په افغانستان کې مداخله یو مصیبت دی

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
سلام خان
بریتانوي ټایمز ورځپاڼه د افغانستان د جګړې په اړه د یوه تازه مطلب په پیل کې لیکلی دی چی، په افغانستان کې زموږ مداخله یو مصیبت دی او وایلی یی دی چی راځی چې نور د دغه مصیبت وروستۍ میاشتې وشمېرو،د مطلب د لیکوال په باور په مصیبتونو کې دا حقیقت هم نغښتی دی، چې دغه جګړه چې موږ په ۲۰۰۱کال کې پیل کړې، باید ویې نه بایلو،
دا لکه د روسیې په شان مداخله نه وه چې خلکو یې په وړاندې مخالفت څرګند کړ، دې مداخلې د ملګروملتونو د امنیت شورا د پریکړه لیک او د افغانانود ملاتړ په اساس عملي بڼه غوره کړه، خو د ورځپاڼې په باور دغه جګړه په هماغه بڼه پای ته رسیږي چې روسیې پای ته رسولې وه، له افغانستانه له وخته مخکې وتل د هیلې وړ قوي پوځ، فاسد پولیس او کمزوری حکومت ترشا پریږي،د ټایمز په وینا په افغانستان کې د لویدیځ د تیرې لسیزې ښکیلتیا چې د وینو په تویدید تمامه شوې، په راتلونکو دو کلونو کې پای ته رسیږي خو افغانان به له دې هم زیاته بیه پریکوي،د ټایمز له دې لیکنې سره سم موږ لویدیځ هیوادونه باید خپله ملامتي پرنورو وانه چوو، افغانستان به د دې لپاره یوښه مثال وي چې په راتلونکې کې بیا داسې ونه شي.
همدارنګه ډګرمن ډېوس” چې په افغانستان کې یې د امریکا د چټک اکمال له ځواک سره کار کاوه، له ۲۵۰ تنو عسکرو سره یې د یوه کال په مودې کې، په افغانستان کې شاوخوا ۱۴ زره کیلومیتره سفر کړی او څرګندونې یې د ناټو او آیساف د ځینو هغو چارواکو په خبرو ولاړې دي، چې د مسالې په اړه یې په صراحت په اصطلاح سپینی خبرې کړي دی د امریکا د متحده ایالاتو دغه پوځي د دې هېواد پر پوځ تور لګولی، چې امریکایانو ته یې د افغانستان د جګړې غلط او بې لارې کوونکی تصویر ورکړی دی،د امریکا د پوځ ډګرمن ″ډانیل ډيوس″ د افغانستان د جګړې په اړه یو راپور برابر کړی او په پوځي ژورنال کې خپور شوی دی. ده په خپل دې راپور کې د سترګو لیدلي واقعات یاد کړي، چې تر ډېره حده د رسمي چارواکو له بیانونو سره توپېر لري،ډګرمن ډېوس” لیکي، په افغانستان کې د خدمت په جریان کې یې ولیدل، چې د پوځ د تبلیغاتو پرخلاف، د افغانستان په جګړې کې نیمګړتیاوې او ناکامۍ موجودې دي.
امریکایي ډګرمن زیاتوي، د افغانستان سیمه ییز حکومت خلکو ته د خدمت په کار کې بریالی نه دی، امنیتي ځواکونه له مخالفانو سره جګړو ته لیواله نه دي او په ځینو مواردو کې له وسله والو طالبانو سره همکاري کوي
“ډګرمن ډېوس” په خپل راپور کې پوښتنه کوي. په داسي یوه ماموریت کې چې بری په کې نه شته څه شمېر نور کسان په کې باید قربانې شي؟،د ده په وینا، دا داسې حالت دی، چې په تېرو اوو کلونو کې یې په اړه د خوشبینۍ، بریاو او پرمختګونو اعلامیې خپرې شوي دي،د امریکا د پوځ دغه ډګرمن د افغانستان د جګړې په اړه د کانګرس د نورو غړیو له اندیښنو سره خپلې اندیښنې شریکې کړې او د خپل راپور یوه محرمه برخه یې د امریکا دفاع وزارت ته هم برابره کړې ده،د څېړونکو په باور، د ډګرمن ″ډیوس″ په دې عمل سره بې له شکه د امریکا پوځي مشران په غوسه شوي او ممکن ده ته زیان ورسوي.
