کتاب ته ادبي ټوټه

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
رفيع الله روشن
زماترهرچاګران ملګريه ستانوم ته سلام کوم،ستا دمخ له هر يو خال څخه زما ټول بدن قربان شه،زه ستا دهر احسان پوروړى يم،تل دې له هر راز بديو ژغورلى يم،کله چې زه دکومې اشتباه مرتکب کېدو لپاره خوځېدلى يم نو ته مې مخې ته لکه زما دلا ښود ولاړ شوى يې اودهغې په زيان دې راته خبرې کړي دي،هروخت  چې ماديوه رواه  شي ارمان کړى دى
نوتا راته حاضر کړى دى ،کوم وخت چې ما خپل ځان د نفس او شيطان تر اغېزې لاندې ليدلى دى نو تاترې په خپله خوږه سينه دکښل شويوټکيوپه واسطه ترې ژغولى يم ،که ماته دمعشوقې څنګ ته دورتللوهيله پيداشوې نو نوبيادې هم  راته معطره غېږه پرانيستې او زه د ې لکه ديو مبهم عاشق په څېر خپلې نغمه زارې سينې ته ورکش کړى يم،ماته دې خپلې وزرې پرانيسې اودخوږې مينې پشان دې راته لاسونه امېل کړي او زما په غاړه کې دې را اچولي دي ،کله چې لماڅخه لاره ورکه شوې اوپه يوه نامعلوم څلورلاري کې  پاتې شوى يم نو يو رهنما راته جوړ شوى يې او خپل هدف ته دې رسولى يم ،لنډه داچې تا زما هر مشکل په بنده ژبه را حل کړى دى، زه ستاله نوم څخه زار شم.