رفيع الله روشن
بېسواده چاته وايې ، څوک يې ورته وايې ، ولې يې ورته وايې او دازمينه چا برابره کړيده چې يوشڅص ته نورخلک بېسواده ووايې ، ټول په دې پوهېږي هغه که با سواده دي اوکه بې سواده چې دابده اودکرکې وړ کلمه چاته ويل کېږي.
هغه چاته ويل کېږي چې تعليم او تحصيل يې نه وي کړى ، جومات ،مدرسې اوښوونځي ته دڅه زده کولوپه خاطر نه وي تللاى .
هغه څوک يې ورته وايې چې تعليمي ادارې يې ليدلې وي ، زده کړه يې کړي وي اوکوي يې،نور ملګري اودوستان يې هم زده کړې ته تشويق کړي وي ، اوداچې دازمينه څنګه برابره شوې، چې دوى ته خلک بېسواده ووايې، لوى عامل يې په هېوادکې اقتصادي ستونزې کېداى شي، ځکه چې په داسې حالاتوکې چې يوه کورنۍ په جدي ډول له اقتصادي بحران سره مخ وي ،او دفاميل هغه غړي يې چې ګټه وټه کوي هم يو شخص وي او ترڅنګ يې ورسره معيوب يامعلول هم وي، نودهغې کورنۍ کوچنيان هم دشاقه کارنوپه کړلو مجبورېږي ، پر ځاى ددې چې ښونځي ته ولاړشي نوسهار وختي په يخنى کې دڅوروپيودپه لاس راوړلوپخاطر دبازار په لور روان شي اوپه تنکيو لاسونودرانده پېټي پورته کوي ،هغه لاسونه چې بايد په سهار وختي اودومره يخنۍ کې چې حتى ګل پرې پورته نشي،په چټلواوګنده اوبوکې يې وهي اوپردي موټرونه وينځي،په خپل کمزوري او ناتوانه وجود داسې سخت کارونه کوي چې ،غټ اودډېرعمر خاوندان ترې عاجز وي.
دتعليمي اداورکمبود، دامنت نه شتون، دمسلکي استادانوقحطي اوورته نورې هغه ستونزې ددې باعث کېږي ،پرځاى ددې چې دتعليم او تحصيل کچه پورته ولاړه شي،برعکس ټيټېږي.
نوديوه افغان اوځوان په صفت دافغانستان ټولوشريفو، سوله دوستواودتعلم اوتحصيل مينه والو کورنيوته دغه وړانديز کوم چې که هرڅومره مواقتصاد ي ستونزې زياتې وي ، بياهم پرځانونونوره سختي تېره کړئ، خوپه ماشومانواوکوچنيو اوولادونو مودمزدورۍ پرځاى تعلم وکړئ، ترڅوپه راتلونکې کې هغوى خپل سرنوش په سمه توګه وټاکي دخپل ځان کوراوبچوترڅنګ، نوروهېوادوالوته هم خدمت وکړاى شي .