خو د امریکا دفاع وزارت په ډېرو محترمانه الفاظو د ډګرمن ″ډیوس″ له څرګندونو سره خپل مخالفت څرګند کړی او د ده پر ضد یې د کوم اقدام په اړه څه نه دي ویلي،د امریکا د دفاع وزارت ویاند ″جورج لیټل″ خبریالانو ته وویل، “ډګرمن ډېوس” د خپل نظر څرګندولو حق لري، خو زیاته یې کړه، دفاع وزیر لیون پنیټا په افغانستان کې د امریکا د پوځ په مشرانو او پوځيانو پوره باور لري  او د ده په وینا، د افغانستان د جګړې ارزونه د کره او جدي څېړنو او منابعو پر اساس برابریږي او د یوه کس په نظرونو پورې منحصره نه وي،د ″ډګرمن ډېوس″ په باور، د ناټو او آیساف پوځیان دا خبره نه پټوي چې له افغان امنیتې ځواکونو سره له کار کولو څخه خپه او مایوسه دي،ډیوس په کونړ ولایت کې له یوه افغان پولیس سره خپلو خبرو ته اشاره کوي، چې له یوې جګړې وورسته یې ورته ویلي، موږ مخالف وسله وال نه تعقیبوو او دا ځکه چې دا کار خطر لري،ډګرمن ډېوس” وایي، د خواشینۍ خبره خو دا ده، چې ځیني کسان د  افغانستان د جګړې دوام عادلانه بولي، په داسې حال کې چې د جګړې د ناکامۍ په صورت کې ورسره د ځواب ویلو کوم میکانیزم هم نه شته،د امریکا د پوځ ډګرمن دانیل ډیوس وایي، د صداقت نشتوالی، وطن دوستي نه ده، بلکې امریکا ته تاوان اړوي. جنګ ته د داخلېدو او یا هم د دوام پر مهال مشران وظیفه لري، چې د امریکا کانګرس او خلکو ته حقایق بیان کړې او په پوځ باندې د ملکیانو د څار اساسي مقصد هم همدا دی.
واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د اوباما ادارې د افغانستان د جګړې د پای ته رسولو لوبه پای ته نژدې کړې، ترسرلیک لاندې په یوه مطلب کې لیکلی دی ،په داسې حال کې چې د افغانستان د جګړې ستړیا مخ په زیاتیدو ده او انتخابات هم په مخ کې دي، د اوباما ادارې د دغې لوبې د پای ته رسیدو لپاره هڅې ګړندۍ کړي دي، په وروستیو اونیو کې هغو مسایلو، چې د تړلو دروازو ترشاه په مهمو غونډو کې به پرې بحث کیده، لکه له طالبانو سره د سولې خبرې، د ناتو د محارب ماموریت لیږد، د ځواکونو ایستل او له افغانستان او پاکستان سره د امریکا راتلونکې اړیکې، په بیړه د عام محضر او د سیاسي بحثونو اساسي ټکي ګرځیدلي دي ،د اوباما د ادارې یوه لوړ رتبه چارواکي د خپل نوم نه ښودلو په شرط دې ورځپاڼې ته ویلي، چې د دغو پلانونو په هره برخه کې که طالبان، اسلام اباد، کابل یا واشنګټن دي، داسې کسان شته چې هغه ردوي یا هڅه کوي چې په ډاګه شوې ستراتیژۍ ترخپل نفو‌ذ لاندې راولي. دوی له افشا شویو جزیاتو د وسیلې په توګه کاراخلي،واشنګټن پوسټ وړاندې لیکي، له طالبانو سره د خبرو په اړه افشا شوېو متضادو جزیاتو په کانګرس کې د وکیلانو غوصه راپارولې ده،تیره اونۍ کانګرس د امریکا د استخباراتو د ملي ادارې او د سي ای اې پر مشرانو د هغو متضادو راپورونو په خاطر فشار راوست چې د افغانستان د جګړې د څرنګوالي په اړه مختلف تصویرونه ورکوي
د اوباما ادارې څرګنده کړې، چې په دغه جګړه کې د پام وړ پرمختګ شوی خو په یوه بل پټ راپور کې بیا وسله وال طالبان ډیر پیاوړي او ډاډمن بلل شوي دي.پای سلام خان