په خواشیني سره بایدووایو، چې دهېوادپه جګړه ځپلو سیمو کې ورځ تربلې د وحشت اژدها زموږ مظلوم او بېګناه خویندې او وروڼه په خورا ظالمانه ډول سره په شهادت رسوي په تېره بیا دا وروستۍ خونړۍ لسیزې افغان ولس ته له حده زیات دردوونکي او نه جبرانېـــدونکي ګوزارونه ورکړل
داهغه دردوونکې پېښه وه،چې دمارچ په یوولسمه نېټه دیکشنبې په شپه دکندهارولایت پنجوايي ولسوالي د زنګاوات (زنګي آباد) په دریوکلیوکې په خورابدترین او وحشت ترین ډول ترسره او زموږ بېګناه خویندې اووروڼه پکې شهیدان شول .
انا للــــــــــــــــــــــــه و اناالیـــــــــــــــــــــــــه راجعـــــــــــــــــــــــون
موږ دجرمني په بایرن آیالت کې له ټولوله درنوهیوادوالوڅخه په ډېردرناوي سره هیله کوو، چې دمارچ میاشتې په ۲۵ پنځه ویشتمه نېټه د یکشنبې په ورځ دماسپښین له ۲ دوو څخه تر ۴ څلورو بجو پورې دمیرویس نیکه جومات ته دورستیوپېښو دعمومي فاتحې اخیستلو لپاره په لاندې پتـه تشریف راوړي .
پتـــــــــــــــــــــــه :
Strasse 10 Machtlfinger
80379 - München Ubahn 3
وخت :
دماسپښین له دووڅخه ترڅلوروبجوپورې
نېټه :
دروان کال دمارچ پنځه ویشتمه
یادونــــــــــــــــــــه :
دمختل فنګ سیمه دمونشن ښارپه سهیل کې موقعیت لري .
دلازیاتو مالوماتو دترلاسه کولو لپاره په لاندې تیلیفوني شمېره اړیکې نیولای شئ .
۰۱۷۴۷۱۷۰۷۰۰
دمیرویس نیکه جومات مشرتابه هیئت