زورور

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
د مولانا ډاکـټـر محمد سعید « سعید افغاني » لیکنه
زورور
ډیر زورور  دی.
زیات  قدرت او توان  لری.
مال ، هستي ،  سره او سپین ئی  هم  زیات  دي.
قوم  او قبیل اولادونه ، ځایونه او ځمکی ئی هم  ډیری دي.
ډیر مغرور او بی انصافه  دی .
هرڅه ئی   چي   زړه غواړي ، کوي ئی .
د چا په زوریدلو نه زوریږي او نه په دی کښې چورت وهي   چې  خلک  ولی  بی موجبه  وزوریږي.
اکثر د خلکو له حال او احوال څخه واقفیت نه لري او نه ئی  په دی  خوا پام  لیدل  کیږي، حتی  لیا نه  داسی  زوریدل منې .

د ځانی خوښي ، صحنو او خبرو پسی ئی  دوه غوږونه  او دوه سترګی څلور  دي څو  چې همدومره  چې  د ده فکر په کښی لږ شانې ستومانه شې   د اوریدو او لیدو د پاره ئی حاضریدی  نشې .
ساعت تیری دپاره زیاته هڅه لري ، د خوراک او څښاک  دپاره ښه سرشته  برابروي  او  د توان څخه ئی هم پوره  ده .
اشتها ئی  ښه او صحت ئی  جوړ دی .
د ښکار شوق لري او وسایل  دتګ او راتګ ئی  ښه دي.
متاسفانه هرڅه لري خو انسان نه دی او نه د انسانیت زړه او عاطفه په کښی لیدله کیږی!
افسوس  نصیحت نه اوري  او نه  د وخت د ایجاباتو پروا لری !
واقعآ  څومره چی  دی د ټولنې او اجتماع  څخه  لرې دی، هغو مره  اجتماع  اوټولنه هم  له  ده څخه  لری  ده !
په ډیر جرئت باید ولیکم او ووایم :
وطن دوستان  او دوطن  خدمتګاران  باید  د دغه شانی عناصر و په مقابل  کښې  نه  ستومانیدونکې  مجادله  جاري وساتي .

سعید افغاني
۱۳۵۰ هجری شمسي ـ  کابل
www.said-afghani.org