هڅه به وسی چی بهرنۍ سیالۍ او زورازموینه په افغانی ډګر کی د جګړی تر چتر لاندی ترسره سی .
نوځکه وایی د بهرنیانو په وتلو به افغانی واکمنی سامبال نسی او افغانانو تر اوسه ددی وړتیا نده پیدا کړی چی خپل دولت اداره کړای سی.که ددوی مطلب دهغو کړیو او افرادو څخه وی چی دوی راوستلی او نصب کړیدی ،یقینا هغوی نه ظرفیت لری او نه ملی استناد لری. د هغوی یوازنی سپوټ کننده او استناد بهرنیان دی او د بهرنیانو په وتلو به یقینا دوی واکمنی سامبال نکړای سی. اما په دی معنی نده چی افغانان توانمند ندی او یا نسی کولای خپل هیواد اورژیم سامبال کړی.تاریخ ددی امتحان شاهد دی.
جاری عینی واقعیتونه دا ډول خیالات او پروپاګنډونه د تاریخ و څپرکو ته سپاری او د نورو ناکامه ستراتیژیو په څیر به د تاریخ یو پاڼه سی. افغانستان د تاریخ په اوږدو کی خپل حاکمیت په خپل توان تمثیل کړیدی هغه هم پداسی ډول چی د نړۍ نورو ملتونو ددوی د ښه تدبیر او سرښندنی له برکته خپلواکی ترلاسه کړیده افغان ولس دزمانی په تنور کی نور هم پوخ سوی دی ،دوی کولای سی خپل مقدرات په پیاوړی ارادی په ښه توګه سامبال کړی ،که بهرنیان صادق اوسی او په افغانستان کی د لاس وهنی څخه لاس واخلی ، نو افغانستان به د امن زانګو، د عدالت مظهر او د واک قوی ممثل هیواد وی او دنړیوالی ټولنی د فعاله غړیتوب هڅی به جاری وساتی داځکه چی عینی واقعیتونو اوس حقایق را برسیره کوی او د اینده لاره پرانیزی، افغان ملت اوس تربل هروخت د اتحاد او پیوستون په معنی پوهیدلی دی ،افغان ولس وکولای سوای فرعونی مغزونه هم د واقعیت په میدان کی د عینیت پربنسټ په مساوی اړخ و خبرو ته کښینوی او کله یی هم دا طاقتونه د خپلو ولسونو د عکس العمل سره مخ کړی دی.
کله چی د واقعیت او عینیت خبری کوو نو دپام ونه غورځول سی چی د امریکا او اروپا دوستی او ښه مناسبات سربیره پردی چی له اقتصادی پلوه د افغانستان ګټی تامینوی بلکه په سیاسی ډګر کی هم د نړیوالی ټولنی د یو با اعتباره او فعاله غړیتوب پوره ضامنت کولای سی. نوځکه ویلای سو چی حالات حساس ،بحرانی او حادثه جوړونکی دی . په داسی حالاتو کی د پاڼ او پړانګ ترمنځ تیریدل یو سړو اعصابو ،ښه تدبیر او پوره ځیرکتیا ته اړتیا لری،ترڅو د پړانګ قهر هم ونه پارول سی او د پاڼ سره هم د ډغرو خیال نه وی. همدا ځای دی چی د ملی پیوستون ضرورت په ګوته کیږی خو دا ملی پیوستون په هیڅ ډول نباید د اسی تعبیر سی چی ټول افغانان د متهمینو او مجرمینو څخه نیولی بیا تر عالم ،دیپلومات او مظلوم پوری ټوله په مختلفو افکارو او مختلفو غوښتنو په یوه پله د ترازو کی کښینول سی ، بلکه مطلب د ملی پیوستون څخه باید دا وی چی ژبنی ،سمتی ،قومی ،مذهبی تعصبات لری کړل سی او ټول ولس د هیواد په غیږ کی د وروڼو په څیر یوازی او یوازی د یوه افغانستان او ولس تر نامه لاندی متحد سی.که چیری هرڅوک د عظمت غوښتنی او پردیو ګټو د تامینولو لپاره ،د یو کوچنی داسی ګوند یا جبهی په پرانیستلو سره چی پر ژبنی ،قومی او سمتی بنسټونو ولاړ وی،د خپلو تیرو کړونو او کردار سره سره دزعامت خیال کوی نو طبعی خبره ده چی غیر له ماجراجویی او ملی وحدت ته تاوان رسول ،بله موخه نلری.
زموږ دټولو ناخوالو او بهرنۍ اوچته لاس وهنی سربیره افغان ولس وتوانید خپل وجود د یو واقعیت په حیث په سیمه کی ثابت کړی ،د زور او جفا سرکشه فکرونه مهار کړی او دعینیت په ډګر کی د ملی حاکمیت د ترلاسه کولو جوګه سی.اوس اړتیا داده چی زموږ سیاسی ځیرکتیا باید د نړیوالی دیپلوماسی سره سم تکامل وکړی د حریصو اوهستوی قوتونو په منځ کی د هیواد ځمکنۍ بشپړتیا او استقلال ساتل یوازی د ښه دیپلوماسۍ او د بهرنی مناسباتو په انډول کی مضمره ده ،کله چی په مناسباتو کی د انډول خبره کیږی نو فورا د افغانستان همیشنۍ خارجی پالیسی ته توجه اوړی یعنی د سیمی او نړۍ په کچه دفعالی او مثبتی بی طرفه پالیسی تعقیبول دی .دا یوازنۍ لاره د بقا او تحفظ ګڼل کیدای سی .په کورنیو چارو کی مترقی دموکراسی چی بنسټ یی د خلګو د اکثریت د حاکمیت تمثیل دۍ باید د اصل په توګه تبارز وکړی ،مدنی نهادونه باید په ملی روحیه سامبال او تقویت سی ،د ښځو حقوقو ته باید د اسلام او ملی ارزښتنو په محدوده کی خاصه پاملرنه وسی. د جنسی تبعیض او تشدد مخه باید ونیول سی،د تعلیم اوتربیی شرایط باید په ښه توګه برابر کړل سی خو د دموکراسی تر نامه لاندی د غربی خرافاتو مخه باید د خپل اصیل کلچر د تحفظ په منظور په کلکه ډپ ګړل سی.همدا ډول د مور او کوچنی ساتنی ته باید په دولتی سطح خاصه پاملرنه وسی.ښځه د ټولنی په پیدایښت کی مهمه ونډه لری ځکه د عالی مقام او ستر ارزښت خاونده باید وی ، اسلام او افغانی دود تر بل هرچا د ښځو د حقونو درناوی کړیدی .