خوله+ زړه= اسلام

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
معلم عبدالقیوم
لمړی رکن داسلام چي کلمه ده
ویل په خوله تصد یق دزړه يې طریقه ده
چي خوله دي دزړه سره مل نه سي
نوفائده ددې ویلو به ستاڅه سي
چي اساس دلمړي رکن دي ناسم وي
ګټه نسته که څلورواړه دي نور سم وي
اوس داموضوع خوراښه توده ده
کوم پاچا بیا په رضأ کښلې توبه ده
وايې :عبدالملک بن مروان چي یووخت داسلام خلیفه ؤ.کله چي به دده حضور اومجلس ته دوخت حکومتي لویان،دولایاتواوولسوالیوڅخه مسؤل سړي ورو غوښتل سول ،عبدالمالک بن مروان به دهغوي څخه ددوي تر قوماندي  اوسلطي لاندي ،
رعایتودعرایضواوشکاتو په باب معلومات غوښتل نوترسلام وروسته   (عبدالملک بن مروان)  دمخه تردي چي سوال اوجواب شروع سي ،مخکي له مخکي  به څلورخبري ورته کولې داسي:
الف:-زما تعریف اوتوصیف مه کوه ځکه زه خپل ځان تر تاښه پیژنم.
ب:-هغه څه به هم نه راته وايې چي ما نه وې پوښتلۍ
ج:- درواغ به نه راته وايې،ځکه درواجن سړي رایه اوفکر نه لري
د:- پرخپلورعیتو مي مه په قهرکوه،ځکه زه پردوې ورحم کولوته  تردوي زیات محتاج یم.
په اسلام کي :چاپلوسي،جاسوسي،درواغ،غیبت لکه رشوت ټول ترټلې دي.د افسوس ځاي خودادي چي دافغانستان په دولتي دستګاه اومشرتاب کي داپورته څلواوصافه نسته چي داسلام دخلیفه عبدالملک بن مروان  مرعات کول .آیا دوي په اسلام خبر ندي؟ ترموږدوي ښه خبردي .نوولې ورته پابند ندي؟ پدي چي پر... باندي باورنه لري. اودانورهغه چي اسلام منعه کړیدي لکه (رشوت،ترور، قاچاق ، درواغ،وعده خلافي،غصب) دا بیا ټول سته اودهیچا پټ هم ندي . دخدایه ویره نه لري دولس دقهره يې توپک او(څلویښت ورغلې ) هیوادونه ساتي .ولس بې علمه دي ،سوادلرونکي مودوه پریوه لاره نه ځي .
په اسلام کي یوبل اصل دادي کله چي دکوم مشکل دحل په باب دحضرت رسول اکرم(ص) روایت ،سنت اوحدیث (لارښونه )نه وي،نومتخصیص پوهه ،عالم ،مشران اونیک خلګ راغونډیږي ،ومعین مشکل ته دحل لاره پیداکوي.موږ له دي امتیازه هم دځان خوښولو، ځانونه لوړبللوپه علت محرم یوو. هرکله چي په اسلامي اوغیري اسلامي جوامعوکي داسي تر قبضي وتلې حالت لکه اوس زموږ په هیواد کي راغلې دي ،نویا دوطن منورین  جمعه سویدي یا داسلام خلیفه ګانو خلګ راټول کړیدي اومشکل ته يې دحل لاره پیداکړیده .البته طبعی ده چي په اسلامي هیواد کي دغه مشران ،علمان اومتخصیصین ټول مسلمان وي،پس دغه غونډه دشورأ په نوم بلل سو یده. دداغونډوفیصله قانون ګرځي،ددي غونډي دفیصلی ماتول دهیواد دپاچا اودوخت دریس جمهور لخوا نسي ماتیدلاي. داسلام له مخي ،مشوره یوامانت دي، دکوم چا څخه چي مشوره اخیستل کیږي، هغه باید معتهد وي. دخداي (ج) صریح حکم دي ،چي په امانت کي باید خیانت ونه کړل سي اومسلمان امیر باید امانتونه اومسؤلیتونه هغوته وسپاري چي هغوي اهل وي. پس داسلامي حکم له مخي پر ټولو افغانان باندي دا فرض ده چي خپله رایه واهل شخص ته ورکړي. په اسلام او اسلامي ټولنه کي دشورأ دغړو،یا وکیل دټا کني دپاره شپږ(۶) شرطونه دي چي باید رعایت اوداسلامي دولت مشريې مرعات کړي.
