رفيع الله روشن
که څه هم چې افغاني مېرمنې تل په ډول ډول ستونزو کې را ښکېلې وي،نه شي کولاى خپله هغه وړتيا او استعداد ټولنې ته ديوه کدر په توګه وړاندې کړي او په ټولنه کې ترې نورې خويندې ،ميندې،پوه اوناپوه هغه ګټه پورته کړي، چې دوى يوه مثبت لوري ته ثوق کوي،خوبياهم داسې ډېرې په خپلې خاروې،خلکواوچاپېريال مئينې مېرمنې هم شته،
که د اغلې زرلښتې حفيظ په ادبي کړنو موږپه تفصيل سره وغږېږو نوله امکانه به وتې خبره نه وي چې پوره کتاب به پرې وليکل شي،خوداچې زمادالنډه ليکنه يې ګنجايش نلري،په همدې بسنه کوو،او يواځې ستاسوپه لاس کې په دې کتاب،(دسولې اوصميمت شاعر) چې دپياوړي اوسوله خوښوونکي شاعرمرحوم افضل شوق پرژوند ليکل شوى دى ،دهغه شاعرۍ،ليکوالۍ او دژوند په لوړو ژورو باندې پکې بحث شوى دى،څوخبرې کوو.
هغې په دې کتاب کې افضل شوق هغه شان ستايلى دى،څرنګه چې بايد ستايل شوى واى،ترکومه چې مادشوق صيب شاعري لوستې ده،ډېرازاد شعرونه لري،خو واقعاً په زړه پورې اوله يوه درد اواحساس څخه ډک دي،چې په ډېروکمو شعرونو کې به يې دسولې کليمه نه وي راوړل شوي،هغه خپل شعار سوله ګرځولې وه،او اوس ددې کتاب ليکوالې(زرلښتې حفيظ)هم دمرحوم شوق صيب لاره خپله کړې ده او غواړي چې دالاره تعقيب کړي،ترهغې چې خپل هدف ته ورسېږي،داهم دسولې ډېره مينه واله ده،ډېره شاعري يې يواځې دسولې لپاره وي،يوکتاب يې هم چاپ شوى دى،(دسولې انتظار)شعري ټولګه ده،که څه هم چې مانه ده لوستې،خو له نوم څخه يې معلومېږي چې دسولې لپاره پکې دشعرونو تله درنه وي،په هرحال،نه غواړم خبرې مې نور وغزوم،دلته يې لمنه رانغاړمه ولې چې بياخبرې کليشه يي کېږي اوخونديې کمېږي،نو زه آغلې خورته په دې لاره کې دلابرياليتوبونو اولاسته راوړلوپه خاطر دپاک اولايزال رب په دربار کې ددعالپاره لاسونه اوچتوم اوتاسو دکتاب لوستوته رابولم
په پښتنه او ادبي مينه رفيع الله روشن