دین اووطن پلورنه دنیارا نیونه

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
منصور احمدزی
13-03-2012
)  دخپلو ځانو سره حساب وکړی     مخکی لدی چه تاسو سره حساب وشی   (حدیث شریف
دانسان زړه ازارول خونه اسلامیت  نه انسانیت  نه شهامت نه غیرت او بهادری ده او یو خوند هم پکی نشته او دزړه دازارولو په هکله داسی وایی چه (دل بدست اور که حج اکبر است     از هزاران کعبه یک دل بهتراست ) اودا کار خو اسان هم ندی چه دبل  د زړه له ازارولو نه ډه ډه وکړی شی
دا بهادری هم ندی  بزدلی دی او افغان خو بهادری لری    بز دلی نلری دبهادری توغ یی په جهان رپیږی .  
یوی امریکایی منبع ویلی چه موږ د شهید سردار محمد داود خان په وخت کی هر څومره هلی ځلی وکړی چه یوتن چار واکی خپل لورته را مات کړومګر پدی بریالی نشولو مګر نن ورځ خوشبختانه چه زموږ ددفترونو تر شا افغا نا نو لیکی جوړی وی غواړی زموږ سره ووینی او زموږ لپاره ........ کول غواړی .   
وایی چه شاه شجاع دکابل په بالاحصارت کی دانګریزی نیوا کګر  پوځ سره دبندی په توګه اوسیده کله چه  دکابل اوسیدونکی به دلیدو لپاره ورغلل نور په ارامه سره به یی ورته ویل چه زه خو دلته بندی یمه تاسی پام کوی چه د جهاد څخه لاس  وانخلی لدی څخه داسی ښکاری  چه شاه شجاع له ملت او وطن سره خوا خوږی او مینه درلوده او دیوه هیواد په چوپړ کی  ښکا ریده مګرپه هغه وخت کی د نن په شان  د (۴۵) هیوادونو ا نډ وخر نه وه جوړ .   
زموږ په  لرغونی ټا ټوبی کی څه روان دی او دافغان ترنامه لاندی څه ډول کسان دپردیو به زورسره د قدرت پرګد یو  خیټی اچولی په غاړ وکی  شل شل منه دغلامی زنجیرونه اچولی  دازادی  دیموکراسی  دښځو حقوقو انسانی حقوقو په نامه سره ډمبکی غاړی ته اچولی او درزوی او هم په ډیره بی شرمانه ټوګه دواقعیت  خلا ف د تروریزم سره دمبارزی  په نوم دا ملت هره وځ په وینو کی لمبوی ددی نه علاوه غواړی دسترا تیږیک تړون ترنامه لاندی دا ملت په اوږد مها له جګړه کی ښکیل نور هم داو ښکو وینو او جنازو کور وګر ځوی .          
د ولسی جرګی غړی چه هر یو ځان دولس  استازی  بولی دلته پو ښتنه دادی چه په ملت باندی څه تیریږی ایا دوی حالات په سترګو  وینی په غوږو اوری ځانته داعتراض لیک په وسیله تسلی  ورکوی چه دا ډیر دخواشینی ځای دی چه دیوه هیواد ولسی جرګه داشغالګرو په وړاندی کوټلی ګامونه نشی پورته کولی یوی ګډی پریکړی ته نشی رسیدلی دغوبل مخه نشی نیولی او د امریکایی مقاماتو له لوری هم په نیغه منفی ځواب اوری چه دا دځان او تاریخ شرمول ندی او پرمخ مو   دڅاپیړی ګذار ندی  ملت ته څه ځواب وایا ست  ؟
داکومه  زړه دردونکی پلان شوی لړی دی چه دښایسته شاه زلمواو تاریخ ساز کندهار  داحمد  شاه بابا او میرویس نیکه  دخا پوړوپر ټاټوبی یو په بل پسی تر سره  کیږی  چه د بی بی سی راډیو دیوه سرتیری له لوری د(۱۶) ملکی وګړووژنه په ګوته کړی او هم یی نوموړی  سرتیری په روانی بیماری اخته ښودلی دی داخوڅرګنده  خبره دی چه   انګریزی راډیو دهغوی په رسوایانو باندی باید پرده اچوی .  
دفرانسپرس خبریال ویلی چه په یوه کورکی لس تنه مړی لیدلی چه یوه ښځه په دهلیزکی او نور ټول په یوه خونه  وژل شوی چه لدی جملی څخه دوه ماشومان  د دوه یا دری کلو ښکاریدل اوهمدا ډول یو سپین ږیری لیدلی چه په چیغو چیغو یی ږړل ویل چه یوازینی زوی می راته وژلی دی  .      
