منصور احمدزی
07-03-2012
دنړی په اکثره هیوادونو کی اشخا ص دمسلک او کار ی وړتیا له مخی په د ند و ګمارل کیږی چه تر څوپه خپل نوبت سره ملت او خاوری ته خدمت وکړی چه بیا د دسولی او امنیت په موجودیت کی هیوادونه هر اړ خیزه پر مختګو نه کولای شی .
په اوسنی یویشتمی پیړی که چه موږ ژوند کوود علم او دتخنیک نړی دی چه دیوه کلی په شان ګرځید لی دی انسان کولای شی چه دنړی له ګوټ ګوټ څخه ځان په لږ وخت کی خبر کړی هغه کسان چه نن ورځ ځانونه مخکښان بولی او دی ګرانی دندی ته ټټر وهی باید د پوهی لوړو زده کړو او کاری تجربو څخه برخمن وی دپراخه نظر خاوند وی کوم ثبوت شوی تور پری لګیدلی نه وی او ملی ګټو ته تر شخصی ګټو ترجیح ورکړی .
ښاغلی کرزی په ۲۵ / ۰۲ /۲۰۱۲ دولسی جرګی دوکیلانو سره په لید و کی ویلی وه چه کا ند ید وزیرانو ته په رایی ورکولو کی دی ملی یوالی په نظر کی ونیسی ؟
دادی د ښاغلی کرزی دا ارمان هم پوره شوهغه وزیران چه څوڅو ځله دملت داستازو له لوری شړل شوی وه په غیر قانونی ډول د وه کاله د سر پرستو وزیرانو په توګه ټاکلی وه اونن یی بیا هم په نره قانون مات کړ نوموړی کسان یی دوزیرانو په توګه ولسی جرګی ته ور وپیږندل چه وزیرانو هم پوره وخت درلوده تر څو میلمستیاوی او دډالرو پاکټو تحفی دملت ............... ته ورکړی هغوی به دباور رایه ورکوی یعنی راکړه ورکړه تجارتی معاملی په ښه توګه تر سره شوی .
دکرزی په حکومت کی تر نن ورځی پوری لوړی زده کړی کاری وړتیا صداقت او وطن دوستی دسازشونو مصلحتونو اود پردیو دګټو قربانی ګرځیدلی دی .
که افغانستان ملی او کاری حکومت درلودلی قانون به ضرورحاکم وه او دغرب پراخه مرستی چه زموږ هیواد ته راغلی اویا هم راروانی دی نه حیف او میل کیدلی شخصی جیبونو ته به نه لویدلی هیواد به موهر اړخیزه پرمختګ کړی وه بنیا دی پروژی به سمبال شوی وی .
په کومو هیوادونو کی چه عدالت حاکم وی دهغه هیواد مسولین له ولسمشره نیولی بیا تر نورو مسولینو پوری منل شوی قانون ته درناوی لری په پلی کولو کی ځان ذمه وار ګڼی کله چه په خپله دندو کی پاته راشی او یا هم ستونزی ورته پیداشی نور بی لدی چه ملت ورڅخه وغواړی هغوی خپله له د ندی څخه استعفا او له ملته بخښنه غواړی دلته به دمثال په توګه دجرمنی هیواد په تیرو دری کلونو کی ددوو ولسمشرانو او دوو دفاع وزیرانودمختلفو وجوهاتو له امله استعفا وکړی که دهغوی وجوهات دافغانستان د واکمنا نو له جعل اودرواغو سره پرتله کړو دهغوی په هیڅ سره حسابیږی مګر هغوی استعفا او له ملته یی بخښنه وغوښتله او زموږ په هیواد کی واکمنان دندی خپل شخصی ملکیت ګڼی او څوک یی له دندو ګو ښه کولای هم نشی چه مثالونه یی هرافغان په خپله نږدی سیمه اوهیواد کی وینی .
