سرلوڅ مرادزی
په کور دننه یو شمېر مذهبي ، سیاسي ، قومي او سمتي ډلګۍ او کړۍ د افغانستان د روان کړکېچ او شخړې د حل لپاره د مرکزي دولت پیاوړتیا پرځای، هڅه کوي پر افغانانو ناکامې ، له وخته لویدلې او د پردیو لخوا وړاندې شوې حل لارې وتپي . دا ډلې ټپلې چې د ګاونډیانو او بهرنيانو له ملاتړه برخمنې دي ، د کړکېچ د حل لپاره کومه اغیزمنه ملي تګلار او وړاندیز نه لري
د دې کړیو یو شمېر یوازې نیوکې اوسبوتاژ کوی او دسیسي جوړوي او د سمون وړاندیز نلري . خو افغانانو ته پر ستونزو د بري لپاره ، د مرکزي دولت له پیاوړتیا پرته بله اسانه او ارزانه حل لار نشته.
د افغانستان د ملي جبهې او ملي اتلاف په نوم ډلګګۍ چې مشري يي د څو تنو پخوانیو جګړه مارو په لاس کې ده ، د افغانستان د روان کړکېچ د حل لپاره د ریاستي نظام پر ځای پارلماني او د مرکزي پياوړي دولت پرځای ، د کمزوری او پاشلی دولت چې بلاخره فیډرالیزم ته لار اواره کړي ، غوښتنه کوي . کاشکې دې ډلو او ګروپونو نوموړې حل لار د ولسونو له منځه د راوتلې غوښتنې پتوګه وړاندې کولای ، خو له بده مرغه دلته هم ولسونه لکه په نورو برخو کې د تل پشان له یاده وځي او د ولسونو له خبرتیا پرته داسې طرحې د خپلو شخصي ګټو او ملي ضد موخو د پلیتابه لپاره هغه هم پر دولت باندې د فشار د یوې وسیلې پتوګه کارول کیږي . دا ډلې یوخوا په دولت کې شاملې دي او لوړې چوکۍ لري او بلخوا په ریا او درواغو سره د دولت د اپوزیسیون دعوې کوي . د اپوزیسیون په دریځ کې پر دولت باندې د جوړونکو نیوکو او وړاندیزونو پرځای چلوټو او دسیسو ته مخه کوي او په دولت کې دننه بیا هر ډول ورانکارۍ او سبوتاژ ته لاس اچوي . دوی د دولت په دننه کې همکاري نه کوي او له دولته بهر د اپوزیسیون حیثیت او وړتوب نه لري . دوی په دواړو سنګرونو کې یانې هم د دولت په دننه او هم له دولت څخه بهر ، د مرکزي دولت د پیاوړتیا مخه نیسي او په دواړو لارو د دولت پښې وهي .
بل پلو دې ډلو خپلو لیکو کې او یا هم د اتلافونو په بڼه د ډیموکراسۍ ، ښځو او د بشر حقوقو په بوللو او د پارلماني نظام د ښېګڼو په نوم یو شمېر روشنفکران او کیڼ لاسي ځان سره ملګري کړي او د دوی په مټ د دیموکراسۍ او مدني حقوقو د خوندیتابه په سندره خپل کومي څیروي ، خو دا له پامه غورځوي چې د ګروهي او موخو په لحاظ جمعیت او نظارشورا په دیموکراسۍ هیڅ باورنه لري . جمعیت او نظارشورا په خورا ښه صورت کې هم د پان اسلامیزم ، سیکټاریزم او ایران سره په تړاو د فارسي د ژبني فاشیزم د ښوونځي شاګردان ګڼل کېدای شي ، که نه په حقیقت کې یوازې غله او ډاکوان دي .
همداراز دوی ته که نظام پارلماني او یا ریاستي وي توپیر نلري ، دوی به د حکومت په هره بڼه کې ملي ضد موخې پلي کوي او د جهاد او ملي مقاومت ترانه به ژوندۍ ساتي . پارلماني نظام که د دیموکراسۍ پر ستنو ولاړ وي د اسلامي جمعیت او نظارشورا ورسره څه مینه او لیوالیتیا نشته . اوس نو که روشنفکران او کیڼ لاسي ، له جمعیت سره د دیموکراسۍ د پلیتابه په موخه او یا د پارلماني نظام په غوړو او ښکلو جملو ملګري شوي وي ، هم ځان او هم نور تېرباسي . دوی باید خپلې لیکې له دغو دیماګوګانو ( ولس تېرایستونکو ) څخه راجلا کړي .
