د اسلام اباد دری اړخیزه کنفرانس

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
عبدالباری؛عارض؛
د تاریخ په اوږدو کی کله هم افغانی حاکمیت د نن په اندازه په سیمه کی د ناتوانۍ او سپکاوی تر پولی نه ؤ رسیدلی ،که په اسلام اباد کی دری اړخیزه غونډی( افغانستان ،ایران او پاکستان) ته لنډه کتنه وسی نو به د یو څرګند حقیقت په توګه ومنل سی چی افغانی حاکمان نه یوازی دغونډی په بهیر کی په ډیر ضعیفه موقف کی واقع  وه  بلکه د هیواد پرستیژ ،ملی غرور او روښانه تاریخ د تحقیر او توهین سره مخ کړل سو.

سربیره پردی چی جناب کرزی او ورسره هیت د خپلو غوښتنو په لاس ته راوړولو کی بریالی نسول او د عذر او زاریو کچکول په غاړه د سولی تحفه یی د سوال په ډول همسایګانو څخه غوښتل، د سیاسی ظرفیت د نه شتو سره هم لاس او ګریوان وه ،افغانی هیت دا حقیقت درک کړی و چی هیڅکله به هم  افغانی مخالفین ددوی پر غوښتنه غوږ ونه ګروی ، نو ځکه یی د خپل  کور سوله ، د پاکستان څخه غوښتل ، دهغه پاکستان څخه چی همیشه افغان واکمنانو په سپکو سپورو یاد کړی دی ، خو اوس د قطر خبرواترو دومره وارخطا کړیدی چی د دښمن څخه په خپل هیواد کی سوله  په سوغات کی غواړی ، هغوی هم چی د افغانی هیت دا ضعیفه او ناتوانه موقف درک کړ په ډیر جرات یی  د ټولو دیپلوماتیکو او میلمه پالنی اصولو پر خلاف د ریس جمهور خبری د خندا وړ وبللی او د توهین او تحقیر پر چوکۍ یی کښیناوه ،خو ده بیا هم د خپل صلاحیت او توان په نظر کی نیولو سره چپتیا غوره وګڼل تر څو د پاکستانی زمامدارانو د نور قهر او غضب سره مخ نسی.
په دی ډول یی د افغانستان زورور تاریخ ، ملی ویاړونه ،همیشنی پرستیژ او افغانی  حیثیت  د خاورو سره خاوری کړ. زما په آند هیڅ داسی مثال به وجود ونلری چی سوله او امنیت په خواست تر لاسه سوۍ وی ، لاره خو دا وه چی کرزی باید د پاکستانه دا غوښتنه نه وای کړی بلکه باید د امریکا څخه یی تقاضا کړیوای چی پر پاکستان د فشار له طریقه هغه جبرا و دی کار ته اماده سوی وای ، او که امریکا ته پاکستانی حاکمیت نسبت افغانی حاکمیت ته د ولسی حمایت پر بنسټ ارجحیت درلود نو بیا پکار نه وه چی د رسوایی تر پولی و یوی خبری ته هغه هم مکررا د سوال کولو په چوکاټ کی کلک سی . دلته باید د هیواد ملی غرور ، ویاړونه او منافع هم په نظر کی نیول سوی وای ،په داسی حال کی چی د ولس او هیواد د استازیتوب ادعا هم موجوده وی.  
که څه هم جمهوری ریاست خپل دا سفر په تیرو لسو کلونو کی تر ټولو مهم او دلاس ته راوړونو ډک وباله ، شاید جناب جمهور ریس لاس ته راوړنه دا وبولی چی مولانا سمیع الحق د پاکستانی رهبری تر فشار لاندی دده  ملاقات و منۍ ،سربیره پر دی چی مولانا د کتنی په جریان کی هدایت امیزه ورته وویل چی افغان حاکمیت باید داسی ګامونه پورته کړی چی د طالبانو د اعتما سبب وګرځی ،ضمنی اشاره یی دطالبانو قوت او حقانیت ته هم کول .همدا ډول د مولانا فضل الرحمن د مرستیال ،قاضی حسین احمد ، نوازشریف او محمود خان سره کتنی دده لپاره لویه لاس ته راوړنه بلل کیږی ،که نه ده داسی ناتوانه روحیه درلودل چی فکر یی نه کاوه دا ډول لوی شخصیتونه دی ملاقات ورسره وکړی، ډیره هڅه یی وکړل چی د لوی ملاصاب دیو استازی سره که څه هم په ټیټه پایه وی د ملاقات افتخار ولری خو بریالی نه سو.
کرزی صاحب په اوله دحوت د یو ویډیوی کنفرانس په ترڅ کی و اوباما ته د خپل سفر د  رپوټ وړاندی کولو په ترڅ کی هڅه وکړل د دی سفر لاس ته راوړنی غټی وښیی ،او خپله سیاسی زوروزتیا په ګوته کړی اما افغان ولس او منطقی د ظاهری شواهدو پر بنسټ دا سفرد افغان حکومت لپاره  تر ټولو ناکامه او د تحقیر څخه ډک وارزاوه ،که څه هم اوسنۍ دیپلوماسی تر ډیره د استخباراتی کړونو تر اغیز لاندی راغلی ده نو ځکه تحلیل ،تفسیر او وړاند وینه هم خپل مشکلات لری. په هر صورت موږ هرڅه پر ظاهر قیاس کوؤ اوس راځو و هغه نیمګړتیاو ته چی په خاصه توګه دافغانی هیت د ناکامی سبب سول:  دری عمده فکتونه مو جود وه چی  کرزی د لویو مشکلاتو سره مخ سو.
