د بلوچستان روستیو پراختیاوو ته یوه کتنه

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
سرلوڅ مرادزی
د بېلا بېلو رسنیو په وینا د روان ۲۰۱۲ زیږدیزکال د فبرورۍ په ۱۷ مه د امریکا کانګرس د نړیوالو چاروجرګګۍ مشرجمهوریتپال غړی ډانا روهرابکر یو وړاندیزلیک ( لایحه ) چې پکې د خپلوک بلوچیستان غوښتنه شوې ، جرګګۍ ته وړاندې کړ. که دا وړاندیزلیک روسته کانګرس تصویب کړي نو د قانون بڼه به ونیسي نو په دې صورت کې به د امریکا حکومت اړ وی
چې د کانګرس دا پریکړه لیک پلی کړي.
د امریکاکانګرس د بهرنیو چارو جرګګۍ له وړاندیزلیک څخه مخکې په بلوچستان کې د بشري حقونو د سرغړونو په اړه یوه استماعیه غونډه جوړه کړې وه چې هغې کې د بشري حقونو د مبارزانو او سیمه ییزو چارو کاپوهانو ګډون کړی وو .
د امریکاکانګرس دا جرګګۍ د خپلې پریکړې لپاره دا لامل وړاندې کوي چې پاکستاني واکمن په بلوچستان کې پربنیادي بشري حقوقو تیري کوي . دوی وايي «  بلوچستان کې بې شمېره خلک، په تېره بیا د هغو کسانو خپلوان او د کورنیو غړي، چې د ازادۍ لپاره مبارزه کوي، په مرموز ډول له خپلو کورونو وړل کېږي او په داسي حالت کې چې په خورا بې رحمانه ډول وژل شوي وي، مړی یې موندل کېږي. د ډېرو مړو بدنونه سوري سوري شوي، پوستکی ترې ایستل شوي وي او یا سوځول شوي وي »
له دې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ویکتوریا نولنډ هم ویلي و چې واشنګټن د بلوچستان د کړکېچ په اړه له پاکستاني چارواکو سره خبرې کړي او په بلوچستان کې يي د بشري حقونو په سرغړونه ، د امریکا اندیښنې پاکستاني واکمنانو ته رسولي ، خو پاکستاني چارواکو پرې غوږ نه دی ګرولای !
بلخوا د امریکا کانګرس د بهرنیو چارو جرګګۍ څرګندوي چې بلوڅانو له دوی څخه د خپلې ملي داعيي په اړه د ملاتړ غوښتنه کړېده .
د امریکاکانګرس پخپل وړاندیزلیک سره سیمه او په تېره بیا د بلوچیستان حالات د نویو پراختیاوو او لوروسره مخامخ کړل .
د بلوڅو بېلا بېلو سیاسي او قومي وطنپالوکړیو او مشرانو د امریکا کانګرس نوموړي هوډ ته هرکلی ویلی او له هغه څخه يي ملاتړ او خوښي څرګنده کړېده او دا وړاندیزلیک يي خپلو ملي موخو ته د رسیدو په برخه کې لوی ګام بللی دی .
بلخوا د پاکستان په دننه او سیمه کې د پښتنو او بلوڅو ګډو دوښمنانو او سیالانو د روستیو پراختیاوو په اړه قهرجن غبرګون ښودلی او د امریکا کانګرس دغه تکل او هوډ يي د خپلو استعماري او شوونیستي ګټو او غوښتنو مخې ته لوی خنډ او ګواښ بللی دی . په دې لړ کې د پاکستان لومړي وزیر یوسف رضا ګیلاني او د نوموړي هیواد د بهرنیو چارو وزارت ، نوموړی وړاندیزلیک غندلی او حتی هغه هغه يي د نړیوالو اصولو سره مخالفت او د پاکستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ګڼلې ده .
همداراز ویل کیږي چې «  قطر کي د روان کال د مارچ په دوهمه د ازاد بلوچستان لپاره سیاسي دفتر پرانیستل کیږي . تیره ورځ په اروپا کي د بلوچ مبارزینو سیاسي استازي میر حیربیار مری سیوس هیواد کي د رژن بلوچی ټیلووژن ته په مرکه کي وویل چي د مارچ په ٢ نیټه ، موږ ته په قطر هیواد کي دازاد بلوچستان لپاره سیاسي دفتر خلاصیږي . په دې اړه موږ دامریکا اوقطر مشرانو سره له ډیر وخته خبره کړي وې، خو اوس د امریکا او د قطر مشرانو هو کړه  راسره وکړه او دامهال زموږ ځيني مشران لکه، سردار اخترجان مينگل، خان قلات ، میر براهمدغ بګټي او ثنا بلوچ هم په قطر کي دي. لروبر بریښناپاڼه »
له دې سربېره ځینو نورو افغاني رسنیو هم د بلوچستان په اړه نوې پراختیاوې څارلي او تر یوه بریده يي په دې اړه څرګندونې کړي دي .