بل پلو که چیري اوس نظام پارلماني هم وای ، په قوي ګومان به په هغه صورت کې دې ډلو بیا ریاستي نظام غوښت او په بله بڼه به يی د مرکزی دولت پر وړاندې غوغا پورته کوله . ددې ډلو لیدلوری او کړنلار د افغانستان د ملي ګټو او ارزښتونو سره اړخ نه لګوي ، د نظام څرنګوالی او د حکومتونو بڼې او شکلونه دوی ته د لنډمهاله موخو په برید کې ګڼل کېدای شي .
د هیواد د شمالي ولسونو په استازیتوب هم ددې ډلو ادعاوې ، واقعیت سره سمون نه لري . دا ډلې د شمال ولسونو د ګټو استازیتوب نه کوي ، بلکې دې ډلو کې د شمال غله او داړه مار راټول شوي چې نه یوازې نور افغانستان يي چور کړ بلکې د شمال خلکو ته يي هم په کور کې کالي او لیمڅي پرینښودل.
هیواد کې د سولې د خبرو په تړاو هم دا ډلې ژمنې نه دي . سوله ، نظم او د قانون پلیتوب د دوی له ګټو سره په ټکر کې دي . هر څونه چې هیواد کې بې امني او ګډوډي وي ، د دوی اسونه په کې ښه ځغلي . له دې کبله په قطر یا بل هر ځای کې طالبانو او یا د دولت له نورو مخالفینو سره د جوړ جاړي خبرې پر دوی باندې بدې لګي او د هغو په وړاندې تر ممکنه حده سخت غبرګون ښۍ .
د دوی یو شمیر په دې اند دي او وايی « طالبانو سره په قطر کې د سولې خبرې اترې ، کابل دولت او طالبانو سره په خبرو کې د سعودي عربستان د منځګړتوب هڅې ، کابل دولت سره د اسلامي ګوند خبرې او همدارنګه دې خبرو کې د کابل دولت د د زیاتې ونډې لپاره هڅه ، هغه پټې او خطرناکه لوبې دي چې سیاسي کارپوهان او د افغانستان خلک يی اندیښمن کړي دي . خاوران بریښناپاڼه»
په پورته څرګندونه کې چې د افغانستان د خلکو نوم اخیستل شوی او بیا دوی په خپل ګومان دا خلک اندیښمن ښوولی ، هڅه شوې چې د سولې د مخالفو کړیو اندیښني پټې کړي . که نه ، ړوند هم پوهیږي چې د سولې لپاره افغانان څونه لیواله دي او غوږ په اواز دي چې د سولې خبرې به څه وخت عملي جامه واغوندي او هیواد ته به کله سوله راشي .
دا ډلې افغان دولت سره ، د یوه موازي دولت په څېر ځان سیال او حریف ګڼي . یا په دولت کې ځان بل دولت بولي .
که افغان دولت غواړي په قطر یا بل ځای کې د دولت له مخالفینو سره د روغې جوړې خبرې مخې ته یوسي ، دوی باید هم په برلین او یا کوم بل ځای کې د مرکزي دولت په مخالفت او د هغه لپاره د نوي سردرد په رامنځته کېدو کې چوپ پاتې نه شي . که د دولت پلاوی د سولې د خبرو لپاره پاکستان یا کوم بل هیواد ته ځي ، دولت باید له دې ډلو اجازه واخلي او یا د دولت پلاوي سره موازي باید د دوی پلاوی هم ملګری وي. که داسې ونه شي د دوی په اند بیا سیاسي کارپوهان او د افغانستان خلک اندیښمن دي ! که طالبان او نور وسلوال مخالفین په وسلواله بڼه د مرکزي دولت مخالفت کوي ، دا ډلې مرکزي دولت ته په کور دننه او د افغان حکومت دننه دایمي سردرد ګڼل کیږي .
لنډه دا چې د ملي جبهې او ملي اتلاف پنوم جوړې شوې ډلې ، د مرکزي دولت او سولې سره حساسیت لري . که مرکزي دولت غښتلی شي ، د سولې په راوستلو کې غوڅ کار کولای شي او که سوله راشي بیا به هم د مرکزی دولت په پیاوړتیا کې مرسته وکړي او دا دواړه هغه څه دی چې ددې ډلو په زړه نه ځاییږي او له ګټو او موخو سره يي ټکرکوی !
دوی په لنډ مهال کې د پارلماني نظام او ورپسې د فیډرالي نظام سندره توده ساتي خو په اوږدمهال کې د افغانستان په پاشلو ، د خراسان ، لوی ایران او فارسي حوزې په رامنځته کولو کې ځان ژمن بولي .
که حالات راستانه او ولکه نه شي ، دوی به له دغو موخو په کم څه راضي نه شي !
ادامه لري
د ۲۰۱۲ کال د فبرورۍ ۱۸ مه
سرلوڅ مرادزی