۱ : داسی معلومیدل، لکه څنګه چی نړیوال دیپلوماتیک اصول  ایجابوی د سفر اجندا او محتویات مخکی له مخکی نه وه تنظیم سوی ،دا موضوع د افغانی حاکمیت دیپلو ماتیک ظرفیت تر سوال لاندی راوست .اما دایران او پاکستان تر منځ هرڅه تنظیم سوی بریښیدل ځکه صرفا تشریفاتی اصول د دوی د رهبرانو ترمنځ تر سره سول ، هغه هم د کامل تفاهم او صمیمیت په فضا کی. بل وارنټ چی د افغانی حاکمیت دیپلوماتیکه کمزوری یی په ګوته کړل داوه چی په مشترکه غونډه کی  سیاسی خونسردی له لاسه ورکړل سول او د سیاسی نزاکت د اصولو څخه تیری وسو، همدا سبب ؤ چی رضا ګیلانی د یو مدبر مشر په توګه مداخله وکړه ،کرزی ته یی دل اساینه ورکړل او غونډه یی په جلا جلا توګه تنظیم او اعلان کړه ، هدف هم دا ؤ چی که په جلا غونډه کی کرزی صاحب احساساتی هم سی ،عمومی کنفرانس به د دیپلوماتیک بهیر څخه نه خارجیږی.  
۲ :  د افغانی لوری هیت نامتجانس ؤ ځنی ددوی  دسولی غوښتونکی او د پاکستان سره د ښه مناسباتو هیله مند وه خو ځنی نور یی د پاکستان سره په دښمنه روحیه مشهور او ددی بهیر خلاف وه په دی ډول همږغی پکښی شتون نه درلود، چی دا دوه ګونی جوړښت د پاکستانی مقاماتو بی باوری را وپارول، نو ځکه یی د افغانی هیت غوښتنی بی ارزښته و ګڼلی ، ان تر دی چی رکیک کلمات استعمال سول د افغانستان وقار، حیثیت او ملی ویاړونو ته یی صدمه ورسول.
۳ : د ګډونوالو غوښتنی او اهداف په غونډه کی متفاوتی وي یعنی داسی مسایلو شتون نه درلود چی مشترکی ګټی تامین کړی یا هماهنګی پکښی ولیدل سی. مثلا ایران غوښتل له یوه طرفه د کنفرانس د تریبیون څخه د امریکا او غرب پر خلاف ګټه پورته کړی، اوله بله طرفه پاکستان د انرژی په ډاډ ګیرنه د امریکا پر خلاف و یو متحد موقف ته و هڅوی ، افغانستان غوښتل ټوله ددوی په غم شریک سی او په افغانستان کی د اوسنی حاکمیت د پایښت لپاره بډی راوغړی، هغه څه چی ګډونوالو دلچسپی ورسره نه درلودل، پاکستان غوښتل د اخرنۍ انزوا څخه د راتلو لپاره یووار بیا د مطبوعاتو پر ژبو د ژوندون هڅی وکړی او له بله طرفه د همیشنی سیاست پر بنسټ د خپل موقعیت څخه په استفاده هم د ایران سره سر وښوروی تر څو انرژی او نور امتیازات ترلاسه کړی او هم د افغان لوری د مرستی کولو په نامه غربی امتیازات ترلاسه کړی ، په مجموع کی هریوه ځانګړی اهداف تعقیبول.
زما په آند هغه څه چی د افغانستان او پاکستان تر منځ د دوستانه فضا د رامنځ ته کیدو لوی عامل کیدای سی یو طرف هم پر ژبه نه راوړی، هغه داچی په افغانستان کی د حاکمیت څخه، د پاکستان دښمنه کړیو او افرادو لیری کول ،او په عوض کی د بیطرفه ،فعاله ،باظرفیته او تحصیل یافته کسانو منځ ته راتلل. پاکستان داسی انګیری چی هیڅ هیواد په خپل بغل کی دښمن حاکمیت نسی زغملای او نه هم د اعتماد د رامنځ ته کیدولو ټکل کیدای سی   په خاصه توګه د ایران اوهند نفوذ په افغانی حاکمیت کی ، له بله طرفه دا هم یو څرګند حقیقت دی چی افغانی واکمنان او نشرات شپه او ورځ په پاکستان ضد تبلیغاتو لګیا دی نو بیا څنګه طمع کیدای سی چی پاکستان دی په کابل کی د سولی د راتګ سره مرسته وکړی. ایا داسی موضع ګیری رشتیا هم د خندا وړ نه ده؟ ایا افغانستان د اشخاصو دداسی کمښت سره مخ دی چی نسی کولای د سالم حکومت او باظرفیته دیپلوماسی جوګه سی؟ اوکه د حاکمیت ټیکه او قرارداد سرته ندی رسیدلۍ؟ انحصار دقدرت، داخلی او بهرنۍ لوی ستونځی را ولاړه کړیدی،د کفایت او دارایت نه شتون، انارشیزم، دقانون نه حاکمیت،ژبنی،ملیتی او سمتی تبعیضونه په اداره  کی ، د سولی دلاری مخ ډپ کړیدی.
په دری اړخیزه کنفرانس کی دافغانی هیت د کمزری مهم عامل دا هم ؤ چی په افغانستان کی دننه د حاکمیت پښی لړزانه سوی ،دقدرت ستونونه یی شوړیدلی او دوام یی د شک ترپولی رسیدلۍ دۍ په داسی حال کی چی د کنفرانس ګډونوالو ددی مطلب پوره اګاهی هم درلودل نو ځکه یی په یو قوی موقف کی  د ګډون امکانات محدود سوی وه.