سويډن – مالمو
د۲۰۱۲ م کا ل دمارچ شپږمه
نېکمرغه دي وي د مارچ اتمه دښځودنړيوال پيوستون ورځ
فرخنده بادخاطره فراموش ناشدنی هشتم مارچ ،روز همبستگي بين المللي زنان
نخست از همه جشن روزهمبستگی بين المللي زنان رابه شمازنان باشهامت وغيورکشور وهمه زنان جهان ازصميم قلب تبريک ميگويم .
دهيوادپياوړو قهرمانوخويند اوميندو!
تاسو اوستاسو په وسيله دټولي نړۍ ښځو ته مارچ داتمې دښځودنړۍ وال پيوستون دتاريخي اونه هېرېدونکي ورځي په مناسبت دزړه له کومي مبارکی اونيکي هېلي وړاندې کوو.
ستاسواودنړۍ دټولو باغيرته اوپتمنو ښځو لپاره دخپل انساني اورواحق دتر لاسه کولو،جنسې ستم اوتبعيض،تېری، ظلم استثمار،سپکاوی پاي ته رسېدواونارينه سره دگډکاراوبرابرحق دجوگېدولپاره په عادلانه مبارزه کښې دزياتو برياوغوښتنه کوو .
دمارچ داتمه تاريخي ورځ ډير پخوانۍ ۱۵۴ کلن دردونکی تاريخ لري،سره له دېنه چې ددې ورځي دياد اودرناوې نه اوس نږدي((۱۰۲)) کاله تيريږي،خوددي ورځي يادټولي نړۍ دښځودقربانيو، تلاښونو،سرښندونو اونه هېرېدونکی مبارزې په مټ تر اوسه تازه او تل پاتی ساتل شوئ دۍ .
حقيقت دادۍ چې نه يوازي دافغان مېرمنوبلکي په ټوله نړۍ کښي خوپه ځانگړې توگه له دموکراسۍ به ليري اوبيگانه هيوادونو کښي دښځوپه وړاندي لکه سل کاله پخوادرنې ستونزي اوتورغرونه پراته دي .
په افغانستان اونړی کښې دښځو نړيوال پيوستون ورځ پداسي شرايطوکي نمانځل کېږي چي په ټوله نړی کي د بشردحقوقو نړيوال سازما نونه اوخيراندېښه ټولنې دښځوسره د زور زياتي اوټولنيزتاوتريخوالي له امله ژوري اندېښنې څرگندودي .
تر اوسه لادنړيوالو زبرځواکونوترمنځ دنفوذدسيمودپراختياپه موخه دنړۍ په گوټ گوټ کښي جگړه روانه اوپدې جگړه کښي دمختليفولاملونوله مخې تر هرچا ډير ښځه زورېږي،ځکه داده چې دخپل دژوندترڅنگ ،خپل اولاداودژوندملگری ملگرۍ دلاسه ورکوي .
له بدمرغه سږکال بيا هم زموږپه جگړه ځپلې هيوادکي ددي تاريخي ورځي يادپه ډيرو زړه بوږنونکواوغم لړلو شرايطوکي تر سره کېږي . زموږ خوندي اوميندي لاتراوسه له اوښکونه په ډکو سروسترگودغطم او ويرپر لمڅی ناستي اوديوې بلي غميزي انتظار باسي،داچي دپردپه پيسو مست چارواکواودهغوي مداحانولخوا دانسان په سترگه نه ورته کتل کيږي داناورين خوپرخپل ځاي پرېږده .
درنو اوپتمنو اغلواوښاغلو!
دښځودنړيوال پيوستون ورځ نږ دې ((۱۵۴)) کاله تاريخ لري،دنړی ښځو،سياسي اوفرهنگي سازمانو او ټولنوددې ورځي ديادپه غونډوکې دښځودانساني حقوقو غوښتنه اوملاتړکړۍ دی .
په يوشمير هيوادوکې دهمدې ورځي دتجليل په مراسموکښي دغونډو په جوړولوددې ورځی ياد اوخاطره تازه ساتل کيږي اوپه ځينو هيوادوکښي لاتراوسه هم چي يويشتمه پېړۍ ده ددې ورځي دياداودرناوی په مناسبت دغونډي جوړول کدغن شوئ اوپرهغوغونډوچي پدې مناسبت جوړېږي دپوليسواووسله ولوځواکونوتروحشيانه بريدونولاندي راځي .
رښتياخوداده چې ددې ورځي يادپداسي شرايطو کې کيږي چې په زيات شمير هيوادوکي په لويه کچه ښځې د اقتصادي، سياسي،فرهنگی اواجتماعي ستونزوسره لاس په گريوان دي ،په اسيا .افريقا اولاتينه امريکا داروپاپه چېنوسيموکښي اوس هم چي دادی يويشتمه پيړۍ پيل سوېده ښځه لاپه دوهمه اويادريمه کټگوری کي راځی اوکله ناکله هغې ته دحيوان په سترگه کتل کيږي .داچي په کوم شمېردکورنۍ تاوتريخوالي اونارينه دځان غوښتنې قرباني کيږي ،په ډيره دموکراتيکه ټولنه کښي لاهم ددې ناورين دتلفاتوشميره پټه پاته سوېده.
داچي هر ورځ په نړی کي ښځي داقتصادي ستونزو،درملو اوروغتيايي مرستودنشتوالي له امله خپل اويا ولادت په وخت کښي دماشوم ژوند دلاسه ورکوي شمير ئې په کال کښي تر يوميليون اوړی . همدا اوس دنړی ۲۵ په سلوکې دخوراک هيڅ توکی نلري او۵۰ په سلوکي يوازي دژوند ددوام لږخواړه ترلاسه کولاي سي .اوپه نړيواله کچه په سلوکې تر ۶۰ زياتي ښځی دسوادله نعمت نه محرومي،دتوروديوالوتر شاشپې اوورځي سباکوی .
