ځینې کسان د قومیت مسئلې ته لمن وهي

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
سلام خان
د افغانستان د امنیت د لیږد د بهیر مشر اشرف غني احمدزی، وایي چې اوس هم په افغانستان کې هیله شته. هغه زیاتوي چې افغانان کولای شي چې خپل هیواد د ښه مدیریت او د منابعو له ښه کارولو سره د سوکالي په لور بوځي،د اشرف غني احمدزي وایي چې اوس نړۍ دوه ډوله افغانستان پیژني. د احمدزي په خبره لومړی افغانستان د جگړې، مخدره توکو،
اداري فساد او ستونزو هیواد دئ. هغه زیاتوي چې د دې افغانستان تر څنگ یو بل افغانستان هم موجود دئ چې د هیلو، روښانه راتلونکي او هوسایي هیواد دئ. غني وایي چې افغانستان کېدای شي پر دواړو لورو روان شي. د هغه په خبره افغانان په ښه مدیریت او د منابعو او فرصتونو په ښه کارولو سره د روښانه راتلونکي په لور روان کړي،د ښاغلي غني په خبره په افغانستان کې ډیري ستونزی د افغان حکومت او نړیوالي ټولني تر منځ د همغږۍ د نه شتون له کبله رامنځ شوي دي. د هغه په خبره په تیرو لسو کلونو کې افغانستان ته رارسیدلي مرستي په سمه توگه مصرف نه شوې او په دغه هیواد کې له منابعو څخه سم کار وا نه خیستل شو،هغه تیرو لسو کلونو ته اشاره کوي او وایي چې هغه وخت افغانانو ډیره قوي اراده درلودله. خو اوس ځیني کسان د قومیت مسئلې ته لمن وهي،لس کاله مخکي موږ ډیره قوي اراده درلوده خو امکانات مو نه درلودل. که تاسو بیړنۍ جگړې ته وگورئ تاسو د افغانستان وحدت لیدلای شي. خو اوس ځیني کسان قومیت ته لمن وهي ځکه چې دغه کسان د افغانستان له پاره کومه کړنلاره نه لري،اشرف غنی همدا راز زیاتوي چې په تیرو کلونو کې افغانستان ته په یوه وار ډیر امکانات راغلل چې له کبله ئې په دې هیواد کې اداري فساد هم رامنځ ته شو.
د حل لار.
اشرف غني احمدزی وایي چې د افغانستان تاریخ ته په کتو سره دا خبره څرگندیږي چې دغه هیواد تل کړکیچونه په بریالیتوب سره له منځه وړي دي. غني د افغانستان د روان کړکیچ د حل لاره په ملي ارادې، ښه مدیریت او د ملي امکاناتو په ښه کارولو کې ویني،اشرف وایي چې په افغانستان کې باید واک له یوه نسل څخه بل نسل ته ولیږدول شي. هغه زیاتوي چې اوس باید د افغانستان د چارو جلو د افغانستان د ځوان نسل په لاس کې ورکړل شي،د اشرف غنی په خبره مشؤرتي جرگي وښودله چې په افغانستان کې خلک غواړي چې هیواد ئې باید له متحده ایالاتو سره یو ستراتیژیک تړون لاسلیک کړي. د غني په اند د یوه لوی ستراتیژیک هدف له پاره باید پر وړو خنډونو باندی خبري اتري وشي،اشرف غنی وایي چې افغانستان له خپلو گاونډیو هیوادونو څخه د یوه گواښ احساس کوي او له همدې کبله دغه هیواد ته له امریکا سره د یوه ستراتیژیک تړون شتون ارزښت لري.
هغه د بگرام زندان ته په اشاره کولو سره وویل چې افغانان نور په خپل هیواد کې د بهرنیو تر کنترول لاندي د زندانونو شتون نه شي زغملای او له همدې کبله باید دغه شخړیزه موضوع حل شي،اوس هیڅ ولس نه دوامداره دوست لري او نه هم دوامداره دښمن. خو ټول ولسونه خپلي دایمي گټي لري. د افغانستان ستونزه دا ده چې تر اوسه پوري ئې خپلي ملي دوامداره گټي نه دي مشخصي کړي. افغانستان باید لومړی خپلي ملي گټي مشخصي کړي او له مخي ئې دغه تړون لاسلیک کړي،اشرف غني احمدزی وایي چې د افغانستان د امنیت د لیږد بهیر به په پنځو پړاوونو کې بشپړ شي. د هغه په خبره د دې بهیر لومړی پړاو په بریالیتوب پلي شوی دﺉ. هغه وایي چې د امنیت د لیږد د بهیر دوهم پړاو ستونزمن دﺉ ځکه چې په دې پړاو کې په بشپړه توګه د ولایتونو امنیت افغانانو ته انتقالیږي،اشرف غنی وایي چې په افغانستان کې د امنیت د لیږد د بهیر پر وړاندې یو لوی خنډ د متخلفیو له خوا په نا مشروع ډول د قانون کارول دي. هغه زیاتوي چې افغان امنیتي ځواکونه د امنیت ساتلو ظرفیت لري خو باید له دغه ظرفیت څخه سم کار واخیستل شي،اشرف غني احمدزی وایي چې په افغانستان د ثبات یوې پروژی ته اړتیا شته چې په ترڅ کې امنیت هم رامنځ ته شي. د غني په خبره د افغانستان حالات حساس دي او د حالاتو په ښه کولو کې باید ټول ونډه واخلي،دویلوده چی نوموړی مطلب دازادی رادیو ځخه اخستل شوی دی.پای سلام خان.