لنډه کيسه :::: رفيع الله روشن
بې له دې چې دهغه لورته وګوري،اواز يې پرې وکړ هارونه!اى هارونه!تاته وايم،ګوره چې بيا غږ نه راته کوي،بيا دپلار اومور ترمخې ما ملامتوي،هغې همداخبرې له ځانه سره کولې،چې ده پرې بړچ وهل،غلې شاااااا،بلادې په دې تور مخ شه،څل ځله مې درته ويلي چې زما ددرس ويلو په وخت کې مه راسره غږېږه،جلۍ يې ووېروله،غلې په خپل ځاى کې مېخ شوه
راځه شينوګۍ!نه دې راسره غږېږي څه پرواکوي،ته به وګوري مابه هم اغاپه مختب کې واچوي،بيابه ته وګورې چې زه به له هارون نه هم تکړه شم،،شينوګۍ!زه ګوره بياپه تاباندې نه غوصه کېږم ښه!
هارون چې تردې دمه په رسم اخته وو،مخ يې ورته راواړوه دپزې له کش کولوسره يې دهغې دخولې پېښې ورته وکړې،زه درباندې نه غوصه کېږم،ماهم مختب کې اچوي،تا تورمخې اول څوک په مکتب کې پرېږدي هم نه!ته نوله ماسره امتحان وهلى سې؟
شين خالۍ شينوګۍ دکوچني ماشوم پشان په ډېر مهارت سره په غېږ کې ټينګه کړه يولاس يې ترې لاندې اوبل يې پرې لپاسه ونيو،هارون ته يې وکتل،اودپوزې په مونجولوسره له کوټې ووته.
څو ورځې وروسته يې پلار په رښتياهم شين خالۍ په مکتب کې شامله کړه،نجلۍ په ډېره خوښۍ اولېوالتياسره ښوونځي ته تلله،په لومړيوکې يوڅه کم جرئته وه،ځکه چې له خپلو همصنفيانوسره نوې او نابلده وه،خو دوخت په تېرېدوسره ښه شوه،پلاربه يې کله کله ،ښوونځي ته ،داحلوال اخستوپه خاطر ورته،خوهر ځل به داستادلخوادشين خالۍ په هکله له صفت اوستاينې سره مخ کېده،چې پلاربه يې هم ډېر ترې خوښ شو،خوبرعکس هرځل به استادله هارون څخه سرټکوو،شکايت به يې ترې کاوه،له نورور همزولواو همصنفيانوسره به يې دده له شخړو خبراوه،هارون څوځله دپلار لخوا ورټل شو،خوهغه به يې قصد له شين خالۍ اخسته،تل به يې وهله،ورته ويل به يې ورته ستاله لاسه زماژوند تريخ شوى دى،تل مې پلار وهي،په ښوونځي کې هم راته لوى غم جوړه شوې يې.
پلاربه يې ورته ويل چې ته هم بايد ځان دشين خالۍ پشان عيار کړې،ټول استادان اوملګري يې ورڅخه خوښ دي خوله تانه ټول شکاست کوي.
دوى دواړه يې په يوه خصوصي مکتب کې شامل کړي وو،خو هارون له شين خالۍ يوکال دمخه داخل شوى وو،بله ورځ يې امتحانونه پيل شول،هارون به خوبونه کول،ټوله ورځ به يې لوبې کولې،يواځې کله به يې چې دپلار دراتګ وخت شو نو کتاب به يې راواخست خو شين خالۍ تل درسونه ويل،اوهڅې به يې کولې چې ښې نمبرې واخلي اوپه عمل کې هارون ته ثابته کړي چې په رښتياهم تکړه ده.
ازموينې خلاصې شوې،دنتايجو داعلان ورځ وه،په دوى پسې موټر راغى،خو چلوونکي هارون ته يوپاکټ ورکړچې دادارې لخواورته ورکړل شوى وو، ترڅويې پلارته ورکړي،هارون پاکټ پلارته ورکړ اوبېرته موټر ته وخاته،چلوونکي ته يې وويل روان شه،خوهغه ورته وويل لږصبر وکړه،په دې وخت کې دهارون پلار له موټروان سره روغبړ وکړ،اوپه مخکې سېټ کې ورسره کېناست،هارون او شين خالۍ حيران وو،چې څنګه يې پلار له دوى سره نن په موټر کې پورته شوه،ښوونځي ته چې ورسېدل،دنتايجو اعلان هم خلاص شوى وو،خوبياهم دهارون پلار دښوونځي دمديرلخواشاګردانوته وروپېژندل شو،اودهغوى دواړو نتايج يې په لاس ورکړل،کله چې نورګل دخپلې لور او ځوى نتيجې وليدې،معلومه شوه چې ،شين خالۍ په خپل ټولګي کې اول نمره او هارون ددوهم ځل لپاره هم ناکام شوى دى.