دقره قل او چپنی مشر لاسته راوړنی

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
منصور احمدزی                    
( دریمه برخه )    20-03-2012

را ځی چه له رښتیا تیر نشو تورته تور او سپین ته سپین ووایو

دارګ چپن دار ته پکاردی چه دکندهار دزنګی اباد او بګرام د پیښی شهیدانو ورځی په هیواد کی ملی ماتم اعلان کړی ښونځی پریږده چه پوهنځی دی په نومونو کړی .  پوهنځی او د لوبو ډګرونه دافغانانو دقا تلا نواو ملی خا ینینو په نومونو سره اړول  دافغان ځوریدلی ملت سره جفا  او دوام به هم ونکړی         

په افغانستان کی هرکله چه مر کزی حکومت کنترول دلاسه ورکړی نور بیا د ځینی قومی لګکیو څخه ځینی کسان چه ګټی او موقف یی دخطر سره مخامخ شی بیا ځانونه مشران لا څه دفیدرالیزم اواز هم پورته کوی لکه نن ورځ څوتنه پرتاجک هزاره  او ازبک قومونوځانونه دمشرانو په تو ګه  ور تپی  چه نوموړی قومونه  دهغوی مشر تیا خپلو قومونو ته سپکاوی ګڼی مګر دارګ چپن دار دخپلو ګټو لپاره  پر هغوی  ور تپلی چه دا بی هویته دافغانستان خاوری او ولس سره  په خیانت تورن دی او دپردیو په لمسون د ملی افغانی ټولنی پر ځای بیا قوم  پا لنه تر هغه وخته روزی چه ددوی ار مانونه پوره شی چه دا ډول څیری دایمی نه بلکه لنډ مها له او بریا هم نلری مګر دټولو جنایاتو سره سره بیا هم دارګ چپن دار تر خپلی چپنی لاندی ساتلی       
یو عالم وایی  چه حقیقت له دری مر حلو څخه تیریږی  لمړی  مسخری پری وهل کیږی   دوهم  مقاومت ور سره کیږی دریم دیوه حقیقت په توګه پیږندل کیږی  
طالبان ددی خاوری اصیل اوسیدونکی دی دتاریخ په اوږدو کی له کومی بلی سیمی هم ندی راغلی او داشغالګرو په وړاندی یی وسلوالی مبارزی ته مخه کړی دادی څه دپاسه لس کاله دامریکی په مشری د ( ۴۵) هیوادو سره په جګړه بوخت دی چه دارګ چپن دار څوڅو ځله ورته دخبرو وړاندیزونه وکړل چه دهغوی له لوری په کلکه رد شول او دچپن دار اداره یی پردی او لاس پوڅی اداره بلله  چه دا یو حقیقت دی   
پدی لسوکلونو کی د ډیر و بی ګناه وګړو وینی وبهیدلی مګر  نن امریکایان  نیغ په نیغه طالبا نو سره خبروته کشیناستل او د حقیقت په توګه یی و پیږندل مګر دارګ چپن دار ته دواړو لوروپه خبرو کی دګډون برخه ور نکړه
اوس د ټولو نا خوالو  وینوتویدو او ویجاړیو  پړه پرامریکی اچول  کیږی  دبل لوری دا ټولو افغانانو او نړیوالو ته نوره هم ښه په ډاګه شوه چه امریکایان  دافغانستان جګړ ی  ختمول نه غواړی بلکه غواړی چه دسیمی هیوادونه هم  په جګړه کی ښکیل کړی چه  په قطرکی  هم خبرو کی صادق  نه وه ځکه خو  طالبان  له خبرو په شا شول اوس امکان ددی  شته چه امریکا افغانستان کی هم دعراق په شان دملت او حکومت تر منځ نفاق ته لمن ووهی  مګر عراقی ولس او حکومت دواړو دتوطی مخه ونیوله بلکه په ګډه  یی دامرکایی عسکرو دوتلو غوښتنه وکړه چه کامیابی ور په برخه شوه            
ولی امریکایی عسکردغچ اخستلو په خاطر دافغانانو ما شومان په ډله ایزه توګه شهیدانوی بیا اور ور اچوی  جسدونو سره یاد ګاری عکسونه اخلی   دبدن غړی یی له ځان سره ساتی  او یاهم دطالبانو پر شهیدانو .......کوی  دا د صبر کاسه نوره ډکه نشوه او که بیا پلټنی او بخشنی ؟