پریس ټیلوزیون راپور خپورکړ چه یوه ډله امریکایی سرتیری د شپی له لوری کندهارکی یوه کورته ورغلی او دکور ټول غړی چه(۹) ماشومان او (۳) ښځینه  لمړی وږلی او بیااور ور اچولی دی چه یوتن دکورنی ژوندی پاته شوی چه  بل ځای کی پټ شوی وه بیا دسترګو لیدلی حال خبریال ته بیان کړی وه وروسته له کوره چه راوتلی هرڅوک چه په مخ ورغلی وه شهیدان کړی چه ټول (۱۷) تنه ښودل .
اوس جناب کرزی ددی بشری جنایت ملت ته ځواب ځه وایی ؟  
دا دښځو دورځی نمانځلو تحفه وه ؟
دا دماشومانو حقوقو ته درناوی وه ؟
دا بشری حقونو ته درناوی وه ؟
دا دد یموکراسی تحفه وه ؟
دادتروریزم په ضد جګړه وه ؟
دا ډول عمل به ځناورهم سرته ورسوی ؟
دا  بیا هغه خرک او همغه درک چه  بښنی او پلټنی دی ؟
اوس ددی ځواب هغه ډنډو ره چیان چه دبشری حقونو  دماشومانو حقونو ښځینه حقونو دیموکراسی ساز غږونکی  دتروریزم ضد جګړی ډمبکی وهونکی او که دځنا ورو له بڼه را تښتیدلی   د افغانستان ملت ته څه وایی ؟    
داځل دامریکی ولسمشر اوبا ما  او نورو چارواکو په چټکی سره بخشنه  او چټکی پلټنی وعده وکړه چه په تیروکی هم داسی وعدی او بخښنی غوښتل شوی وی چه پایلی به دشمیر سره ښاغلی کرزی ته معلومی وی چه څوته رسیدلی دی  
جناب کرزی صاحب  (ځمکه هغه سوځی چه اور پری بلیږی )  سرمولږ ګریوان ښکته کړی  خیردی که افغانان دی ولسمشر نه بولی اشغالګرو خوپه زور دولسمشر په توګه و تپلی ستا مسولیت څه دی که  نور نشی کولی دومره خو کولی شی چه ورته ووایی چه دازما پرلعنتی چوکی یوبل شاه شجاع کښینوی اوس مو پیسی وګټلی نوم مو وګټلودکیسو ګټلوخو هسی هم نشی کیدلی نور ولاړشه دمیرویس جان سره خپلی مخی پسی پدی خاوره کی مو ځانته ځای ندی پریښودلی .
دکرزی دوه مرستیالان مارشال فهیم دجنایاتو کڅوړه او دپوډ رو ښاماراو خلیلی دکابل ښار افشارودسیمی ګلم جم او ډبل جاسوس خو خپل خیر په ورانو شیدو کی وینی یعنی  که جګړی او  بد بختیانی په افغانستان کی نه وی نوربیا افغانان خو دوی دواړه دنورو په ګډون محکمی میز ته را کا ږی .     
ما  خپله یوه لیکنه د (دکورنیو چارو وزیر نور باید پښی سپکی کړی) تر سر لیک لاندی دروهی ویب سا یت نظر پوښتنه کی یوه افغان ورور لیکلی وه چه ته خوب وینی وزیر دا خله (۷۰) زره دکابل ښاریان شهیدان کړل بښنه ونه غوښتله داعتباری سر چینو له مخی  نوموړی نن سبا وزیر دفاع ټاکل کیږی  دادی داځل بیاهم هغه حالت بلکه له تیر څخه بد تر حالت په ملک کی روان دی تردی چه یوی ورځپاڼی لیکلی دی چه دکابل ښار جادو او کوڅوکی نجونی او ښځینه هم بی له ازار او اذ یته  ګر ځیدلی نشی جناب وزیر صاحب دا څه ډول پولیس دی چه یوه ډله عسکر یوه کورته دننه کیږی ټوله کورنی په شهادت رسوی او یا کابل ښارکی ښځینه بی له ازاره او اذیته نشی ګرځیدلی نور له اتمر پرچمی  څخه چه ستاسی دایتلاف ملګری هم  دی حیا نه کوی چه هغه دیوه برید له امله استعفا ورکړه .     
راځه جناب بسم الله خان محمدی  سردی په ګریوان کی ښکته کړه  وجدان بهترینه محکمه دی چه احتیا ج قاضی ته نلری ځان محاکمه کړه که پرون دی پښی له دندی سپکی نکړی نن خو باید پښی سپکی کړی چه دابه  مو  وطن دوستی او مظلوم ملت سره مرسته کړی وی او درا تلونکی لپاره  به هم پدی هیواد کی  داوسیدو ځای ولری .       
.  دودان له جنایتکارانو  جاسوسانو او نیواکګرو څخه د پاک افغانستان په هیله
په درنښت
دا سر لیک می دیوه لیکوال له لیکنی څخه را اخیستی .