زموږهیواد کی د نا امنی له امله هره ورځ وګړی خپل خوګ ژوند دلاسه ورکوی او چارواکی دامنیت په را وستلو په مرکز او ولایاتو کی پاته راغلی دی چه د ټولو په سرکی له کرزی نیولی بیا په ځانګړی ټوګه دکورنیو چارو اوسنی وزیر بسم الله محمدی دی کله چه نوموړی پردی دندی ګمار شویدی امنیت مخ په خرابیدونه بلکه امنیت له منځه تللی دی داسی لیدل کیږی چه نوموړی دکورنیو چارو وزارت جمعیت بیا یه خاصه توګه دپنجشیربی تعلیمه جنرالانو ته وسپاره او لدی نه په ښه توګه معلومیږی چه نوموړی دنورو تکلیفونو تر څنګ په سمتی او ژبنی رنځ هم اخته دی چه ما پدی هکله دبحران امنیت تر نامه لاندی په لمړی او دوهمه برخه کی لیکلی دی دنوموړی دکار په دوره کی به دکابل ښار کی دنا امنی څو پیښی دمثال په توګه یادی کړو دکابل پر انتر ک نټننټاال هوټل حمله دمکوریانو څلورویشت ګنټی جګړه دملل متحد بر دفتر باندی برید دکندهار دمحبس پیښه دربانی مړینه او دداود داود مړینه دشخصی اختلافاتو له امله وزیر داخله په ګوته شویدی ددی ټولو نه علاوه چه دوزارت دننه امنیت نشی ټینګولی او دوه امریکایی مشاورین ووژل شول افغانان له نوموړی څخه نوره دامنیت هیله نلری چه امتحان ورکړی لکه چه وایی ( آزموده را آزمودن خطا است)
دکورنیو چارو وزیر دبی کفایتی له امله ولسی جرګی ته وروغوښتل شو تر څو داعتماد رایه بیر ته ځینی واخلی چه دملت رښتینی استازی په ولسی جرګه کی ډیر کم دی او هغوی بریالی نشول چه دباور رایه بیرته ځینی واخلی .
بسم الله محمدی دکورنیو چارو بر حاله وزیر دپنجشیر له وتلو جنګسالارانو څخه دی چه په عام وژنه ژبنی او سیمه ایز تعصب چور چپاول او دبشری حقونو تر پښو لاندی کولو کی ځانګړی شهرت لری .
دکورنیو چارو اوسنی وزیر او دملی دفاع پخوانی لوی درستیزبسم الله محمدی دملی دفاع په وزارت کی پوره شتمنی دعسکری قشلو دجوړولواو نورو برخو کی تر لاسه کړه دنوموړی یوه ګمارلی د احمد ضیا یفتلی په نوم سره چه دملی دفاع وزارت دروغتیا مشر یی ټاکلی وه(۴۲) میلونه ډالرو په شاوخواکی جنس غلاکړی وه چه دروهی انتر نتی پاڼی پرده ورڅخه پورته کړی وه .
دکورنیو چارووزیر په هیواد دننه یی داسی ترور او وحشت خپورکړی چه څوک دنوموړی خلاف څرګندونی هم نشی کولی چه ډیر وطن دوسته ژور نالستان او لیکوالان یی دهیواد په مختلفو سیموکی شهیدان کړه او یا هم دزندانو تورو تمبو شاته وغورځول او څوک یی پوښتنه هم نشی کولی .
بسم الله محمدی دکورنیو چارو وزیر دایران منلی استازی هم دی چه دعمل په ډګر کی یی ثابته کړی کله چه ایرانی لوړ پوړی چارواکی کابل ته راشی بیا دنوموړی سره ګد خبری کنفرانس جوړ وی چه دا جناب په ډیره بی شرمانه توګه سره وایی چه ایران زموږ دوست او ګاونډی هیواد دی او دایران دمداخلی کوم ثبوت موږ نلرو مګر ملی امنیت ناتو او امریکایان وایی چه ایران په افغانستان کی مداخله کوی ایرنی اوسیدونکی وسلی او چاودیدونکو توکی نیول شویدی .
دابه دکورنیو چارو وزیر ته نور ابرومندانه وی چه له دندی څخه ګوښه له ملته بخشنه وغواړی د زور او بد ماشی څخه لاس په سرشی او دمنطق لاره خپله کړی او دا هم ورته معلومه دی چه افغان قوم دزور په وړاندی نه تسلیمید ونکی یوازینی قوم په نړی کی دی که څومره نور هم ملی پولیس شخصی ګوندی او دیوی وړوکی سیمی پولیس وګر ځوی دپردیو چوپړهم بس دی خپلو شومو مخو ته به ونه رسیږی .
د یو موټی سر لوړی او سمسور افغانستان په هیله
په درنښت