پکار دي په داسې حال کې چې یوخوا د بلوڅو وروڼو په خوښۍ کې ځان شریک وبولو او د هغو په بریاوو او لاسته راوړنو خوښي ښکاره کړو خو بلخوا په دې اړوند د افغانستان اولرو پښتنو ملي ګټې هم هره شېبه وڅارو او د روستیو پراختیاوو په باره کې خپل دریځ او لیدلوری له چا نه پټ نکړو .
بلوڅ او پښتانه دواړه وروڼه قومونه دي چې د تاریخ په اوږدو کې يي وروري او دوستي تل ټينګه پاتې شوې او پالل شوي ، په ۱۸۹۳ کال د ډیورنډ د استعماري او کرغیړنې کرښې په وسیله له تاریخي افغانستان څخه جلا شوي او په ۱۹۴۷ کال د افغانستان ، لروپښتنو او بلوڅو له ارادي او غوښتنې پرته او د نړیوالو اصولو په خلاف ، په یوې استعماري چلوټه کې د نوی جوړشوي پاکستان په نوم هیواد سره نښلول شوي چې له هغو نېټو راهیسې افغانستان ، لرو پښتنو او بلوڅو په ګډه ؛ نه د ډیورند تپلې کرښه منلې او نه يي د پاکستان په نوم هیواد سره له تاریخي افغانستان څخه د ډیورند کرښې په وسیله بېله شوې خاوره او نه پر دې خاوره میشت پښتانه او بلوڅ وروڼه قومونه تړلي ، منلي دي .
د بلوڅو ملي داعیه د ډیورند د تپلې کرښې ، تاریخي افغانستان او کوزوپښتنو له برخه لیک سره تړلې غوټه ده چې د ډیورندکرښې څخه راولاړه شوې او په همدې محور څرخي او حل يي په ګوښه او مجرده توګه نه بلکې د یادې شوي غوټې د مجموعي حل سره تړلی دی .
د بلوڅو د ملي داعیي حل ، د لروبرو افغانانو او بلوڅو په یووالي او پيوستون ، د ډیورند استعماري کرښې په له منځه وړلو او په څو ټوټو د دوی د ویشل شوې خاورې په بېرته یووالی سره بشپړ تحقق میدندلای شي .
نو پکار دا دي چې امریکايي مقامات بلوڅو وروڼو ته د هغوی د ملي حقوقو پېژند او له دې حقوقو ملاتړ، د معضلي د عمومي او بشپړ حل سره په پیوند کې وویني . ترڅو چې دا معضله د یوه غونډ پتوګه حل نشي ، د یوه جز حل يي سیمه کې د روان کړکېچ په حل کې غوڅنده وڼده نشي لرلای او بلخوا د معضلې د غونډ پتوګه له حل پرته ، د معضلې د یوې برخې حل ، نابشپړ او رژېدونکی ګڼل کیږي .  
د بلوچیستان په اړه د پاکستاني مقاماتو لخوا د امریکا کانګرس د وړاندیزلیک غندنه هم د محکومولو وړ ده او بل پلو د پاکستان له لوري بلوچیستان کې د حالاتو د نویو پراختیاوو په تړاو په بلل شوي ګډ کنفرانس کې د پښتونخوا د ملي عوامي ګوند د مشر محمودخان اڅکزي او د بلوڅو ملتپالو ګوندونو، نه ګډون د ستایلو وړ دی .
د پاکستاني مقاماتو روستۍ هلې ځلي او د دوې لخوا د امریکاکانګرس د بهرنیو چارو جرګګۍ د وړاندیزلیک غندنه ، د حل د وسیلې پتوګه نه، بلکې په موجودو ستونځو د لا زیاتېدو لپاره یوه هڅه او دسیسه ګڼل کیږي .
ژوندۍ او تلپاتې دې وي، د لروبر افغان او بلوڅو یووالی او پيوستون
ړنګه دې وي د ډیورند استعماري او تپلې کرښه
د یوه واحد او بشپړ تاریخي افغانستان د بیا احیا په لور
د ۲۰۱۲ کال د فبروري ۲۸ مه
سرلوڅ مرادزی