په منځنۍ آسياکې خپلواک حکومتونه ....

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
ليک : مسح الله (عصام)
په بغداد کې خلافت بنوعباسو ختميدل پيل شوې ؤ نود اسلامى حکومت په طول و عرض (لرې پرتو ) سيموکې خپلواکه حکومتونه تشکليدل مګرهغوى دخپل برکت حاصلولو لپاره اود عامه وګړو د اطمنان په نظرکې نيولوسره به ديادو حکومتونو بادشاهانو د خليفه بغداد څخه احکام اخيستل اړين ګڼل ، او دخلفاء تګلاره دا وه هغوې  به چې دوه بادشاهانوکې څوک
د ډير طاقت خاوند و فرمان به يې دهغه په باره کې جارې کاوه ، په ځينو وختونوکې به يې ديوې سيمې لپاره د دوه بادشاهانو منظورې ور کوله ، چې په محدوديت او زوال کې هميشه هم داسې کيږې ،
په ثمرقند ، بخارااو قفقازسيموکې هم د خلافت بغداد د زوال سره خپلواکه حکومتونه رامنځته شو ، ترټولو لومړى خپلواکه حکومت سامانى قوم خلکورامنځته کړچې ٨٧٤ ع څخه تر ١٠٤٠ کلونو پورې يې دوام کړې ؤ .
په سامانى بادشاهانوکې اسماعيل کوم چې خليفه معتمد دټول ترکستان بادشاه ټاکلى ؤ ترټولو اولنۍ بادشاه ياديده ، هغه د خپل ورور نصر په سيمه او حق غصب کولو وروسته حکمران شوي ؤ ، داسماعيل په زمانه کې عمرو بن ليث چاچې په ايران حکومت قايم کړي ؤ او د اسماعيل خلاف يې توره پورته کړي وه ، مګر هغه ماتى خوړلې  او قيدشوې ؤ  ، په تواريخوکې د هغه متعلق يوه سبق ورکونکى واقعه شتون لرې ،کله  چې د قيد  اولنى شپه يې وه اودخپلى خيمې ( کومه چې هغه پکې قيد ؤ ) دهغه په مخکې کې د هغه خادم خوراک چمتوکاوه اوهغه ورته کتل ، د ډوډۍ دپخولو لپاره يوازينى لوښې ؤ کله چې په هغې کې خوراک پوخ شو نويو سپى راغى اوپه هغه کې يې خوله ورښکته کړه چې پدې سره يې سرپه هغه لوښې کې ونښته اودهغه لوښې او خوړو سره وتيښتېده ، عمرو ددى واقعى په ليدلو سره وخندل ...
ساتونکى ورته وويل آياپه قيد کې څوک پدې ډول خاندې اوماداسې څوک نه دې ليدلې چې په قيدکې وې او خاندې ، نوعمرو ورته وويل :
نن چې کله زه ازاد وم نوزما ملازم راته شکايت وکړ چې زما د مطبخ (لنګر)دلوښو د اوچتولو لپاره درى سوه اوښان کم دى اونن شپه يوزاى يو سپى زما لوښې سره د خوړو تښتوې ...........؟
دسامانيانو په زمانه کې دټولى منځنۍ آسيا پلازمېنه بخارا شريف ؤ اوسامانى دور حکومت لدې امله د ډيرو برکتونو والا  ؤ چې په ځانګړى ډول سمرقند او بخارا د مسلمانانو عملى ، مذهبى اود کلتورى کړنو مرکز ياديده .
پدغه زمانه کې دمسلمانانو چې دقرانکريم نه وروسته ورته اصح الکتب يا صحيح بخارې شريف حضرت عبدالله بخارې د شپږسوه زرو د آحاديثو مبارکو ذخيرې څخه د چانټې وروسته ليکلى دى ،  هغه د بخارا اوسيدونکى ؤ په بخارا کې پدې ډول اسلامى کتابونه او پوهنتونونه  ؤ چې کوم يو بل اسلامى ښاردهغې بيلګه نه شې وړاندې کولاى ، د مذهبى درس تدريس اود اسلامى تقوى په وجه دمکى مکرمى او مدينې منورې څخه وروسته ترټولو ډيرشهرت ورته په برخه  ؤ چې تر ننه پورې د ځينو قومونو خلک خپل ځانونو سره بخارى ليکې .
