له ماڅخه یوه دوست د دمو کراسۍ په اړه پوښتنه وکړه ، زه غواړم
په دې هکله خپل نظر د ټولو هیواد والو او نړیوالو سره شریک کړم .
ډاکټر حرکت ۱۸ مارچ ۲۰۱۲
د بشري ټولنیزو مناسباتو په قاموس کې ، ماته د دموکراسۍ د نظري او عملي افادې په نامه کوم مناسب ، معیار، محک، افق ، شاخص او منطقي مسمی َ بهِ افاده نه ده په سترګو شوې ،نه پخپله کله په کومه ټولنه کې ددغه ډول ټولنیزو مناسِباتو شاهد یم ، نه په تېر تاریخ کې څوک دغه ډول نمونه په ګوته کولې شي او نه په راتلونکي کې زما پرې باور راتلای شي .
کوم څه ، چې پورته ما په خپل ذهني آند او تراوش سره ، وکولې شو ل په خپله منطقي ارزنه سره افاده کړم ،دا دبشري مناسباتو تېر ، اوسنې او راتلونې واقعیت او حقيت دې ، کوم یو ،چې په اوسنې مسیر ا و جهت سره جریان لري او زما په زیات احتمال سره ، زمونږ نړیوال زماني فاکتور او بعد به نړیوالو ته « صراط المستقیم » ته د اووختلو فرصت ورنه کړي .
له نېکه مرغه ، د واقعي دموکراسۍ علمي منطقي افاده ، زما په عقیده ، په الاهې کلام کې د الهي حکم په حېث ، ډېره واضح او په لنډ ډول ، په دوه کلمو « عدل او انصاف » سره افاده شوې او په مراعات سره به یي ، دموکراتیک اصول د زماني مجانب سره لایتناهي کې، لایمناهي ته تقرب وکړي او واقعي ایدیال الاهي سراسري عدل او انصاف به په ټول جهان کې برقراره شي . خو له بده مرغه ، کله چې مونږ بشري ذهني نیمګړتیاوؤ ،نفس ،شېطان ، حرص او نورو دېته ورته انساني او عام خلقتي خواهشاتو ته ګورو ، دالاهي عدل او انصاف مینه او هوس به په زیات احتمال یواځې د متقي ، مؤمنو مسلمانو انسانانو په زړونو کې محدود پاتې شي او د هغوۍ لپاره به د ځانګړي عطوفت په رحماني ورشواو دنیاګۍ بدله شي . کاشکې انساني ټولنه هم ددغه ډول مناسباتو په تقلید ذات البېني مناسبات عیار کړ ي ، پرته له ګټې به یي هېڅکله زیان په نصیب نه شي ! ! !