سلام خان
په هغې غونډه کې چې دمشرانو جرګي درييس فضل هادي مسلميار په مشرۍ دکب دمیاشتی په ۲۲ جوړه شوه دکندهار دوالي توريالي ويسا دبيا بيا نه شتون اودسيمه ييزو ارګانونو دخپلواکي اداري درييس عبدالخالق فراهي نه گډون له قانون څخه دسرغړونې اوله مسووليت څخه تيښتې په توګه وبلل شول او ويل شول
سناتورانو دغه راز دسيمه ييزو ارګانونو دخپلواکي اداري رييس عبدالخالق فراهي نه گډون هم له قوانينو څخه څرگنده سرغړونه وبلل شوه او ويل شول چې دغه اداره نه يوازي دکميسيونونو عمومي غونډي ته دواليانو او ولسوالانو له حاضرولو څخه ډډه کوي بلکې ددغې اداري رييس او نور مسوولين هم دځواب ورکولو په مقصد نه حاضريږي چې بايد دقانون دساتنې دمرکزونوله خوا ترپوښتنې لاندې ونيول شي
دغه رازپه نننۍ غونډه کې له امريکا سره دافغانستان دستراتيژيکي تړون په باب هم خبري وشوي . ځينو سناتورانو وويل چې دشپې دعملياتو تکرار او دامريکايي ځواکونوپه واک کې دجيلونو دمسووليت شتون ددغه تړون په لاسليک کولو کې دمخنيوي دلايل دي خو ځينو وويل ترهغه وخت پوري افغان ځواکونه مسووليت منلو اوپه سمه توګه اوپه مستقل ډول ددغو دوو دندو اجرا کولو ته چمتو نه شي دافغانستان دسولې اوثبات بهيربه له جدي خطرونوسره مخامخ شي اوددغې نيمګړتيا دلري کولو لپاره بايد دغه تړون لاسليک شي چې له ٢٠١٤ کال وروسته بهرني ځواکونه له افغانستان څخه وځي دهيواددفاعي مرکزونه دمستقلي دفاع ځواکمني پيداکړي،په پاى کې دمشرانو جرګي دغه مسله تائيد کړه چې دروان کال ددوديږي لوي جرګي دپريکړو په پام کې نيولو سره دې بايد له امريکا سره ستراتيژيکي تړون لاسليک شي. پای سلام خان