زموږ په هيوادکې دعنعنو اوعقيدوڅخه په ناروا گټه اخيستنې،افغانې ښځې د بل هر هيوادترښځودژوند له سياسي، اجتماعې، فرهنگې، انساني آزاديواوحقو قوڅخه محرومېدي .په ټولنيز ژوندکښي دښځو مقام اوارزښت ته په خوراټيټه سترگه کتل کيږي.
تراوسه ښځه دکور بندي اولکه غلام په بدوکې ورکول کيږي،جرم نارينه کوي ،جزائې ښځه ويني. اوس خولازموږ اخوندان او يوشميردولتي مشران وايي چي په ټولنه کښي دې دښځواونارينه ترمنځ ديوال جوړسي .
ددې ناورين څخه دافغان ولس دخلاصېدوپه موخه پربې غرضه ديني عالمانو، پوهانو،سياسي گوندونوويدومشرانو او فعالينو، فرهنگي اومدني ټولنوغږ کووچې په جوماتونو،غونډو،جرگواوهمدا ډول دډله ايزو رسنيوله لاري ددې ملي ناورين په وړاندي جدي ودرېږي اوزموږ دهيوادپوره نيمايي نفوس چي هغه هم زموږ ميندي، خويندي اولوڼې دي جدي مباره اوتبليغاتي کمپاين پيل په دوامداره توگه دمنځنيوپېړيوټولنيزو شرايطو دعلاقمندانو په وړاندي ودرېږي،اودښځو سره نارواکړنوته دپاي ټکی کښېږدي .
پرېږدي چي زموږ پېغلي اواجونې هم دتعليم اوتحصيل دامکاناتو څخه پراخه استفاده وکړي،دهيوادپه سياسي، اقتصادي ، فرهنگی اوټولنيز ژوندکي دنارينه سره اوږه پر اوږه،يوځاي برابر ونډه واخلي .
دادی پسله يولس کاله پداسې حال کې چي نږدې ((۴۷)) هيوادو تر ((سلو)) زروزيات پوځیان دلته شتون لري اوپه ميليار ډونو ډالر ودلگښت خبري پر ژبه دي ،بياهم زموږ دولتي چارواکي چي په ظاهر دانسان دوستۍ اوښځوحقوقوته ددرناوی خبري کوي اوپردې مسله په نړيواله کچه سوداگری کښي ئي سيال نه ليدل کيږي ونه توانېدل زموږ ولس اوپه ځانگړې توگه افغاني ميرمنې او پېغلې له دغونا خوالواوزورونکی ناورين څخه نجات ورکړي،بلکې نورهم دتاريکی په لورپه وياړروان دي .
زموږ دټولنې په باورکوم عادي اوسربېرن تغيرات چي دهيواددلويوښاروپه مرکزونوکښي دښځوپه ژوندکښي راغلي کېداي سي يوازي په دولتي تبليغاتوکښي له هغو نه دچارواکوپه گټه استفاده وسي، نورئي دافغان ولس اودهغه جملې دښځو کوم درد نه يوازي داچي دواکړی ندۍ بلکه نورهم زورونکی ټولنيزي ناخوالي زموږ دخويندواوميندوستونۍ کښېکاږي .
افغاني ميرمنې اوپېغلې بايد دمنځنيو پېړيوله تعصوبونواوخرافاتوله توروزندانونه راووزي اوديوې باشرفه،سپيڅلي، افغاني اومسلماني په توگه دهيواد په بياودانولوکښي دنارينه و سره يوځاي اوږه پر اوږه فعا له او برابره ونډو واخلي .
په سويډن کي ددوستۍ فرهنگی ټولني مشرتابه جرگه افغانانواونړيوالوسازمانونوته وړانديز کوي چې په افغانستان کي دښځوزورونکی اوربړېدونکی حالت ته جدي اوهر اړخيزه پاملرنه وکړی .
موږپدې باوريو ي چي په ټوله نړی کښي دښځوپه وړاندي له انصاف نه ليري چال چلندکيږي ،دهغوي پر انساني حقوقو تيري يوه معمولي خبره ده،په افغانستان کې دافغاني ښځودژوند زورونکی حالت خپلو ورستيومرحلوته رسېږي .که دغه حالت ته ژوره او جدي پاملرنه ونسي پايلې به ئې ډيري زورونکی اونه جبرانېدونکي وي .
موږ يوځل بيا دښځودنړيوال پيوستون دتاريخي ورځي په مناسبت دخپلی مبارکی په څرگندولوسره په افغانستان ، سيمه ا ونړی کي دښځودروا اوانساني حقوقوڅخه په کلکه خپل ملاتړ اعلانوو،پرهغوټولوچي انسانيت اوانساني ژوندته ځان ژمن بولي ږغ کووچې په نړيواله کچه دښځوپه وړاندي پرتونا خوالودله منځه ولولپاره لاس په کارشي .
موږ پدې باوريوې حې دښځوله فعال گډون اوله نارينه ووسره اوږه پراوږه برابرکاراوفعاليت نه پرته ديوې ټولنې جوړول ناشونی کاردي .
تل پاتې دې وې دمارچ دتاريخي پاڅون اونړيوال يومټې توب خاطره .
ژوندۍ اووياړلی دې وي زموږ پتمنې اوغيرتی خويندي .
دافغانانودعلمی اوفرهنگی مرکز،ددوستۍدفرهنگی ټولني دمشرتابه جرگو اوروزگان ملي مهالنۍ خپرونې دادارې په استازيتوب .حبيب الله غمخور