استاد سعدالدین شپون
Tuesday, 01.31.2012, 02:23pm (GMT)
تاند کې کله نا کله په خپل لارښود او د خپلې ژبې په سرلاري، ډاکټر مجاوراحمد زیار کله نا کله لګېږم. په دې باندې له استاد نه بښنه غواړم. ټول پوهېږي چې زما مطلب دا وي چې د ژبپوهنې جدي موضوع لږه غوندې را نرمه کړم چې خلک ترې ټپرا نشي. د هغې سرلارې زما د لسیزو، د هغو کالونو یار پاتې شوی چې دواړو د افغانستان په لېرو کلو کېږدیو کې ریسرچ کاوه،
حرفوي تړاو سر بېره د پوهنځي د بلا پسې وختونو ټوکې ټکالې هم ډېرې وې.
خو بیا ورکې دا ناولی شی راغی، دا مترقي غوایمنډ، زیار صیب ورکې جېل ته لاړ او شجاعي سر وخوړ. زموږ د نیاګۍ یې را له نچوړ کړه.
اوس زموږ د کول څوک پاتې نه دي، یو مجروح و، بل امین، بل تڼیوال، هغه هم ولاړل. هلته د پوهنتون په ګوټ کې یو حمیدالله امین لا لر بر کېږي، د ما شومانو خبره، میني میني خلاص. زه د هماغه پخوا وخت په یاد ځای بېځایه د زیار پورې لګېږم. هغه د سلېمانخېل کیسه ده چې د غزني په بازار کې په خټو ککړو څپلیو سره د اندړ په لیمڅې تېرېده راتېرېده. اندړ ورته ویل چې اې بسلمانه، لاره خو هولته ده، ولې زما لیمڅی په خټو لړې؟ سلېمانخېل ورته ویلي وو چې زه پوهېږم چې لاره هورې ده خو زه هسې ځان در پورې سولوم. نو ما هم ځای بېځایه ځان زیارصیب پورې سولاوه. اوس پوه شوم چې د وزیر صیب خرم په وینا چې ما پورې یې کړې وه، سړی نور ښه دیه خو ډېر بوډا دیه! نو نور به دا نازونه نه پرې کوم. د تڼیوال خبره، زیار په ژبپوهنه کې ستره بلو ده!
دامطلب ځنګه دی؟ (رایه: 8 . متوسط: 5/5)
تبصرې (1)
ملګري ته ووایاست
چاپ