معلم عبدالقیوم
ګرانو لوستونکو : دپنجوائې ولسوالي مرکز دکندهار ښارڅخه (۲۰) کیلومتره لیري دجنوب غرب خواته پروت دئ.او( زنګي آباد) په عا میانه تلفظ( زنګاوات) دولسوالۍ دمرکزڅخه (۲۰) کیلومتره نورهم لیري دجنوب غرب خواته یوه پراخه دانګورو دباغونوډکه ساحه پرته ده. دغه وطن پردولویو برخو تقسیم دي لمړي ګاراج اودوهم ګاراج دهرګاراج
دوستانو :زموږپراپلم نه یودئ اونه نوی. دسولې مینه والو،بیچاره ولسه ،پارچه پارچه ولسه، بې اتفاقه ولسه! سوله دچا غواړي اودچا ترمنځ سولې ته خوښ یاست .دا غم لړلې پیښ به هم د ډیرونورپیښو پشان د حکومت لخواو څیړل سي ، لکه تیري په سلهاو پیښي چي په جدي توګه کرزي صاحب وڅیړلې اونتیجي يې معلومي سویدي عاملین يې په سزا ورسیدل ،داهم یوه له هغوده .هو دشهیدانو ورثی ته به څو پیسې ورکړل سي . زه په ولسي جرکه کي دکندهار وکیل عبدالرحیم «ایوبي» دنژدي نه پیژنم خو دمارچ دمیاشتي پر(۱۶) تاریخ مي دطلوع تلویزون پر مخ دنوموړي څرګندوني اوفساد ي دولتي دستګاه ته په نیغه ګوته نیونه اودجهاد دنوم څخه ناوړګټه اخیستونکوته حق ویل ،خوښ سول ورته بریالیتوب غواړم ، که څه عبدالجبار قهرمان اویوشمیرنوروکیلانوهم دغسي په نره خبري کوي له دوي هیله کوم خپل آوازونه سره یوه کړي.په موجوده فاسد حکومت کي دراټولو (مافیا ئې ،تروریستي ،رشوت خورو،قسم خورو، غاصیبنو، کشا فیانو ) په نوم د شمال اپوزیوسیو ن + القاعده ،ترورستانو قاچاقبرو ،ایراني، پاکستاني جواسیسو تر منځ سولي ته مه خوشحال کیږئ آیا تاسي پدي عقیده یاست چي دوي( دا پورته ذکرسوي) ناروا مخونه دکوم مشکل سره مخامخ دي ؟ زما په باور هیڅ ډول مشکل دوي نه لري ،تاسي دمزاري دمرګ په یاد کي دکرزي ددوست اوملګري خبره وانه وریدل چي ويې ویل :موږ دجنګه نه یوخسته سوي. دوي به ولي دجنګ ستړي کیږي جنګ خودوي ته تیاریوه لنګ غواده . تاسي په دا یولسو کلونو کښي یوه ورځ ددموکرات رئیس جمهور (کرزي) له خولې یا کومي میډیا څخه واوریدل ،چي دافغا نستان رئیس جمهورنن دسیاسي احزابو دمشرانو سره چي شمیره يې نژدي (۴۰) ته رسیږي یوه ورځ ولیدل ؟مګردغلو ،قسم خورو سره هره ورځ اوهره شپه ګوري . نوراسي یو ځل ددوي لږتیرتاریخ ته به مراجعه وکړو .چي دوی اونژدې باداران ددوی په خاصه (پاکستان ،ایران ) اونورزیات په قضیه کي ښکیل څه غواړي . دافغانستان مشکل ته دوي لاري سته :
اول – امریکأ اوناټوته پکارده لمړي تر خپلو منځونو یوه واحده ستراتیژي ولري ،بیا په صداقت دافغانستان په داخل کښي دموجوده ( روشنفکرو،ملي ،مترقي عناصروته موقع مساعده کړي چي په یوه یادووسیاسي حزبوکښي سره راجمعه سي). موقع داسي برابریږي چي په فاسد حکومت کي دراټولو(لنډ غرو) له تهدیده يې وساتې . دوهم – ترڅو چي دهمسایه هیوادو په خاصه دپاکستان سره مسله فیصله نه کړي یو اوبل دغه پرواک کښینولې ډالړ ماران پرواک سپاره وي ټولې هڅي به يې نا کامه وي۲۰۱۲-۳-۱۹-معلم عبدالقیوم