۱:- باید وکیل یا دشورأ غړي په واقعي شکل مسلمان وي.
۲:-باید علاوه پردولتي قوانینو دولس په عرف اوعاداتو پوهه وي.
۳:-باید په ټوله معنا عادل او دیانت کاروي.
۴:- بالغ،دفکري ناجوړیو خلاص اوهوښیاروي.
۵:- باید دولس دلوري داعتماد وړشخص وي.
۶:- فقاهت يې ورستی شرط دي،ځکه دامقام دقانون اوحقوقو په اړه دمشورې  مقام دي اومشورورکول بیله علمه مشکلات زیږوي.
بل درعایتو اوولس حقوق دي: ددي حقوقو شمیره ډیر اوږده ،خوپه کولې توګه ځیني دامطلب ایفاده کیږي:اسلام وخلګو،حزبونو،جمعیتونو،اتحادیو ته دمسلم حق په توګه دا اجازه ورکړیده چي ددولت په ګردوچاوروکي تشبث وکړي.خلګ باید ددولت اعمال دحق اوعدالت په ترازو وتلي.که يې دقانو خلاف ورزي پیداکړل ،دولت اودري ګونې قواوي باید سمي لاري ته را وکرځوي،چي همدا ډول تشبث ددولت په آموروکي دملت دګدون،مداخلې اوقضاوت ،حق تثبیتوي.اوپرخپلوټاکلو نماینده ګانو زورواچوي چي دقانون ماتونکي د دولته لیري،په عوض يې اهل دخلګو غمخور اشخاص وټاکي. ددي خبرواصلي مفهوم دموکراسي ده،اسلام ترهربل مذهب اونظام دموکراسي ته ،دخلګورائې،دخلګومشورئ اوپه حکومت کي برخي اخیستني ته ډیره ترجهه ورکوي.
درې پښتنې
ا:- آیا رئیس جمهور،معاونینو اوکابینې  موتراوسه داسلام  دخلیفه ګانوپه ډول عمل کړې  ؟
ب:-آیا دملي شورأ دغړوپه ټاکنه کي دغه پورته  داسلام  دحکم پر بنیاد شپږ(۶)  اصله مرعات سویدي؟.
د:- دوي اسلام ته ،ولس ته اوافغانستان ته  څونه معتهد دي ؟ .
که پورته سوالونوته تاسي مثبت یا منفي  جواب ورکوي دا دهر افغان حق  ،خوزما په باورپه افغانستان کي ،زموږ تیرو شاهي حکومتونو،مجددي ،رباني ، اوبرحا ل  حکومت هم داسلام دمقدس نوم څخه ناوړه دځانونو، کورنیو،اوسیا سي اهدافو لپاره ګټه پورته کړیده . زه سره لدي چي دټولوراپیښو ناخوالو مسؤل دونیمي پیړوچارواکي بولم ، پدې چي هم دوی وه زموږ ولس يې دعلمه محروم ساتلې ؤ.مګر زما داخبره ددي معنی نه لري چي نور خلګ په خاصه توګه خط وهونکي ،کتاب لوستونکي (تحصیل یافته ګان ) ،چي سیا سیون ،لیکوال ،شاعر ټول پکښې را نغښتل کیږي، دوی دمسؤلیته نه باسم . پدي راورسته کلونوکي ،اویا په اوسني جنجالې  اوترپخوا په مراتبو خرابوشرایطو کي خو دروڼ اندومسؤلیت دپخوا په نسبت زیات هم بولم.
