د ستراتیژیک تړون تر شاه لویی لوبی روانی دې

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
سلام خان
د امریکا سره دستراتیژیک  تړون پر سر له څه نا څه یوه کال راهیسي کار روان دئ. د تړون له مخې به امریکا په افغانستان کې له ۲۰۱۴ کال وروسته پوځي اډې ولري. ویل کیږي چې امریکا غواړي له دغه کال وروسته په افغانستان کې شاوخوو ۲۰۰۰۰ سرتیري وساتي. د ستراتیژیک تړون له مخې به په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شتون قانوني شي
او د هغوی د نظامی اډو ځایونه به مشخص شي،د دغه تړون لاسلیکول افغانانو ته دا ډاډ ورکوي چې متحده ایالات به هغوی له ۲۰۱۴ کال وروسته هم یوازې پرې نه ږدي. په پلان کې ده چې له ۲۰۱۴ کال وروسته به د افغانستان ټولې امنیتي چارې افغانانو ته وسپارل شي او له دغه هیواد څخه به ټول بهرني جنگي ځواکونه خپلو هیوادونو ته ستانه شي،د افغانستان او امریکا تر منځ د ستراتیژیک تړون په لاسلیکولو کې دوه عمده موضوعگاني دي چې دواړه خواوې پرې لا تراوسه پورې یوې موافقې ته نه دې رسیدلي.  لومړۍ موضوع په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو له خوا د زندانونو درلودل او دویمه موضوع د شپې له خوا د عملیاتو ترسره کول دي،افغان ولسمشر غوښتي دي چې په دې تړون کې د ټولو زندانونو کنترول افغانانو ته ولیږدول شي او د بهرنیو ځواکونو له خوا د شپې عملیاتو ته د پای ټکی کیښودل شی،د افغان ولسمشر ویاند ایمل فیضي، وایي چې افغانستان به له امریکا سره تر هغې پورې د اوږد مهالو همکاریو ستراتیژیک تړون لاسلیک نه کړي چې شرطونه ئې نه وي منل شوي،ایمل فیضي په دی ورستیو کی له المان غږ راديو سره په یوه ځانگړې مرکه کې ویلی دی چې که څه هم امریکا او افغانستان دواړه غواړي چې د شیکاگو له غونډې مخکي د افغانستان او امریکا تر منځ ستراتیژیک سند لاسلیک شي خو د هغه په خبره تر هغې پورې چې په دغه سند کې د افغانستان شرطونه په پام کې نه وي نیول شوي افغانستان به دغه سند لاسلیک نه کړي.
خو به دی  وروستیو وختونو کې د افغانستان او امریکا تر منځ د ستراتیژیک سند په اړه خصوصا وافغانستان ته دپنځو امریکایی سناتورانو له سفره وروسته دځینو پر مختگونو تبلغات اوریدل کیږي،افغان او امریکايي چارواکي وایي چې افغانستان او امریکا غواړي چې د شپې له خوا پر عملیاتو او افغانانو ته زندانونو د مسئولیت پر لیږدولو په لنډ مهاله توگه له ستراتیژیک سند څخه جلا خبرې وکړي،یو افغان چارواکي ویلي دي چې افغانستان او امریکا پریکړه کړې ده چې د زندانونو د انتقال او د شپې له خوا د پوځي عملیات له ستراتیژیک تړون څخه په جلا ډول تر خبرو لاندې ونیسي. په همدې حال کې یوه امریکایي چارواکي هم ویلي دي چې که څه هم د امریکا د دفاع وزیر لیون پنیتا، غواړي چې ټولې موضوعگانو په یوه سند کې راولې خو بیا هم پریکړه شوې ده چې د زندانونو د لیږدولو او د شپې د عملیاتو موضوعگاني له ستراتیژیک سند څخه جلا د یوه بل سند په ترڅ کې تر بحث لاندې ونیولې شي،دغو دواړو چارواکو د نوم د نه اخیستلو په شرط خبرې کړي دي. که دغه دوه شخړییزه موضوعگانې له ستراتیژیک سند څخه بیلې شي نو کیدای شي چې د امریکا او افغانستان تر منځ دا مهم سند د ناټو له راتلونکي غونډې څخه مخکې چې په شیکاگو کې ده لاسلیک شي،دا په داسې حال کې ده چې امریکايي چارواکي وایي چې غواړي له افغانانو سره یو ځای عملیات تر سره کړي خو د شپې له خوا عملیات په افغانستان کې د هغو له مهمو ستراتیژیو څخه دي. امریکا همداراز وايي چې د افغانستان عدلیه سیستم لا تر اوسه پورې د دې توان نه لري چې د زندانیانو کنترول په خپل لاس کې واخلی،د افغانستان د چارویو کارپوه یونس فکور، وایي چې د ستراتیژیک سند د نه لاسلیکدو تر شا اصلي لاملونه د شپې له خوا عملیات او په افغانستان کې د بهرنیو زندانونو شتون نه دئ. هغه زیاتوي چې د دې موضوع تر «شاه لویې لوبې» روانې دي،د یونس فکور په خبره ولسمشر کرزی غواړي چې د ستراتیژیک سند په لاسلیکولو کې د ځنډ په راوستلو سره له متحده ایالاتو څخه امتیازات تر لاسه کړي. فکور وایي،کرزی علاقمندي لري چې په قدرت کې پاته شي. دی د ستراتیژیک تړون له ځنډولو سره غواړي تر ۲۰۱۴ کال وروسته هم په واک کې پاته شي،د هغه په خبره کرزی له پیل څخه د بارک اوباما له اداري سره ښې اړیکې نه لري او له همدې کبله غواړي چې په امریکا کې د ټاکنو پر وخت ولسمشر اوباما ته د افغانستان د سیاست په برخه کې ستونزې رامنځ ته کړي. د فکور په نظر ښایي کرزی دې ته لیواله وي جمهوري غوښتونکي یو ځل بیا واک ته ورسیږي.
د اوباما اداره غواړي چې په شیکاگو کې د ناټو له راتلونکې غونډې مخکې دغه تړون لاسلیک شي،د افغانستان د ولسمشر ویاند د افغانستان او امریکا تر منځ د ستراتیژیک سند لاسلیکدل د دواړو هیوادونو په گټه بولي او وایي چې د افغانستان حکومت دنده لري چې د لویې جرگې له خوا د ټاکل شوو شرایطو په پام کې نیولو سره دغه سند ژر لاسلیک کړي،دتیری یکشنبې په ورځ د امریکا د کانگریس یوه پلاوي افغانستان ته سفر وکړ. د دغه پلاوي مشرۍ امریکايي بانفوذه سناتور جان مکن پر غاړه درلوده. د دغه پلاوي د سفر اصلي موضوع د افغانستان او امریکا تر منځ د ستراتیژیک سند لاسیکول وو. د امریکا متحده ایالات غواړي چې دغه سند په شیکاگو کې د ناټو له راتلونکې غونډې مخکې چې د مې په میاشتې که ده لاسلیک کړي.پای سلام خان.