اوس پو ښتنه دلته دی چه دارګ چپن دارهغه د بشری حقونومشره  سیما ثمر دیو ه قوم په چوپړ کی ولی اواز نه پورته کوی او نور دانسانی حقونو  سوری وهونکی ټیکه داران او امریکایی چپړاسیا نو څخه داپوښتنه وشی چه دد ډول اعمالوتعبیر څرنګه کوی او اشغالګرو ځواکونو ته  دداسی چلند ونو حق   ملل متحد   دارګ چپن دار اوکه  ډبل عبدالله او یونس قانونی ورکړی دی ؟    
پدی کی شک نشته چه کابل کی په ډالرو اخستل شوی امریکایی چپړاسیان له وجدان څخه محروم  به هم دخپلو بادارانو دسپیناوی لپاره دلایل وړاندی کوی    
امریکایی یرغلګر فوځیان دداسی او لدی بد تر ه اعمالو په سرته رسولو سره په نړیواله کچه پیږندل شویدی چه دارګ چپن دار یی یوازی په څو ټکو محکومولو او یا دکمیسیونونو په جوړولو سره پای ته رسوی چه بیا ورځ نه وی تیره چه له تیرو څخه بدتره غمیزه چه نن دکند هار د پنجوایی چه  ملی ماتم دی  او پرون دبګرام په هوایی ډګر کی دقران عظیم ایشان  سوځونه تر سترګو او غوږوکیږی چه دارګ چپن دار پدی ټو لو جرم او جنایاتو کی ور سره شریک دی پدی نه کیږی چه څو مداریان یی په خواکی ناست دی اوډ مبکی  ورته وهی دولسمشر خطاب ورته کوی مګر تاریخ  پټیدای نشی هغوی به هم دولسمشر خطاب ورته وکړی څه ډول ولسمشر   شاه شجاع   او که  ببرک؟  
دافغانستان علماووشورا دطلوع تیلویزیون په هکله څوڅو ځله شکایتونه کړی وه مګر تیر میلادی کال یی پریکړه وکړه چه دطلوع تیلویزیون دافغانی کلتور او عقیدی خلاف خپرونی کوی  دارګ له چپن دار څخه یی په کلکه غوښتنه وکړه چه دا تیلویزیون نور وتړی    
طلوع تیلویزیون  ددی نه علاوه دری پیغلی نجونی هم په مرموزه ټوګه  ووژلی چه وروستی یی دارزو په نوم سره د ناوړه جنسی اړیکوله امله ووژله چه ترنن ورځی پوری امنیتی اوعدلی ادارو پو ښتنه ونکړه چه یوملاتړی یی هم مخدوم رهین داطلاعاتو  او کلتور وزیر دی چه دارګ چپن دار یی تراو سه په تړلو کی عاجز پاته  دی او د بل لوری دعلماوو شورا هم دخپلی پریکړی دعملی کولواقدام و نکړ چه علت یی معلوم نشو؟
دارګ چپن دار په اداره کی فساد او خپل سری  اخری سرحد ته رسیدلی دمثال به توګه عطا محمد نورڅه دپاسه  لسو کالوڅخه را پدی خوا  دبلخ والی اوجمعیت باند غړی دکره شواهد و په اساس چه پلرنی جایداد یی دری بیسوی ځمکه وه او نن ورځ  د یو میلیارد  ډالرو څخه زیاتی شتمنی خا وند شو یدی دبل لوری په تیرو لسو کلوکی د(۵۰) په شاوخواکی د پښتنو مشران وژلی دی او دارګ چپن دارتراوسه پدی ندی توانیدلی چه نوموړی له دندی ګو ښه او یاهم بل ولایت ته واستوی او کله کله دارګ چپن دار ته دمکی ور کوی چه مجاهدین به وسلی ته لاس کړی کوم مجاهدین ( دهند ٬ ایران  ٬ روسی او....ګمارلی) چه له یوه پکول او یوه کلا شنکوف سره د  (بی ٬  ۵۲ )  الوتکو پواسطه دبدخشان   کولاب او پنجشیر له سوړو څخه کابل مزار شریف او نورو ښاروته ورسول چه دوی دمجاهدینو دنامه لپاره تورداغ بلل شویدی اومجاهدین پری شرمیږی نه بلکه لعنت پری وایی چه له تیروخت څخه تر نن  پوری دوی په جاسوسی او وطنفروشی سره پیږند ل شویدی       
