حمیدالله فیضي
دکب دريمه د سور يرغلګر ځواک پر وړاندې دافغانانو له لومړي پاڅون سره سمون خوري . دوه دیرش کاله وړاندې په همدې ورځ د کابل زرګونه اوسېدونکي د هغه څه پر وړاندې چې يرغل او ظلم ګڼل کېده سړکونو ته را ووتل او د حکومت پر وړاندې يې پاڅون وکړ. په دې پاڅون کې له څلور زرو ډير کسان د دولتي او بهرنيو ځواکونو له خوا ووژل شول.
په ١٣٥٨ کال کې د کابل د خلکو پاڅون د کب په دريمه شپه له بامونو څخه د الله اکبر په نارو پيل او په سهار کې د واټونو پر مخ په پراخ ولسي لاريون بدل شو. عيني شاهدان وايي، د کب په دريمه د کابل په بېلابېلو سيمو کې لسګونه زره کسانو پاڅون کړى و او د وخت د حکومت پرضد چې د شوري ملاتړ يې هم له ځان سره درلود شعارونه ورکول. وروسته په پاڅون كوونكو د حکومت او شوروي ځواکونو ډزې وکړې چې د ښځو اوماشومانو په ګډون يې له پنځو زرو د ډېرو کسانو ژوند واخيست. دغه پاڅون دکابل له بيلابيلو سيمو پيل شو چې اصلي ځاى يې دکابل ښار چنداول او ميوند واټ وو.په همدې حال کې ځيني شنونکي بيا د ک
ابل د خلکو پاڅون د افغان جهاد پيل وګاڼه. د ولسي جرګې ځينې غړي د کب د دريمې پاڅون د ديرغلګرو او د هغوى دافغان لاس پوڅو پر وړاندې د خلکو ولسي خوځښت وباله او زياته کړه چې دا دخلکو پاڅون وو نه د ډلو ټپلو او سياسي ګوندونو، له همدې امله هم وو چې ښځينه او نارينه وو پکې ونډه واخيسته.
په دیارلس سوه اته پينځوس کال کې د کب د مياشتې د درېيمې نېټې پاڅون په کابل کې په داسې حال کې رامنځته شو، چې د ثور د مياشتې د اوومې له کودتا شل مياشتې او پر افغانستان د روسانو د سور پوځ له يرغل نه اوه پينځوس ورځې تېرې شوې وې. د ثور د اوومې واکمنۍ سربېره پر دې چې په ټولنه کې يې د وېرې او وحشت درز رامنځته کړ، د دغه حکومت چلوونکي د بې اتفاقۍ او اختلاف په اور کې سوځېدل او په منځ کې يې د څو ټوټې کېدو نښې له ورايه ښکارېدې.نور محمد ترکي د حفيظ الله امين په وسيله ووژل شو او ببرک کارمل حفيظ الله امين د ترکي له راتلونکي سره مخامخ کړ. په هغو ورځو کې په کابل او په ټول �
�ېواد کې وېره او ډار د پام وړ خپره شوې وه. بيا هم که په رښتيا سره دغې پېښې ته کتنه وشي دا يو وګړنيز خوځښت و، او سياسي کړيو او غونډو په کې اساسي او مهم رول نه درلود.. د کابل يو شمېر ښاريان چې د نوموړي پاڅون کتونکي و، وايي: د کب د ورځې په پاڅون کې روساونو او افغاني سرتېرو د کابل ښار په واټونو کې په پاڅون کوونکو بې رحمانه ډزې وکړې او زيات شمېر يې ووژل.
د کب د دريمې پاڅون په ١٣٥٨ کال کې د شوروي له يرغل څخه کابو دوه مياشتې وروسته وشو. په افغانستان کې د شوروي ځواکونو يرغل د دې لامل شو چې له يونيم ميليون څخه ډېر افغانان شهيدان، لسګونه زره معلول او معيوب او له پنځو ميليونو ډېر کډوال شي. ديادونې وړده چې افغانانو تل دظلم او استبداد پروړاندې پاڅون کړى دى په ١٣٥٧هجري لمريز کال دغويي په اومه دکمونستانو د کودتا پر ضدعمومي ولسي پاڅون، دهمدې کال دکب په ٢٤ مه دهرات د مجاهد ولس عمومي پاڅون، اود ١٣٥٨ هجري لمريزکال دکب په دريمه دکابل ښاريانو ولسي پاڅون يې ښې بېلګې ګڼل کيږي.