اسدالله ملکزی
رڼا زمونږ د شمسي نظام په هيڅ ځای کې په دی اندازه ورو نه ده لکه دننه په لمر کې چې څومره ورو ده.
د لمر د منځ څخه تر لمربېروني سطح پوری 700000 km فاصله ده، نو 100000 کالونه پکار دي چې ترڅو رڼا د لمر د منځ څخه بېروني سطح ته ورسيږي. دی فاصلی د پاره په هوا کې فقط دوه ثانيی پکار دي چې رڼا د ېو سر نه بل سر ته ورسيږي. د لمر په منځ کې تودوخي تر 15 ميلونو درجو پوری ده.
د لمر لکه يا داغونه څومره خطرناکه کېدی شي؟
د لمر تياره يا تورتمه برخه د لمر په پورتنۍ سطح کې ېو طوفان جوړوي. ددی طوفان انرژي دومره زيات دی، لکه ېو مليارد واری د اتوم بم. کېدی شي چې ددغی طوفان اخري برخه ځمکی ته هم ورسيږي. ددی داغونو ژوروالی زښت ډېر دی، کله کله کېدی شي چې ددغو داغونو پراخوالی تر 50000 km پوری ورسيږي، او د 100 km په اندازه د لمر دپورتنۍ سطح څخه راوتلی وي. دا هم لکه د لمر څخه راوتونکي روښانه ګاز (پروتوبېرانڅ Protuberanz) غوندی د لمر مقناطيس باعث ګرځي، چې په ډېرو قوی ليکو سره د مقناطيس په ساحه کې منځ ته راځي. چې دلته په لمر کې ډېری قوی چاودنی منځ ته راځي، چې دا د ځمکی څخه سړی هم پوهېدی شي. د لمر �
�اغونه يا لکی زمونږ په اقليم مستقيماً اغيزه کوي. ېو نوی محاسبوي مودل دادی، چې د اوبو تودوخي او زښت ډېر ورښت (بارانونه) په وجه د ځمکی لوی سمندرونه لکه ارام اوقيانوس تر اغيزی لاندی راځي. نو همدا دی چې د لمر داغونه ډېر مهم،حتأ خطرناکه عامل دی د ځمکی د اقليم په بدلون کې.
د لمر په مقناطيسي ساحه کې د برېښنا شارټي څه حادثه منځ ته راوړي؟
نظر ځمکی ته لمر ډېر زيات شمالي او جنوبي قطبونه لري، چې ډېر لوی او ناپاېداره مقناطيسي ساحه جوړوي. لاخره په دی ساحی کې ډېر لنډ د قوت ليکی جوړيږي، چې دی سره بيا ډېر قوي انفجار منځ ته راځي، چې د ثانيي په دننه دننه کې په ملېاردونو ټننو مواد لری غورځوي.دغه د برېښنا شارټي لمر په زياته پېمانه روښانه کوي. دا د ځمکی څخه سړی په خاصو مناسبو تلسکوپونو (Teleskop) سره پوهېدی هم شي.
ديپلوم انجينېر اسدالله ملکزی