دلوړو زده کړو وزارت سر پرست وزیر چه دایران خاص ګمارلی او د تعصب کڅوړه بلل کیده  په تیرو کی داسی خپرونی هم وشوی چه نوموړی وزارت  پر ایران وپلورلو د ذکر شوی وزارت په برخه کی  په زرهاوو اسناد شته چه دیوه قوم به چوپړ کی وه  مثال  د (۲۰۱۱ ) کال دکانکور ازموینی پایلی کله چه اعلان شوی د کندهار ولایت څخه  (۱۱۰۰)  تنو دکانکور په از موینه کی ګډون کړی وه چه له هغو څخه یوازی  (۲۵۶) تنه بریالی اعلان او د  ارزګان ولایت څخه دکانکور په ازموینه کی (۶۰۰) کسانو ګډون کړی وه چه (۶۰۰) تنه ټول بر یالی اعلان شوی وه علت یی دا نه وه چه دارزګان ولایت شاګردان ټول نابغه وه بلکه د لوړو زده کړو سر پرست وزیردارزګان اوسیدونکی  اودهزاره قوم سره تړاو درلود بل مثال یی کله چه محصلین هند او ترکی ته دزده کړولپاره لیږل دارګ چپن دار ارګ ته ور غوښتی  وه دخبرو په لړ کی یی پوښتنه کړی وه چه دارزګان ولایت څخه څوک راغلی دی  یودم (۵) تنه ورته پورته شوی وه  چه بیایی ورته ویلی وه چه نور څوک نه وه پدی وخت کی  وزیر چپن دارته ورنږدی په غوږ کی ور پسنیده  وروسته یی ویلی وه چه دوی ډیری لوړی نمری اخیستی وی        
زما په اند دا تر ټو لو سترخیانت دی چه د افغانستان دځوانانوپرحقوقو باندی سترګی پټیږی او یوه قوم بیا دیوی سیمی اوسیدونکو ته ورکول کیږی نوموړی سر پرست وزیر دښمنی په ځانګړی تو ګه له پښتنو سره پیل کړی وه چه به سلها ووشواهد موجود دی اودارګ چپن دار  په رڼوسترګولیده مخه یی نه نیوله بلکه په شا یی ټپا وه چه ماما تکړه شه اوس به نوی وزیر ته ګورو چه دتیر سر پرست وزیر تګلاره تعقیبوی او که دیوه وطن دوسته افغان په شان تګلاره خپلوی         
دارګ چپن دار د ملی امنیت پخوان مشر د ( سی  ان  ان ) تیلویزیون  سره په یوه مرکه کی ویلی وه چه  په سلهاوو پښتانه می پخپل لاس وژلی دی .  چه دارګ چپن داریی په سترګو وینی  په غوږ و یی اوری او پری ویاړی     
دا ښاغلی  غټ غټ خوبونه وینی او په سیاست کی ګوتی وهی وایی چه طالبان  آی اس آی اوالقاعده  یی دښمنان دی  که  اصل ته پام وکړو زموږ ختیځ او لویدیز ګاونډی هیوادونه زموږ د هیواد په برخه کی ښه نظر نلری په بی شرمی سره هر ډول لاس وهنی کوی  مګر دی ښاغلی دایران دلاس وهنو څخه یوه ورځ هم یادونه  نه وه کړی بلکه دایران پر لاس وهنو یی پرده اچوله دبل لوری یوه ورڅ آی اس آی او القاعده ونه ویل  چه طالبان زموږ لپاره کار کوی مګر د امریکی  او بریتا نی رسنیوپه بربنډه توګه ولیکل چه امرالله صالح زموږلپاره کار کولو اوامکان لری چه اوس به هم هغه دنده په غاړه ولری ځکه چه جاسوسان  جنګی مجرمین اووطن فروشان نن ورځ سیاست پوهان  اتلان  او مار شالان شو ید
دار ګ چپن دار دحکومت ټول وخت پر سازشونواو  مصلحتونو تیر شو چه دا نه کاری کابینه نه دملت په ګټه او یوازی او یوازی دجنایتکارانو او مفسد ینو  په ګټه دی چه پدی هکله زموږ دهیواد لیکوالان  په لیکلو ستومانه چه بد بختانه بد بختانه تر نن پور یی هیڅ ګټه ونکړه دملت غوښتنو ته یی غوږونه کاڼه او دروازی تړلی دی او پری راټولو شرمښانو او جنایتکارانو ته در وازی پرانستلی او غوښتنی یی دزړه په غوږو اوری .

دوام لری