نه موخلګ هغسي آګاهانه معتحد د ي لکه څنګه چي بایدوي،اونه دهمسایه هیواد دولسونوسره قابل دمقایسی یو.پدې ډول موروڼ اندي (سیاسون ،څیړونکې ، لیکوال)،موږ ټول يې  دسرپه سترګووینو چي نه کاراهلې کارته سپارل سویدي ،نه دري ګوني  قواوي  اومشر يې دلیاقت اوښایسته ګي پراساس منځته راغلې دي. نه اسلامي اصولوته پابندي پکښي مرعات  سویده ،نه انسانې اوبشري قوانین، ددوي په نسب اومقري  کي کوم مثبت نقش لاره.یوازي وابستګي،دپردوکړیوسره رابطې، پردوته وفاداري ،هغه څه دي چي په افغانستان کي ددولتي عالې مقامونو دترلاسه کولوسره مرسته کوي.چي دټول شرارت اصلې کړي توپکوال ،قاچابر ،مافیايې، جنګي مجرمین، پردویوجوړکړي ډلې (حزبونه) دي. پس موږ دروڼ اندو، سیاسیونو ،لیکوالو.....اوحتی مسلمانانو به حیث بیله لیکونو،خبروبل کم عملې اقدام کړیدئ؟ اوولې يې نه کوو؟ چاته ګورو؟اوڅه وخت به يې کوو؟معلم عبدالقیوم ۶-۳-۲۰۱۲

2012/2/22 Qayum Abdul <دا بریښنالیک پته د چټیاتو تر وړاندې ساتل کیږي. تاسې د جاوا سکریپټ فعالولو ته اړتیا لرئ څو یې وګورئ.>
حق به دچا سره وي؟
سراسرخیانت دی داتقوأ پکښي درک نسته
ټول کښته پورته کیږي دجوړي هيڅ مدرک نسته
نه له یوه سره صلاحیت سته نه ددواړوسره آزادي
نه دوي په رازخبردي چي باداران يې څه غواړي
ټول پردي مرموز لاسونه دي چي دلته کارکوي
زموږولس بې عمله دې دواړه طرفه يې استعمالوي
نوردګټي يې بیزارکړو،شردي نه رارسوي
داخپل ککړدي مهارکړي ولس دي نه په زوروي
هرڅه دوي راخراب کړل بیا يې نه راجوړوي
معلمه  قسم که ځیني خلاص سوڅوچي موږ نه سوسړي
خبري اودبیان آزادي هغه لوي نعمتونه دي چي دالله پاک دلوري مختص وانسا نانوته  اعطأ سویدي. پس هیڅ چا ته داحق ندي ورکړل سوي چي دانسانانو څخه  دخبرو اوبیان آزادي واخلې. خداي (ج) فرمائې:( آلرحمانُ.علم القرآن.خلق الاءنسان.علمهُ البیان)۱-۴ ترجمعه [مهربانه خدای(ج).قرآن کریم راوښود،انسان يې پیدا کړي،و هغه ته يې بیان (هغه چي په زړه کي دي) ورذده کړه].بلې دبیان حق محفوظ دي ،رسول دخداي(ج) فرمائې:(لا یستقیمُ اِیما نُ عببدٍ حتیَ یستقیم قلبُهُ ولا یستقیم قلبُهُ ختیَ یستقیم لِسانُهّ): ترجمه: ترڅوچي دانسان  زړه درست نسي ،ایمان يې نسي درست اوکامل کیداي،زړه هغه وخت درست کیداسي سي چي ژبه يې درسته سي.اوپدي توکه اسلام هغه شخص لوی مجاهد بولي چي دظالم اوحق پټونکي امیر اوپاچا ومخته دحق ږغ پورته کړي. په اسلام او اسلامي نظام کي ټول خلګ دامیر اورئیس څخه نیولې ترعادي شخص پوري وقانون ته په اطاعت مکلفیت بلل سویدي. هیڅوک تربل چا اوهیڅ ټبرتر بل ټبر دتقوأ پرته برتري نه لري.
