رفیع الله ستانکزی
ډېری ماشومانو د خپلو ميندو او پلرونو خبرې نه مني او د هغوی د خبرو منلو پر ځای خپلو لوبو او تلويزون ننداره کولو ته ادامه ورکوي، که یې مور او پلار ورته د کاليو ټولولو او اغوستلو ووايي، هغوی یې د نه منلو سره سره پروا هم نه کوي او خپلو لوبو کولو او ټلويزون ننداره کولو ته ادامه ورکوي، دا هغه وخت دی، چې مور او پلار عصباني کېږي
که څه هم چې ماشوم خپل ځان ناګاره واچوي او يا هم چې د مور او پلار خبرې نه مني ډېرې زورونکې دي، خو ۴-۳ کلونو عمر لرونکي ماشومان له دې چې د مور او پلار خبرو ته دومره پام نه کوي او هغوی عصباني کوي، يو ډول د قدرت احساس کوي، خو له دې پېښې سره بايد شخصي برخورد ونه کړو او له علمي اړخه یې چاره وسنجوو.
د دې عمر لرونکي ماشومان نه غواړي چې بې ادب او یا بې تربيه اوسي، هغوی غواړي د دې کار په ترسره کولو سره خپل استقلاليت وښيي. په ښې هڅونې او د ښو کارونو د ترسره کولو وروسته ورته ډالۍ ورکولو په لارو چارو سره کولای شو په راتلونکي کې هغوی د ښو کارونو ترسره کولو ته وهڅوو او دا نيمګړتياوې یې لرې کړو. د بېلګې په دول ستاسې ماشوم په ښوونځي کې خپلو درسونو ته پام نه کوي او نه شي کولای چې تر ټولو لومړی واوسي، نو ستاسې خبرې هم له پامه غورځوي، خو تاسې بايد دا خبرې هسې بابېزه ونه ګڼﺉ او دا ونه واياست، چې په خپل وخت سره به دا ستونزې ټولې حل شي، مثبت فکر لرل ښه دي خو داسې هم نه، چې خپله حل کېږي، بايد د حل په موخه یې لاندينۍ لارښوونې په پام کې ونیسﺉ، کېدای شي په ډېرو برخو کې درسره مرسته وکړي.
مه عصباني کېږﺉ
کوښښ وکړﺉ، چې په آرامۍ خبرې وکړې او که چېرې اړ شوﺉ او ډېرې غوسې نه پرېښودﺉ، نو بيا يو آرام او ګوښه ځآی ته ولاړ شﺉ، له څو شېبو تنهايۍ وروسته بیا راشﺉ او خپلو ماشومانو سره خبرې وکړﺉ. ډاډه اوسﺉ، چې هرڅومره په زوره يا لوړ غږ خبرې وکړﺉ په هغومره اندازه به مو نه څوک خبره واوري او نه به مو په خبرو پوه شي، ځکه چې په داسې حالت کې د کلماتو ادا کول هم ستونزمن کېږي او ماشوم په خپل واړه فکر سره نه شي کولای چې ستاسې خبرې درک کړي.
خپلو ماشومانو ته مسايل تشریح کړﺉ
ځينې ماشومانو ته چې کله امر وکړای شي يا هم د ترسره کولو لپاره څه وويل شي؛ نو هغوی بیا سرتنبه ګي غوره کړي. د دې پر ځای چې هغوی ته ووايو، ولې مو تېږې وارې کړې. ورته ووایاست: تېږي د وارولو لپاره نه دي، بلکې توپ د وارولو لپاره دی، توپ واروه. له همدې لارې کولای شو، د هغوی په کړنو کې بدلون راولو او دا کارونه په سوله ييزه ډول ورباندې ډېر اغېز هم ښندلای شي.
خپلو ماشومانو ته مطالب په آسانۍ او سادګۍ سره واياست
د بيانیې ورکولو پر ځای په نرمی خو په قاطعيت سره خبرې وکړﺉ، له دې سره هغوی کولای شي، د هر کار په اړه چې بايد ترسره یې کړي بې له دې چې ورټل شي او یا ملامت شي، هغه ترسره کړي.
له خپلو ماشومانو وغواړﺉ، چې مهم مطالب له ځان سره تکرار کړي.
دا طریقه کېدای شي ډېره ګټوره وي، چې ماشوم مو د کار په نتيجې پوه شي، ورته ووایاست: خپل لوبتوکي بايډ له ډوډۍ خوړلو دمخه ټول کړې، وګورم چې خپل لوبتوکي ټولوې او کنه؟
واقعي ارتباط جوړ کړﺉ.
که ستاسې ماشوم کومې کړنې یا فعاليت ځانته مجذوب کړی و، په آرامۍ سره یې په اوږه لاس کېږدﺉ، چې تاسې ته متوجه شي. له خپلو ماشومانو وغواړﺉ، چې د خبرو پر مهال ستاسې سره د سترګو اړيکې جوړې کړي، يو خو به هغه ته دا اعتماد ورکړﺉ، چې ستاسې سره سترګې مخامخ کړي له دې لارې به هغه جرآت هم ترلاسه کړي او بل دا چې که درته مخامخ ګوري یانې په سترګو کې درته ګوري نو بیا ستونزمن دی، چې سرتنبګي وکړي.
