امریکا د افغانستان پر ځواکونوپه کال کی دوولس ملیارد ډالره لګوي

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
سلام خان
په داسي حال کې  چې د تېرې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ د امریکا د متحدو ایالتونو دفاع وزیر لیون پنیتا وویل چې امریکا غواړي  د ۲۰۱۳ کال تر نیمايي پوري د افغانستان د ټولو سیمو د امنیتي چارو مسوولیت افغان ځواکونو ته وسپاري، ډېر افغانان، سره له دې چې په دې خوښ دي چې افغان ځواکونه د بهرنیو پر ځای د خپل هیواد د امنیتي چارو مسوولیت په غاړه اخلي،
ولی وېره لري چې افغانستان به یوځل بیا د ګاونډیو هیوادونو د ملاتړو ډلو له لوري په کورنۍ جګړه کې ښکېل شي،خو په افغانستان کې د امریکا سفیر راین کراکر د افغانانو دې تشویش ته په ځواب کې ویلي دی چی موږ(امریکا) دې ته ژمن یو چې افغانستان پرېنږدو چې بیا د القاعده او نورو ډلو، چې د افغانستان د خلکو، امریکا او د هغې د متحدانو ګټې ګواښې، په ځاله بدل شي،په افغانستان کې د امریکا سفیر راین کراکر ویلی دی چی، هیواد یې افغانستان ته تر ۲۰۱۴ میلادي کال پوري، چې د ناټو تر مشرۍ لاندې ځواکونه حربي ماموریت افغان ځواکونو ته سپاري، ژمن دی، د امریکا متحد ایالتونه هغه مهالوېش ته ځان ژمن بولي چې د لیزبون په غونډه کې پرې سلا شوې وه، د دې مانا دا ده چې د ۲۰۱۴ کال تر پایه او وروسته وخت پوري د افغانستان امنیتي ځواکونه په وسلو او وسایلو بشپړ سمبال شي،امریکا او متحدانو یې په ځلونو ویلي چې د ۲۰۱۴ کال تر پایه به له افغانستانه خپل ټول حربي ځواکونه وباسي او تر هغه مهاله به پړاو په پړاو د امنیتي چارو مسسولیتونه افغانانو ته وسپاري،خو واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د پنیتا په قول لیکلي:چی زموږ هدف دا دی چې د واک لېږد پروسه په ۲۰۱۳ کې بشپړه کړو.هیله لرو چې دا کار تر د ۲۰۱۳ کال تر نیمايي یا لږ وروسته پوري بشپړ کړو، له دې نېټې وروسته به په افغانستان کې زموږ حربي رول پای ته ورسېږي
په عین حال کی د امریکا د متحدو ایالتونو دفاع وزیر لیون پنیتا د شنبې په ورځ پر نړیوالې ټولنې ږغ وکړ چې په نړۍ کې د اقتصادي بحران له دوام سره سره په افغانستان کې د امنیتي ځواکونو د لګښتونو او معاشونو لپاره مالي مرسته وکړي،د امریکا متحد ایالتونه د افغانستان پر امنیتي ځواکونو د کال شاوخوا دوولس ملیارد ډالره لګوي. اټکل کېږي چې د افغان ملي اردو او ملي پولیسو شمېر درې لکه دوه پنځوس زرو ته زیات شي څو د ۲۰۱۴ کال تر پایه له ناټو ځواکونو څخه د خپل هیواد د امنیتي چارو مسوولیت په غاړه واخلي، پنیتا د جرمني په مونښن کې امنیتي کنفرانس ته په وینا کې وویل:«د پوره امنیت د ساتنې لپاره د افغانستان امنیتي ځواکونه کافي مالي مرستې ته اړتیا لري،ده له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې خپلې هغه ژمنې په ځای کړي چې له افغانستان سره د مرستې په برخه کې یې د دسمبر په میاشت کې د بون(په دوهم) کنفرانس کې کړې وې،د امریکا متحد ایالتونه وړاندوینه کوي چې په راتلونکو کلونو کې به د افغان امنیتي ځواکونو پر روزنې او تجهیز د کال شپږ ملیارد ډالره ولګېږي،یوه جګپوړي امریکايي مامور ویلی دی چی، امریکا له نړیوالې ټولنې غواړي چې له ۲۰۱۴ وروسته د افغان امنیتي ځواکونو د مصرف لپاره د کال یوازې یو ملیارد ډالره ورکړي
په افغانستان کې دناټومشرقومندان وايې چې په افغانستان کې بايد ټوله هغه مرګ ژوبله وزغمل شي چې دوى ته اوړې .جنرال جان الن وايې چې امريکاواوبريتانيابايدهغه مرګ ژوبله وزغمي چې په افغانستان کې دجنګ په مهال ورته اوړي دى وايې چې راتلونکې نورڅوکلونه هم په مخ کې لري چې جنګ به په کې وي اوپه وينا يې چې دوى بايد ددى جنګ پرمهال خپلوځواکونوته داوښتونکې مرګ ژوبلي دزغم وړيتا ولري اوبايدچې ويې زغمي  جنرال جان الن له بي بي سي سره په يوه مرکه کې وويل نړيوال ځواکونه به د ۲۰۱۴ کال تر پايه جګړه یيز عمليات روان ساتي، سره له دې چې د ناټو ځينې غړي هېوادونه غواړي افغان ځواکونو ته د امنيت ساتنې دندې سپارلو چارې ګړندۍ کړي. ده دغه څرګندونې په بروکسل کې دناټوددفاع دوزيرانودغونډي په پاى کې کړيدي ده په ورته وخت کې داخبره هم کړيده چې امريکايان اوبريتانويان به د٢٠١٤کال ترپايه دجګړي ماموريت ته دوام ورکړي اودافغان ځواکونوسره به ترڅنګ جنګيږي . ده داڅرګندونې په داسې حال کې کړيدي چې اوسمهال له طالبانوسره دسولې دخبروترڅنګ افغان ځواکونوته دامنيت دمسوليت دليږدچارې هم روانې دي
د افغان کتونکو په وینا افغان ځواکونه د روزنې، سمبالښت او وړتیاو له پلوه دې ته تیار نه دي، چې په ۲۰۱۳ میلادي کال د پوځي عملیاتو مسوولیت په غاړه واخلي،دا اندیښنه وروسته له هغې څرګندیږي، چې امریکا او ځینو نورو هیوادونو وویل، چې غواړي، چې د ۲۰۱۳ میلادي کال په نیمایي کې د پوځي عملیاتو مشري افغان ځواکونو ته وسپاري،د پوځي چارو ځینی کار پوه هان دم ګړی په دی نظر دې، چې له بهرنیو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته د امنیتي مسولیتونو سپارل به د ګاونډیو هیوادونو مداخلو ته لار هواره کړي،خو له دې اندیښنو سره سره د افغانستان د دفاع وزارت بیا وایي، که نړیواله ټولنه د افغان ځواکونو د سمبالولو لپاره خپلې ژمنې عملي کړي، نو دوی د پوځي عملیاتو د مشري په اړه کومه ستونزه نه لري،د دغه وزارت یو ویاند  ازادۍ راډیوسره په ځپله مرکه کی ویلی دی ، چې دوی همدا اوس په هیواد کې د پنځه اویا سلنې پوځي عملیاتو مشري کوي. پای سلام خان.