ع. شريف زاد
پا کستان نه غواړي چې په افغا نستان کې سوله راشي، ځکه دوى ته له هرڅه نه مخکې خپلې ګټې ډيرې مهمې دي او تل ېې د خپلو ګټو لپاره افغا نان کړولي، ځورولي، او قرباني کړي دي. له بلې خوا که مونږ وغواړو او که ونه غواړو خو دا په ډاګه ده چې په افغانستان کې ديوسالم، پوه، او نړيوال زعامت نشتوالي هم ددوي په ګټه دي
ه يي د مذهب او عقيدې خبره وه چې ډيراوچت ،ميړني، باتور، چيز فهم او سياسي رجال ېې زمونږ په ډير ه ناځوانه توګه له مينځه يوړل .دا خبره حقيقت ده او بيان ته ضرورت نه لري. تقريبا درې لسيزې کيږى چې زمونږ د هيواد په ملي مسا يلو، کورنيو لانجو کې چې ددوي په لاس جوړې شوي دي لاس وهنې لري" د "جنرال اختر اعترافاتو" کتاب کې له نږدې وڅيړي. پح مجموع کې يي زمونږ هيواد په بشپړه توګه له پښو وغورځا وه. سوله په اسلام کې د پلمو او چلونو له لاري مينځ ته نه راځي ځکه چې ټول اجتماعي ، حقوقي، مدني او فردي مسلې په اسلام کې د نني تش په نوم سياست او دموکراسي نه اوچتې دي او په دروغو ک
لا نه جوړيږي.
. بي بي حنا دوه کلنه وه کله چې د افغانستان ملي قيام د سرو روسانو په وړاندې پيل شو خو اوس د انګريزي ژبې ورځپاڼې ګار ډين سره د افغانستان د خپلواکي، ملي حاکميت، او خاورني تما ميت باندي خبرې کوي ددې ماشو مې خبره نه ده. تاسې د پاکستان يو زړه سوي او اسلامي روحي ته ګوته ونيسي چې په هغه کې د الله رضا ، او زمونږ دخلکو غوښتنې مطرح وي . جزا ک االله.
دلته د يوه شخص، قوم او قبيلې خبره نه ده او نه يي څوک قواله په لاس لري، دلته د ما و تا ګله او ګذاره نه ده، ديوې ډلې او بلې خبره نه ده. دلته د عبدالله عبدالله بې وخته نارې سورې نه دي يا د نورو کارغانو د فدراليزم سوچ کوم چې د وړوکې ماشوم په ذهن هم نه را ګرځي. دلته يو لوى، بشپړ افعانستان چې په هغه کې په کلونو او پيړيو ټولو قومونو او قبيلو ګډ ژوند کړي دى مطرح دي. دلته اسلام اباد نه دى کوم چې عمر يي ډير کم ښودل کيږي او د بنګه ديش په جلاکيدوسره مينځ ته راغلى. خو له بده مرغه سيا ست نه مخ لري او نه څټ! ښار/خار يا کهر په مجموع کې د خپل هيواد په دريځ باندې تاکيد کوي خ�
� پته نه لګيږي چې کوم دريځ باندې، دې پنجابيانو خو مونږ د غټې تباهيو سره مخامخ کړي يو؟ او څه ډول پريکړه دوى د افغناستان لپاره لري ؟ دا مهمه نه ده چې د سولې مذاکرات چيرې پيل کيږي مهمه داده چې څه ډول او په کومه سطحه او ولې پاکستان دومره په تشويش کې دى ؟.
بي بي حنا ګا رډين ته وویل:«زه هغه چارواکې نه یم چې چې د ملا عمر د اوسېدو له ځایه خبره واوسم، خو په دې پوهېږم چې پاکستاني چارواکي خبر دي چې ملا عمر چېری دی.زه همدومره پوهېږم.» خو له دې خبرې نه دا فغانستان ملي حاکميت او ددې خاورې بشپړتيا د هرڅه نه اهميت لري.
خو دې له دې سره سره ونه ویل چې پاکستاني چارواکي به افغان چارواکو ته اجازه ورکړي چې له ملاعمر او یا د هغه له مرستیال ملا عبدالغني برادر سره وویني.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرې د افغانستان او پاکستان د اړیکو نازکوالي ته هم اشاره وکړه، د افغانستان دا فشار یې رد کړ چې پاکستان دې افغان چارواکي پرېږدي چې د طالبانو له مشرانو سره وویني. بياهم د افغانستان په کورنۍ لانجه کې د اسلام اباد نسخه ډيره مهمه بريښي. په پښتو کې متل دې چې وايي د نشتو مىړو ملک شو ميرو!
په درناوي