مسيح الله عصام
کله چې حضرت محمد صلى الله عليه وسلم په رسالت مبعوث شو ، پردغه مهال دټولى نړۍ د اخلاقو له پلوه ډيرخراب ؤ ، انسانيت اخري سلګۍ وهلې ، له يوى خوا د اخلاقو د ټيټوالى دا حالت ؤ چې له خپلى مورسره به واده کيده ، اوله بل پلوه به دغيرت په نامه خپلى لوڼه دپيداکيدو وروسته ژوندى په زمکه کې خښولى شوې ،
رسول کريم صلى الله عليه وسلم په ټوليزه او ټولنيزه توګه رحمت ؤ اودهغوى دنده دالله جل جلاله په بنده ګانوباندى رحم کول ؤ دهغوى د بعثت (راليږلو) وړاندى دعربو په ټولنه کې دغلامانو ( مريانو) او وينځو حال د ځناورو څخه هم ډير بدتر ؤ ،وروسته بياهم دغه ټولنه کې د نبى کريم صلى الله عليه وسلم دلارښونو په برکت په هغوى کې حيرانونکى انقلاب راغى ، چې هغه د وينځو او غلامانو ساتنه بيا دخپلو ورونو او خويندو په څيرکيدل پيل شول ، او زمانى هغه انځور هم وليد چې ديروشلم دفتح کيدو وروسته داسلام دويم خليفه حضرت عمر رضى الله تعالى عنه داوښ مهار نيولى پيدل روان ؤ او دهغى غلام په اوښ باندې سور ؤ.
حضرت ابوهريره ررضى الله عنه ويلې چې رسول پاک صلى الله عليه وسلم فرمايلې : خلکو داغلامان ( مريان ) ستاسو وروڼه دى اوهغوى الله ج ستاسو په واک کې درکړي اوکه کوم ورورچې الله ستاسو په تصرف کې درکړى هغو لره پکاردى چې هغوى ته هغه خوراک ورکړي کوم چې هغوى خپله خوري ، اوهغه ورته واغوندى کوم چې هغوى پخپله اغوندئ اوپه هغوى دومره بوج مه اچوئ کوم چې دهغوى د طاقت څخه پوره نه وى ، اوکه چيرى مريان هغه کارنشې پوره کولاى نو دهغوى مرسته وکړئ ، اوداهم په يو حديث کې راغلى چې کله ستاسوکوم ملازم يا پياده ډوډى پخه کړي او مالک ته يې راوړي ولى چې دغه د ډوډى دپخولو پر مهال ګرمي ، اودود پرهغوى تيرشوي لدي امله مالک ته پکاردى چې له خپل ځان سره يې کينوي اوپه هغه دى هم هغه ډوډۍ وخوري ، يوصحابى در سول صلى الله عليه وسلم وپوښتل : چې اى رسول صلى الله عليه وسلم زه د غلام قصور څو وارى معاف کړم رسول الله صلى الله عليه وسلم ورته په ځواب کې وويل : اويا واري (ځله ) .........
هغوى د وينځو او غلامانو دومره خيال ساتلى چې په مرض الموت کې يې ترټولو اخري وصيت کې ويلې :اى خلکو دمرياتو په معاملوکې دالله جل جلاله څخه ويريږئ ، هغو ى د نږدى تړاو لرونکو(خپل خلپوان ) دخيال ساتلو هم ويلې : دى په دغو وګړو کې چې د انسان ورسره ډيرواسطه راځى لکه مور پلار، خويندى ورونه ، ښځه بچي ، دوستان ملګري او ګاونډيان شامل دى ، اوداټول دانسانى ټولنى هغه وګړي دې چې دهغوى سره ښه سلوک او چلند کول اوهغوى حقونه پوره کول دښې ټولنى کړني ياديږي ، چې دهغى سره دانسان ژوند ښه او سکون واله جوړيږي ، رحمت عالم صلى الله عليه وسلم که دټولنى تر ټولو بى وسه وګړې اود محکومو ټولنو سره په ښه وضعيت کولو باندې تاکيد کړى نوبل پلوته يې دخپلو نږدى تړاو لرونکوسره يې د حسن سلوک تعليم هم ورکړى دى اود هغوى دتعليماتو سره په انساني ټولنه کې يو لوى او بيسارى انقلاب رامنځته کړيدى ، رسول الله صلى الله عليه وسلم چې کوم وګړى دښه سلوک په بدل کې دخپلو خپلوانو سره ښه سلوک کوى نوهغه مکلمى درجى دصله رحمۍ واله نه دى او درجى اکمال پدى کې دى چې کله خپل خپلوان د تړاو د پريښودلو عمل وکړي او انسان دهغې سره د تړاو جوړولو کوښښ وکړى او خپل حق ادا کړى ، په يوه حديث مبارک کې داهم راغلى چې د نږديکت دحق پامال کولو واله اوپه خپل ولۍ کې دخپل حق نه پوره کولو واله به جنت نه ځي نبى کريم صلى الله عليه وسلم دګاونډيانو د حقونو په ادا کولو ډير حکم کړيدى ، او ويلې هغه شخص هيڅکله مسلمان نه شې کيداى چې خپله خيټه ډکه کړې او د هغه ګاونډى وږى پاتى شې ، يو وارى حضرت معاذبن جبل رضى الله عنه عرض وکړچې يارسول الله صلى الله عليه وسلم ديوګاونډى په خپل پل ګاونډي کوم حقونه دى ، په ځواب کې رسول الله صلى الله عليه وسلم وويل چې هغه قرض وغواړى قرض ورکوئ دهغوى مرسته کوئ که مريض شي پوښتنه يې کوئ که هغه محتاج وى دهغه اړتياوى پوره کوئ کله چې يوښه خبرهغه ته ورپه برخه شې مبارکى ورته وايه ، که په هغه مصيبت راشى دهغوى همدردى کوئ ، کله چې مړشې نو دهغوى د جنازى سره ځئ ، او ورسره د خپل کور ديوالونه دومره مه اچتوه چې پرهغوى هوا بنده شې .
په پاى کې الله تعالى دى موږ ته د خپل نبى حضرت محمد صلى الله عليه وسلم په رښتنى تعليماتو پرخپل ژوند کې دکولو توفيق راپه برخه کړى . امين
وماعلينا الاالبلاغ
ليک :مسيح الله عصام