دسامانى خاندان د زوال سبب دهغوې دخپل منځۍ بى اتفاقۍ څخه رامنځته شوېدې ، د سامانيانو څخه وروسته د منځنۍ آسيا د حکومت وارثان ترک او تاتار ياديږې ، او مشهور سلجوقى حکومت منځ ته راغلې دى ، ددې خاندان دځينو بادشاهانود پوهى ، وړتيا اودلويو کردارونو خلک پکې تيرشوې دې  دنړۍ په تاريخونوکې دداسې بادشاهانوبيلګې ډيرې کمې ترسترګوکيږې ، دنيک بختۍ څخه په هغوې باندې ډيره موده حکومت کونکوکې د نظام الملک په څيرلايق اودپوهه وزيرخدمتونه ورته ور په برخه شوې ؤ ، کوم چې د (سياست نامې) په څير يو مشهور کتاب ليکلې دى اوپه هغې کې د بادشاهانو د سياست دتګلارې اودهغوې د حکمرانانو کړنې او طريقې يې پکې بيان کړيدې ، پدغه دور کې حکومت او دکلتور مرکز نيشاپور ته انتقال شوې ؤ مګر دبخارا تقدس اوبرکت په خپل ځاى پاتې ؤ اوخلفاء بنوعباس تش په نامه خلفا پاتې شوې ؤ ، الپ ارسلان ، ملک شاه اوسلطان سنجر ددغې خاندان بيسارې بادشاهان ؤ دملک شاه دور ترټولو ښه ؤ هغه له يمن څخه د جيحون پورې پراخه او پلنه سيمو ته ١٢ وارې سفرونه کړى ؤ ، اوپه هم دغه علاقه کې دهغه سلطنت قايم ؤ په ١٢ پيړۍ عيسوې کې دهغوې د خاندان هم زوال پيل شو ، له هغوى وروسته پنځوس ، شپيته کاله په منځنۍ آسياکې ګډوډې او جنګونه ؤ او دغور او خوارزم شهزادګان باغيان شوې ؤ  اوپه بيلابيلو سيمو قابض شوې ؤ  او جنګونه يې پيل کړې ؤ  ، اوکوم مرکزې حکومت پاتې نه شوې ؤ  خوارزم ( خيوا) رياست کې يوترک افسرمحمد قطب الدين حکومت قايم کړې ؤ اود خوارزم شاهى لقب يې اختيارکړې ؤ دخوارزمو شاهى خاندان حکومت کې پراخوالى راغې مګر په عين حال اودور کې دشمال خواڅخه دمنګوليانو بريدونه پيل شول ، او چنګيزخان اودهغې وروسته ځآى ناستو په منځنۍ آسياکې ( هندوستان ، اندولس او افريقاڅخه ) سربيره د تولى اسلامى نړۍ ښارونه او کورونه برباد کړل پربخارا باندې د چنګيزې لښکرد بريدحالت ليکلو سره په تاريخ کې ويل کيږې په  (( تاريخ بخارا)) کتاب کې دهغې مصنف ليکلې دى دښار وګړو په ويريدولو سره د چنګيزخان خواته ولاړل اود رحم لپاره يې يو وفد واستوه اولدې سره  سملاسې منګوليان ښارته دننه شول په بخارا کې عظيم الشان جومات کوم چې د سامانى خاندان تعميرکړى ؤ د چنګيزخان توجو اوپام ځانته واړوه ، هغه په خپل اس باندې سور ؤ او جومات ته دننه شو ، اودلوى ممبرخواته ودريده دهغه ځوى هم هغه سره پر ممبراوچت شو ، چنګيزوپوښتل آيا داد سلطان ماڼۍ ده ...
هغه ته وويل شو نه داد الله ج کورجومات دى هغه له خپل اس څخه ښکته شو ممبرته اوچت شو او منګوليانو ته يې وويل :
واخه کټ او پرې شوې دى او اسونوته خوراک ورکړئ ، اودا اشاره وه په ډاګيزه توګه دهغه ظلم  او لوټ مارکولو ته اولدې وروسته منګوليان په اهل بخارا باندې دشرمخانوپه څير راټول شول ............
دا بریښنالیک پته د چټیاتو تر وړاندې ساتل کیږي. تاسې د جاوا سکریپټ فعالولو ته اړتیا لرئ څو یې وګورئ.
دا بریښنالیک پته د چټیاتو تر وړاندې ساتل کیږي. تاسې د جاوا سکریپټ فعالولو ته اړتیا لرئ څو یې وګورئ.


ليک : مسح الله (عصام)