اسدالله ملکزی
د جرمني د کسل په پوهنتون کې انجينرانو داسی کانکرېټ جوړکړی، چې د نړۍ تر ټولو کلکترين کانکرېټ دی. دغه کانکرېټ (UHPC ) چې په الماني کې ورته
(Ultra – Hochfester Beton) يا (Ultra – Hochleistungsbeton) او په انګريزي کې ورته
(Ultra – High – Performance Concrete) وايی، داسی ېو کانکرېټ دی، چې ددی داخلي جوړښت، د پراګندګي ګڼوالی سره د مېده او يا ځيږ کانکرېټ د ځبېښلو قابليت يی تر
150 N/mm² - 230 N/mm² پوری دی. چې دغه اندازه کلکوالی ېواځی فولادو لرلی شي..
دغه کانکرېټ نری، ډېر باروړونکی او دوامداره دی د دغی کانکرېټ سره ډېر سپک او ميله ډوله ساختمانونه په ډېر کم لګښت جوړيږي..
د UHPC کانکرېټ دومره ګڼ دی چې هېڅ شی ددی غوندی ګڼ نه دی. دا کانکرېټ د رياضي له مخی داسی محاسبه شوېدې چې هيڅ درز (حتاتر وېښانو نري درزونه) نه ليدل کيږي.ددی کانکرېټ په مخلوط کې:
د HS-Cement (42.5/52.5) سمنټ.
داخلي يا د تعامل توان لرونکی اضافي موادچې اوړه شوی وي او دانی يی د 0.125 mm څخه کم وي يا تر 0.2 Milrometer ماېکرومتر پوری ( د مثال په ډول د کوارتز اوړه، بازالت اوړه او د سليکا ګرده).
طبعي شګه د ښه کلکوالی لرونکی او کم دانه لرونکی.
کلک کاڼي چې قطر يی تر 16 mm پوری وي (بازالت، ګرانيت او همداسی نور).
او ډېر ښه بهيدونکي مواد.
ټول لکه د معمول په شان په ګډونکي ماشين کې اچول کيږي.څه رنګه چې دا کانکرېټ ډېر کلک دي، نو ضرورت نه شته چې ددې د استعمال سره اضافي د فولادو جالۍ ورکړل شي، خو د مخلوط په وخت کې ډېر نري فولادي تارونه چې اوږودوالی يی 17 mm او قطر يی 0,15 mm دې په ګډونکي ماشين کې اچول کيږي او ورڅخه کانکرېټ جوړوي د دغه کانکرېټ څخه په هر شکل او قالب کې کار اخستل کېدی شي.
د UHPC کانکرېټ څخه په لاندی ساختمانونو کې کار اخستل کيږي
د اوږدو پولونو جوړونه چې خپل وزن يی ډېر کم وي.
باروړونکي لوړپوړي ودانۍ چې جګوالی تقريباً تر 700 m مترو پوری رسيږي.
نري، ډېر لری کلک شوي (چې د پاېو تر منځ فاصله يی زيات وي) درېوو خوا ته پوښ.
ډېر لری کلک شوي (چې د پاېو تر منځ فاصله يی زيات وي) د تالارونوکلکونکي.
د لرګو څخه جوړېدونکي کوټی.
په سمندرونو کې ساختمان.
د UHPC کانکرېټ په ټولو ځاېونو کې هم د اقتصاد او هم د ساختمان له لحاظه ګټور دی،خصوصاً د ودانۍ په هغو برخو کې چې د کلکوالي موده او خپل وزن ډېر مهم رول لوبوي.
د کسل د پوهنتون اينجينرانوچې په راس کې توماس تاېشمن (Thomas Teichmann) اوګرېګور څيمېرمن (Grwgor Zimmermann) دي،د دغی کانکرېټ څخه ېو د پښو تلونکو(يېاده رو) د فولدا دسيند په سر چې 133 m اوږود دی پلان او جوړ کړ. ددی پول هغه برخی چې د UHPC کانکرېټ څخه جړېشويدي، ډېرې نري او کلک دي. که سړی دغه برخی په سټک ووهي، نو داسی غږ کوي لکه چې فولاد وهل کيږي.دا کانکرېټ بې ددی چې مات شي، کږېدی هم شي.
د انترنت د الماني مخ څخه ليکونکی ديپلوم انجينېر اسدالله ملکزی