د جدول په جوړولو سره هغه د کارونو ترسره کولو ته وهڅوﺉ
که کولای شﺉ د خپل ماشوم در کارونو د ترسره کولو لپاره هغه ته يو جدول جوړ کړﺉ او د هغه مشوره په کې مه هېروﺉ. په ورځ کې سهار سخترينه شېبه وي، کله چې ماشوم ته مسؤليت ورکوﺉ او د هغه په مرسته داسې جدول جوړوﺉ، چې هغه بايد د ورځې په لړ کې یو لړ کارونه ترسره کړي؛ لکه: غاښونه مسواک يا برس کول، لاسونه او مخ وينځل او حتا که د اوداسه هم ورته وواياست ښه به وي، خیر که عمر یې لږ دی، خو مخکې له مخکې به یې په ذهن کې ځای نيولی وي، کالي اغوستل، سهارچای څښل او خوړل او د بوټونو يا چپلکو په پښو کول. ډېری ماشومان غواړي، يو داسې جدول ولري او د هغه په لرلو سره خپلې برياوې ونمانځي. له دې لارې به مو ماشوم د راتلونکي ژوند لپاره د ښه مهالوېش جوړولو سره هم بلد کړی وي، چې څنګه خپل کارونه تنظيم کړي.
ماشومان يا اولادونه بشپړې پاملرنې ته اړتيا لري.
لکه څنګه چې تاسې غواړﺉ ماشوم مو خبرې واوري او يا ویې مني؛ نو تاسې یې هم بايد خبرې ومنﺉ. کله مو چې ورځپاڼه او يا د لوستلو يا کوم بل شی لاس کې وي ماشومانو سره خبرې مه کوﺉ، ټوله پاملرنه باید ماشوم ته واړوﺉ او بیا ورسره خبرې وکړﺉ، که امکان ونه لري نو ښه داده، چې لامل یا علت یې هم ورته وواياست، چې د دې علت پر بنسټ نه شم کولای دا لرې کړم. او يا هم ورته ووایاست: ګرانه/ګرانې، اوس په یو بل شي کار کوم او یا یې لولم، خو مينه لرم، چې تاسې سره خبرې وکړم او خبرې مو واورم. سره له دې بايد د هغو يانې ماشومانو خبرو ته اهميت ورکړو، نه دا چې هسې بابېزه یې وګڼو. که هغه وايي، چې ساړه مې شوي دي، بايد داسې ورته ونه وايو، چې دا ځای خو دومره سوړ نه دی. د دې ځواب پر ځای ورته ووایاست، چې او زما د زوی یا لورکۍ ساړه شوي دي، راځه چې تاوده کالي درته درواغوندم او یا هم چې غېږ کې دې تاو کړم او په پټو کې دې تود يا تاوده کړم.
بې ځايه اندېښنه مه کوﺉ
ډېری هغه ماشومان، چې د مور او پلار يا نورو خبرو ته پام نه کوي او يا ځينې وخت نا آرامه وي، هغوی د مور او پلار او يا نورو له بې توجهي سره مخامخ دي. هغه کسان، چې داسې مشکل لري دا ډول کړنې یې عادت ګرځېدلی، که څه هم دې عادت یې په ورځني ژوند کې اغېز لرلای دی، خو بايد تر ارزونې لاندې ونيول شي، ترڅو دا عادت یې لمنځه يوړل شي.
ماشومان او حتا تنکي ځوانان غواړي ستاسې يانې مور او پلار په څېر د يوه کار د ترسره کولو پرمهال یې څوک مزاحم نه شي او په خپله خوښه هغه کار ترسره کړي. که غواړﺉ، چې ستاسې ماشومان ستاسې خبرې ومني او هغو ته پام وکړي، نو دا چې هغه سره د خبرو منلو يا اورېدلو په هنر کې مرسته کوﺉ بايد ډېر صبر ولرﺉ او له صبر لرلو سره سره بايد هغه يانې ماشوم ته ډېره پاملرنه وکړﺉ، د هغوی هر حرکت او هرې وينا ته احترام ولرﺉ.
دا ډول ستونزې په لويانو کې هم ليدل کېږي او کېدای شي زموږ ځوانان هم په دې ستونزې اخته شوي وي، نو د مور او پلار څخه مې غوښتنه دا ده، چې د خپلو ماشومانو يا اولادونو د دې ستونزې د حل په پار ډېر دقت او پام وکړي، ځکه چې له دې وړې ستونزې لویې کورنۍ ستونزې هم راولاړېدای شي په ځانګړې توګه د ځوانانو په برخه کې، چې مور او پلار ورنه ډېرې هيلې او اميدونه لري.