حضرت ابوالا علی مودودي(رح) پر کنزالعمال حواله ورکړیده او ددې حدیث مبارک روایت کوي:(پرتاسو باندي به په نژدې کي به داسي کسان «حاکم» سي چي دهغوي په لاس کي به ستاسوروزي وي، کله چي دوی ستاسي سره ږغیږي،درواغ وايې! اوکه کوم کارکوي،په فساد لاس پوري کوي! دوي ستاسي څخه تر هغه وخته نه خوښیږي ترڅوچي دهغوي دمفاسدو تعریف اوصفت ونه کاندئ اودهغو درواغ تصدیق نه کړي!ځکه نو تاسي وهغوته «حق» تر هغه وخت چي عملي يې کړي وړاندي کړئ! که پرتاسي تیری وکړی اوڅوک دهغو په لاس ووژل سي «شهید» دی!).دوستانودادي ډیر کلونه تیرسول،نوپیدا ځوانان سول،ځوانان زاړه سول اوزاړه دي خدای(ج) وبخښي.هرڅه مو دسر په سترګو ولیدل،پرخپل وجودمو لمس کړل. سوال دادي چي زموږ په هیواد کښي اوسنۍ روانه لانجه به کله اوڅنګه ختمه شي؟ دحاکم دولت اوحکومت کړنې اویادمخالیف لوري کړنې ،دکوم یووه کړنې داسلامي اصولو،افغانې دود اودستور،دبشري اونړيوالو قوانینوسره سرخوري؟ مثلاً:کرزي علاوه پرنورجهان دایرانه هم د پیسو کڅوړي ترکوره وړي ،دپاکستا ن حکومت  دی خپل وروربولې، اودهغوغواړي چي اول پرده بیا پر افغانانو ورحمیږي اولطف وکړي  که یوځل ده ته داموقع برابره کړي چي دملأ محمد عمر سره وګوري.مګردپاکستان دخارجه چارووزیره(حنا بې بې)  دري ساعت دکرزي تردرخواست(دملأ محمد عمرسره دده دملاقات )  په جواب کي  وايې چي دا مفکوره (چي ملأ عمر په پاکستان کي دی) یوه احمقأ نه مفکوره ده. یعني څه؟ حامد جان  هم چپ پاتیږي.
بل په دي ورځو کي دتلویزونو پرمخ د مصاحبو اوګردي میزو دبحثونوتوده خبره دملي شورأ لخو دوزیرانو ورغوښتل (استحضا) دي شورأ ته.  معلومیږي  چي دحکومت طرفداران یا په فساد شریک غښتلې دي ، اوقصدي يې دملي شورأ لوبه کرمه ساتلې ده.وزیران دخپلووزارتونو دناسم اجراأتو(دبودجي نه مصرف) په منظور شورأ ته استحضا کړل ،اولا دالوبه روانه ده.دشروتونودراکړي وکړي بازار ګرم دی،دمیلمستیاو اوتحفودتبادلې  معمله په زورکي ده.دیوه فاسدحکومت په منځ کي فاسد ترحلقې غښتلې دي.  دحکومت دطرفدارودا یوخبره به يې ولیکم ،یوشمیر دساده ګي له مخي اوزیات په فساد کي شریک دخپلوخبرو پروخت ملت ته وايې: موږخودرشوت دورکړي اومعاملې کو م څه نه وینو،آسناد نلرو،څوک چي آسناد لری لطفاً دي يې دا ستاسي دمیډیا ګانو له لاري ولس ته وښې. په یوه وجهه عجب خبره ده!  په بل دلیل بایدي همداسي وي .رشوت اوفساد هغه سطحي ته جګ سویدي وچي دیوملیون ډالروپه ارزښت  کم رشوت  ،رشوت نه ویل کیږي هغه یوه وړه تحفه ده. یوڅوک چي تعمیرونه،قصرونه،بنګلې،شرکتونه،دغصب مځکي،دبانکونولټونه، هوټلونه،په خارجي بانکونوکي زیرې،په خارج کي قصرونه اومارکیټونه درشوت،قاچاقو، غلاوو او خیانت  په پیسوجوړ داټول نه ویني نو بیا به هغه ړانده یوکاغذ دسندپه توګه څنګ وویني اوپه څه ارزښت به ورته قایل سي.سیاسیون دي یوسي،ولس دي پوهه اودځان ملګري کړي خیانت،خائن،ظلم اوظالم،مرګ اوقاتل ديورکړي.په احترام .معلم عبدالقیوم ۲۳-۲-۲۰۱۲م